شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد هند، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې...

د هند، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د ثور ۱۵مه) د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو نن (جمعه) په افغانستان کې د یوه استازندوی حکومت د جوړېدا او د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

دوی دا خبره د هند په ګوا ایالت کې د شانګهای همکاري سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په یو ورځینۍ غونډه کې وکړه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس شنکر وویل:«د افغانستان ناوړه وضعیت د توجه په مرکز کې پاتې دی. زموږ هلې ځلې باید د افغانانو د ښېګڼې او سوکالۍ لور ته وي. زموږ په فوري لومړیتوب کې د بشري مرستو مهیا کول، د یوه حقیقي استازندوی او پراخ بنسټه حکومت یقیني کول، له تروریزم او د مخدرو موادو له قاچاق سره مبارزه او د ښځو د حقونو خوندیتوب شامل دي.»

تراوسه پورې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت، چې کابو دوه کاله وړاندې یې واک ترلاسه کړ، په رسمیت نه دی پېژندلی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وویل: «مسکو هیله لري چې د طالبانو مشران د یوه پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره پر خپلو ژمنو ودریږي.»

ده همداراز وویل:«موږ ته د بشري حقونو، د افغانستان په خاوره کې د امنیت د ټینګښت، د تروریستانو د ګواښونو د محوه کولو او د مخدرو موادو د قاچاق د مخنیوي ژمنې راکړل شوې دي او د دغو ژمنو پوره کېدو ته انتظار یوو.»

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر بلاول بوټو زداري وویل، د افغانستان اوسنیو شرایطو نوې ننګونې او فرصتونه پیدا کړي دي.

ده زیاته کړه:«افغانستان بیا بیا د سترو قدرتونو د لوبو په میدان بدل شوی، موږ د افغانستان د خلکو پوروړي یوو چې د تېر وخت تېروتنې بیا تکرار نه کړو.»

بلاول زرداري دا هم وویل:«نړیواله ټولنه باید په متحدانه ډول پر افغان چارواکو فشار ته دوام ورکړي چې په نړۍ کې منل شوي اصول ومني او د تعلیم په شمول د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.»

تېره اوونۍ د ملګروملتو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه کنفرانس کې هم د افغانستان پر اوسني وضعیت او د دې هیواد پر انزوا اندېښنه ښکاره شوه.

6 COMMENTS

  1. اوس به له منطقئی استعمار ګرانو سره مخ یو. دداسی وخت په هیله چی دکفر او سیکیولرانو له مداخلو پرته خپل وطن آباد کړو. تر هغه متقی سیب ته دی خیر وی چی څنګه افغانستان ته منطقه مجتاجه او افغانستان په خپلو پښو ودروی. مزل نوی دی او دغټ ابتکار کولو ته افغانستان احتیاج لری. هیله ده هغه کسان په ملت یی زړه خوښیږی په دنوی ازغنه لیار کی دطالبانو ملګری سی.
    دافغانستان هره محتاجی باید څرګنده کړو او دهغی دمحوی لیاری پیدا کړو. یوه محتاجی باید په بله بدله نکړو.

    • ای جاهله په قالو قالو عربی کلتور کې بند پاتې حیوانه ، ته يو بې شعوره انسان یې د طالب پلوې په داسې حال کې جنایت دی ، طالب يوه مرداره بې کلتوره دعربی محمد په پټو سترګو پيروان دي هغوې دومره جاهل دي چې درې درې ښځې کوي ، ښځې قصدا جاهلې ساتی چې استعمال یې کړي ! محمد خپله ډیرې ښځې لرلي خو یوه یې په ۵۰ کلني کې د ۹ کالو په عمر په نکاح کړه ! چې دا کار لوی جنایت دی وروسته یې داسلام دین په زور په درواغو په خرو عجمو قبول که ! خو عجم یې داسې په مذهبي ځنځير کې تړلي چې هیڅ حرکت نشي کولی ! دین د انسان لپار د بند او بندیخاني اوپيوم دی چې اولسونه یې په بدبختي ککړ کړي دي ! تر څو چې دا غلط بی منطقه جاهل دین وي بدبختي به ستاسو ملګرې وي ! عرب ورک اودین یې ورک ! ژوندی دوي ازادي ، دیموکراسې اود بشر حقوق! مرګ په عربي بی منطقه انتي انساني دین چې جاهل طالب یې عملي کوي !!

  2. دوی د په خپلو ملکونو کی ښه پراخه پراخه حکومتونه جوړ کړی او زموږ تښتیدلو غلو ته د هم په حکومت کی پراخه برخه ورکړی. زموږ حکومت همداسی ښه دی

    • هو تاسې خو هغه جاهلان یاست چې په جنګ، ګدایې او غلا خپل تجارت کوۍ ! درې درې ښځې کوۍ له ښځو څخه مو حیوانات جوړکړي د تعلیم حق نه ورکوۍ او هر څه د عربو او په زور ظلم منل شوي عربي جهالت اسلام پورې تړۍ چې په واقعت کې هیڅ منطقي او علمي اساس نلري ! تر هر څومره تاسو دعربي کلتور غلامي کوۍ په هغه اندازه به جاهل او وحشي حیوانات پاتې کیږۍ !!

  3. وا دلوپرو لوچکه. یو وخت یوه ملحد داستا په ډول کفری خبری کولی. وای زه ملحد یم. ما ورته وویل اول دی دخپل ماغرو طبی شهادتنامه راوړه چی ته په خبره پوهیږی که نه. نو لوپره تاته وایم چی تا خو داده ثابته کړی ده چی دعقل لخوا ډیر مسکین کس یی.
    زما په اند ملحد کسان ترټولو بیعقل خلک دی ځکه دوی ددی لیاقت ندی لرلی چی په جهان باندی سوچ وکړی. دوی ځان ته دخدای له انکاره شواهد نسی لرلای. نو هغه چی دخپلی عقیدی لپاره شاهد نلری او منطقی قناعت نو له هغه به څه تمه دعقل وسی. همدا خلک دنس په غم کی وی. حیوانان هم همداسی احساس لری.
    که دی ځان دخدای په انکار باندی قانع نکړای سوای بیا په دین باندی عقیده اسانه کیږی.
    لوپره ستا داسلام په اجتماعی سیستم باندی پوهه نرسیږی. که نه بیا دی دا خبری نسوای کولی. مالومیږی کوم اربکی کس وی چی دامریکایانو سرباز (انتحاری) وی. په دی فرق چی دسربازی په ځای فراری سوی یی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب