شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبانو په افغانستان کې د اقتصادي ناورين موجوديت رد کړ

طالبانو په افغانستان کې د اقتصادي ناورين موجوديت رد کړ

تاند: ( جمعه، د غويي ۱۵ ) ‏‏د‌ طالبانو د رژيم مالیې وزارت په هېواد کې د اقتصادي ناورين د موجودیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوتريش څرګندونې رد او بې بنسټه وګڼلې.

دغه وزارت په يوه اعلاميه کې، په قطر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستیو څرګندونو ته په اشارې له نوموړي او ملګرو ملتونو وغوښتل څو د افغانستان په اړه خپله بې طرفي وساتي.

طالبانو په دې اعلاميه کې ادعا کړې، چې د افغانستان د دولتي ادارو بوديجه له خپلو داخلي عوايدو برابروي، کارکوونکو ته معاشونه ورکوي او سوداګرو ته د اسانتياوو د برابرولو تر څنګ ېې د اقتصادي وضعې د ښه کیدو هڅې چټکې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هره اونۍ کابل ته د ملګرو ملتونو د څلویښت ميليون ډالري بشري مرستو د رسیدو خبر ورکوي او له نړيوالو د بشري مرستو زياتوالی غواړي.

د طالبانو لخوا پر اقتصادي ناورين انکار ځينو خلکو خندونکی ګڼلی او ویلي، چې طالبان د ټولو افغانانو او نړۍ پر وړاندې عجيبه سپین سترګي کوي.

2 COMMENTS

  1. وطن غریب دۍ بلکه ډیر غریب دۍ دا منو. موږ ته د غریبۍ علتونه هم معلوم دی چه اکثره یې د امریکا او غربیانو د غیر اخلاقی بندیزونو له امله دی. خو اقتصادی ناورین یو لوی تهمت دۍ ځکه چه په افغانستان کی نن سبا د پنځوسو کالو پاتی ارمانونه په پوره کیدو دی.
    زه خو وایم چه همدا نن سبا د زوریدلی او کړیدلی افغانستان د ابادۍ او ښیرازۍ ورځې دی.
    د ښاد او اباد افغانستان په هیله.

  2. د تالبانو د راتګ سره اقتصادی ناورین هم له افغانستانه تښتیدلې دی. دا هم د تالبانو په کراماتو کی حسابیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب