جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهکابل ښار کې ماین چاودنې دوه پولیس وژلي

کابل ښار کې ماین چاودنې دوه پولیس وژلي

تاند (شنبه د جدي ۲۷) د کابل پولیس وايي چې د ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند، ده بوري درې لارې کې د پولیسو پر لنډکروزر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۹:۱۵ بجې کابل پوهنتون ته نژدې، ده بوري درې لارې سره رامنځته شوې چې دوه پولیس په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددې چاودنې مسؤلیت نه دی منلی، خو پولیس وايي چې ددې پېښې په هکله پلټنې کوي.

تېره ورځ هم د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې په یوه کرولا موټر چسپکي ماین چاودنه کړې وه، چې له امله یو تن وژل شوی او یو بل تپي دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...