دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهلوګر کې ۲۹ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوې

لوګر کې ۲۹ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوې

تاند(شنبه، د جدي ۲۷) کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو ځانګړو ځواکونه په لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون شهر سیمه کې کې د یو لړ شپني عملیاتو په ترڅ کې ۲۹ طالبان ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې ځواکونو د یو لړ نورو عملیاتو په ترڅ کې په تیرو دوه ورځو کې د طالبانو درې لوې پوستې او څو پټنځایونه د پنځه زیرزمیني لارو په شمول له منځه وړي دي.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، په دې عملیاتو کې ۵۳ کړۍ بیلابیل ماینونه د امنیتي ځواکونو لخوا کشف او شنډ شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي او له دې امله دواړه خواوو ته مرګ ژوبلې اوړي

وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب