جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبله پریکړه نه ده شوې؛ افغانستان کې د ملګرو ملتونو کار بندیز...

بله پریکړه نه ده شوې؛ افغانستان کې د ملګرو ملتونو کار بندیز نن پای ته ورسېد

تاند: ( جمعه، د غويي ۱۵ ) ‏‏ په افغانستان کې د طالبانو د افراطي پریکړو په غبرګون کې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو د کارکوونکو کار بندیز نن پای ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو د خپلو کارکوونکو د کار د دوام او نه دوام په اړه بله پریکړه نه ده کړې.

یاد شوي سازمان څه موده مخکې، په خپلو اړوندو ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار د مخنيوي په غبرګون کې خپل کارکوونکي دندو ته له تلو منع کړل.

د‌ ملګرو ملتونو د کارکوونکو د کار بندیز تر څنګ، خبرداری ورکړل شوی و، چې دغه سازمان ممکن په افغانستان کې د خپلو کاري اصولو د نقض له امله خپل مرسته رسونکي او نور فعاليتونه ودروي، خو طالبانو په دې اړه بې تفاوته وښوده او د خپلې پریکړې پر عملي کولو ټینګ شول.

اوس ملګرو ملتونو ويلي، چې له افغانستانه د وتو پلان نه لري، خو معلومه نه ده، چې د کارکوونکو د کار د دوام او نه دوام يا څرنګوالي په اړه ېې څه پریکړه کوي.

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال عبدالطيف نظري د ملګرو ملتونو موجوديت په افغانستان کې اړين ګڼلی او د فقر کمولو لپاره یې هڅې مهمې بللي، خو ټينګار کوي چې د طالبانو پریکړو ته باید درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند فرحان حق وویل، چې د کارکوونکو د کار په اړه د کیدونکې پریکړې جزییات به روښانه شي.

طالبانو مخکې په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو کار کول او د ښوونځي له شپږم ټولګي پورته د دوی زده کړې منع کړي.

2 COMMENTS

  1. شیدې کوی خو د پچو ډکې.

    کور یې ودان چه خپله غلطی یې ومنله او خپل حیثیت یې څه نا څه وساته.
    هیله ده چه په راتلونکی کی خپل موقف او سرحد وپیژنی د سیاسی لوبو ښکار نشی او د هیڅ دولت په کورنیو چارو کی لاسوهنه ونکړی.

  2. ګران ورور طالب جانه کاشکی دوی وتلی وای بیا به مو ویل چی دادی مستقل شولو اوس چی پاتی شول نو هم لاس وهی هم پښې او هر هرڅه راکی وهی ځکه چی زموږ په خاوره ګرځی رقم رقم خبر کوی ټول ځاری او هر عمل کوی دا له لاسوهنی هم بدتر دی کاشکی وتی وای همدا امریکایان دی کنه موږ امریکا ته کنځلی کوو همدا دامریکا په پیسو چلیږی کله چی ډالر او دفترونه یی ورک شول نو بیا به وایو چی مستقل شولو دوی لاهم خپل سرخد ندی پیژندلی سرحد یی له افغانستان بهر دی هغه ستا خبره چې له پچو ډکی شیدی را باندی خوری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب