پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+استخباراتي جګړه | استاد شهسوارسنګروال 

استخباراتي جګړه | استاد شهسوارسنګروال 

۸مه برخها

 طالبان او د ډاکترنجیب الله برخلیک

له ټولو سياسي او پوځي هڅو سره سره طالبانو خپل وسلوال دېته وهڅول چې په کابل ورتويې شي خو د بتخاک په زاړه ګمرک کې د شا لخوا په ملا بورجان بريد وشو او د طالبانو پرمختګ يې ټکنی کړ.

ولې دوی په سر کې په ډېرې چټکۍ د کابل يو شمېر سيمې لاندې کړې، خو څرخي پله ته څېرمه ختيځ پلو ته چې کله د طالبانو دغه نامتو قومندان ملابورجان ووژل شو ، که څه هم يو شمېر انګېري چې بورجان په ورېښمين تنګي کې ولګېد ، خو د طالبانو جنګيالي نهيلي نشول .

سره د دې هم د ملا بورجان له مرګ نه وروسته د طالبانو ليکې په بشپړه توګه په دې پوی نشوې چې د دوی پياوړی قومندان وژل شوی دی، همغسې يې خپلو سرښندنو ته دوام ورکړ او د سپتمبر په ۲۶ مه نېټه د حربي پوهنتون په لور يې د سروبي لخوا پرمختګ ته لاره پرانسته او په ۱۹۹۶ کال د سپتمبر په ۲۷ نېټه د کابل په ښار ور ننوتل .

همدا رنګه طالب ځواکونو د ميدان ښار، چار اسياب او سروبي له لارو پرمختګ ته دوام ورکړ او د حکومت ځواکونه يو د بل پسې شاتګ ته اړ کړی شول.

که ملا بورجان وژل شوی نه وای ښايي د مخه کابل نيول شوی وای اودا سې انګېرنې شتون لري ، چې دی د پاکستاني استخباراتو له خوا ووژل سو. !؟

 پاکستان نه یوازې له ملا بورجان سره ستونزه درلوده دارنګه یې ملا عبدالغني برادرهم تر ډېره بریده نه خوښېده نوځکه خویې په ۲۰۱۰م کال دفبروري په ١٦ شپاړسمه مه نېټه ونيوه اوبندي یې کړ .

احمد شاه مسعود او په ټوله کې د اسلامي جمعيت وسلوال دومره نهيلي شوي ول چې جګړه ييزه وړتيا يې له لاسه ورکړې وه.

د دې لپاره چې مسعود خپل وروستی مورچل پلارنۍ ټاټوبی پنجشېر پياوړی کړی وي سپکې او درنې وسلې يې مخ په خير خانې روانې کړې.

هغه وسلوال او درنې وسلې چې د اسمايي غره په بېلابېلو سيموکې ځای پرځای وې د شاتګ امرورکړشو. همدا رنګه د بي بي مهرو، د تلوېزيون تپې او د کابل په شاوخوا کې نوروسیموکې ، چې کوم جګړه ييز توکي ځای پر ځای ول، د احمد شاه مسعود په سپارښتنه لومړی خيرخانې او بيا مخ په پروان حرکت ورکړ شو.

طالبانو هم پښې ورپسې لوڅې کړې او په ځغاسته يې کلکان، ميربچه کوټ، د بګرام هوايي ډګر، کره باغ، چيکل، د پروان نورې سيمې تر جبل السراج پورې يو د بل پسې ونيولې او د مسعود وسلوالو د پنجشېر تنګی والوزوه او د طالبانو مخه يې ډب کړه.

د پروان ولس مسعود ته له يوې خوا سپکې سپورې ويلې چې دی وتښتېده او موږ يې طالبانو ته يوازې پرېښود واو له بلې خوا د نظار شورا د کلکانو او مير بچه کوټ له سيمو نيولې تر جبل السراج پورې د شتمنو کسانو کورونه لوټ کړل او د هغوی شته يې له ځان سره پنجشېر ته ولېږدول.

پخوا تر دې چې کابل د طالبانو په ولکه کې پرېوځي، دوی لومړی ملا عمر د طالبانو د تحريک مشر او بيا يې د امير المومنين په نوم غوره کړی و.

دی په خټه هوتک او د کندهار اوسېدونکی و، په ۱۹٥٩ ز کال د پنجوايي په نوده کلي کې زېږېدلی او د مجاهد په نوم يې شهرت درلود، دا ځکه چې د شوروي تيري کوونکو په وړاندې د مولوي محمد نبي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي تنظيم په لیکوکې جهاد کړی و.

کله چې د طالبانو حرکت پيل شو، د دوی لومړی غونډه د پېښور په يکه توت او يا نوبهار کې وشوه.

په سر کې دوی (۹) تنه ول، ولې کله چې کوټه کې ناسته وکړه (۱۱) تنه شول، که څه هم ځنې انګېري چې په دغه غونډه کې د دوی شمېر (۱۲) تنو ته رسېده.

د طالبانو غورځنګ يو ساده تشکيل درلود او خپل حکومتي جوړښت او تشکيل ته يې «اسلامي امارت» وايه. د اسلامي امارت مشر ملامحمدعمرمجاهد وه، چې تر څنګ يې يوه (۹) کسيزه شورا هم وه چې د کندهار د شورا په نوم نامتو وه.

همدا راز دوی د عملياتو مشري هم په غاړه درلوده، فرمانونه يې هم خپرول، کابل کې د اجرايوي ځواک په نوم يوه بله دويمه درجه (۲۷) کسيزه شورا هم درلوده، ولې وروستۍ پرېکړه د کندهار د شورا په واک کې وه .

ملامحمد رباني د هېواد صدراعظم وه او له دې سربېره يې د يوې (۶) کسيزه شورا مشري هم په غاړه وه.

د طالبانو د غورځنګ يو بل نامتو غړی مولوي قلم الدين وه، دی ځکه د ډېر واک او ځواک څښتن وه چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت مشري يې په غاړه وه.

د هېواد قضايي چارې د سترې محکمې لخوا چې مشر يې نور محمد ثاقب وه تر سره کېدې، د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل، د کندهار والي ملا محمد حسن اخون، ملاضعيف، مولوي شهاب الدين، مطمئن، ملابورجان، ملا مشر، د کلتور وزير امير خان متقي، ملايارمحمد، د شمال قومندان مولوي احسان الله، د کورنيو چارو وزير ملا عبدالرزاق، ملا عباس، غوث او په لسګونو نور د دوی نامتو مشران او قومندانان ول چې په مخامخ جګړو کې ونډه اخېسته.

دوی ټولو د ملامحمدعمر مجاهد اطاعت کاوه، دا ځکه چې دی يې اميرالمئومنين ګاڼه او دغه لقب د اميرالمومنين حضرت عمر رضی الله عنه له خلافت نه مسلمانانو ته په يوه سپېڅلي ميراث پاتې دی .

د افغانستان په معاصر تاريخ کې دوست محمد خان د يو شمېر ديني عالمانو نه د خپلو وروڼو په وړاندې د امير فتوا ترلاسه کړه چې بيا وروستيو پاچاهانو ته هم وکارول شوه.

دمخه مو وویل چې حکومتي فرمانونه به د اميرالمومنين په لاسليک چې د قانون بڼه يې درلوده خپرېدل. دوی ډېرې شرعي پرېکړې د يوه نامتو ملا «ملا حسن جان» چې د پېښور د يوه جامع جومات خطيب وه په سپارښتنه کولې.

که څه هم دغه ملا او د ده په څېر نورو او ان فضل الرحمن داسې فتوې نه ورکولې چې د پاکستان د حکومت خلاف وای ، ولې ملا محمد عمر بيا داسې فرمانونه ورکول چې ټوله نړۍ ورته ګوته په خوله وه .

نوموړي د جولای په (۱۴) نېټې د يوه فرمان په ترڅ کې اعلان وکړ، هغه رالېږدوونکي توکي چې له بهر نه افغانستان ته راځي بايد پرې عکسونه او انځورونه  ونه لري.

کله چې طالبانو کابل ونيوه په ۱۹۹۶ کال د سپتامبر په مياشت کې په همدې سبا د کابل په اريانا څلور لاره کې ډاکتر نجيب الله په ډېرې بې رحمۍ په دار وځړاوه .

ماته (ليکوال) په لندن کې ولي خان وويل چې موږ ډاکتر نجيب ته یوکس ولېږه اوورته وموويل چې موږ دې پېښور ته بيايو ده نه منله ځکه ډاډه و.

د طالبانو په دې کار د کابل يو شمېر ښاريان ډېر خواشيني شول اوهغه مهال چې د ملاغازي په مشرۍ څو طالب جنګيالي د ملګرو ملتو دفترته ورغلل اوبیا یې نجيب الله را ووېست ، له وهلو ټکولووروسته یې په اريانا څلورلاره کې لومړی ملايارمحمد دی وويشت او بيا يې د اوبو په پيپ ځوړند کړ، ورپسې د هغه ورور احمدزی يې وواژه.

د ملګرو ملتو ادارې هم خپل غبرګون وښود او د طالب چارواکو دغه کړنه يې په سختو ټکو وغندله.

د ملګرو ملتو له دفتر نه يې د نجيب الله ايستل د دې ټولنې سپکاوی وګاڼه.

کله چې شورای نظار له کابله وتل رباني او مسعود ترې غوښتنه کړې وه چې له دوی سره لاړ شي، وې نه منله.

طالبانو تر دغه دمه د هېواد څو مهم ښارونه لکه کندهار، هرات، کابل او جلال اباد نيولي ول، پدې کوښښ کې ول چې د افغانستان پنځم لوي ښار چې مزار شريف و، هم لاندې کړي ، ولې له يو شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان شول .

طالبانو چې پروان او د کاپيسا يو شمېر سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، د جمعيت او د نظار شورا غړي يې تر ګواښ لاندې ونيول، د سيمه ييزو ناندريو له امله يې د ناسمو اطلاعاتو له بابته ډېرو کسانو ته زيانونه واړول، ډېرو کسانو ته يې مرګ ژوبله ورسوله ، وهل سپکاوی او د سپکو سپورو ويل خو د هر طالب د ژبي په سر وو.

مسعود، له دې څخه ګټه واخسته د شپې لخوا يې خپل وسلوال رالېږل، په پروان او کاپيسا کې په طالب وسلوالو بريدونه کول.

بصير سالنګى بيا د لښتي په دواړو غاړو کې څرېده ، کله چې به يې د طالبانو توله درنه وليده نو طالب چارواکو ته به يې سر خوځوه، ولې کله به چې سيال لوری ورته ځواکمن ښکاره شو نو بيا يې د شا له لوري په طالبانو ګذار کاوه.

ويليام ميلي د نوموړي په تړاوداسې  کښلي دي :

«طالبانو غوښتل چې له سالنګ نه واوړي، دا ځکه چې د مسعود نامتو پلوي بصيرسالنګی په غير منتظره توګه له طالبانو سره ملګری شو.»[1]

د طالبانو لپاره دا يوازينی ګواښ نه وه چې د هېواد په دغه سيمه کې د طالبانو غورځنګ ورسره مخ وه، بلکې د هېواد په لوېديځ او شمال لوېديځ کې په ځانګړي ډول د بادغېس په ولايت کې هم له ګڼو غبرګونونو سره لاس او ګرېوان ول.

د اسلامي جمعيت او د حکومت چارواکو لا دمخه تورن اسمعيل خان ته يو شمېر وسلوال، له پيسو او وسلو سره يو ځای ورلېږلي ول.

د بادغېس په بريد کې هم د طالبانو ستونزې نېغ په نېغه د افغانستان د يو شمېر نورو سيمه ييزو پېښو سره په تړاو کې وې.

 د ساري په توګه په چاريکارو کې د طالبانو د ناوړه چلند پر وړاندې د خلکو پاڅون چې د اسلامي جمعيت غړو ترې ښه استفاده وکړه، همدا ډول په بادغېس کې هم د اسمعيل خان وسلوالو په طالبانو مرګوني ګذارونه وکړل او د ۱۳۷۶کال په سر کې طالبانو ډېره درنه مرګ ژوبله وليده، ان دا چې بېرته مخ په هرات شېوه شول.

ملابرادر او ملا عبدالرزاق د مخابرې په ليکه له ملامحمدعمر سره د خپلې ماتې په تړاو وغږېدل او هغه ډاډ ورکړ چې ډېر زر به د څو ورځو په ترڅ کې تاسو ته نوي ځواکونه در واستول شي.

درې ورځې وروسته ګڼ شمېر تازه دمه جنګياليان له هرات نه مخ په بادغيس وخوځېدل،چې له هغو سره مرسته وکړي .

له يوې خوا د طالبانو، شمال لوري ته د دوی پرمختګ وه او له بلې خوا د رسول پهلوان د وژلو په تور، د جنرال دوستم پر وړاندې د هغه د وروڼو جنرال عبدالمالک او غفار پهلوان پاڅون و چې، طالبانو ترې ښه ګټه واخسته ، که څه هم جنرال عبدالمالک د رسول پهلوان د ښخېدو په مراسمو کې وويل:

رسول پهلوان (۷) وروڼه لري، دا هر يو به لکه د دوستم د وروڼو په څېر د هغه ملاتړي وي، په دغه وخت کې مالک، د دوستم لخوا د فارياب د والي په توګه غوره شوی وه او بل ورور يې ګلی پهلوان د «۵۱۱» فرقې قومندان و.

که څه هم په بشپړه توګه دا څرګنده نشوه چې آيا رسول پهلوان د دوستم په سپارښتنه ووژل شو او که د ده د خواښې او خسر د قاتلينو تر ګواښ لاندې راغی؟

کوم چا چې په ده بريد وکړ، هغه ووژل شو او د ده د وژلو لامل څرګند نشو، خو يوه خبره له پخوا نه څرګنده وه چې له دوستم نه وروسته رسول پهلوان د ډېر ځواک څښتن وه چې لږ تر لږه د څلوېښت زره په شاوخوا کې جنګيالي د ده تر شا ولاړ ول.

ښايي د جنرال مالک خبرو به دېپلوماتيک اړخ درلوده د ده وروڼه او په دې لړ کې رسول پهلوان پوځي شخص وه، ولي مالک د سياسي فکر څښتن و.

وروسته پېښو وښوده چې د «بروجردی» په منځګړيتوب جنرال دوستم ته وړانديز وشو چې تورن اسمعيل خان سره مرسته وکړي چې د طالبانو پر وړاندې خلک وسلوال پاڅون ته وهڅوي.

تورن اسماعيل خان د هرات له ماتې وروسته د نظار شورا او جمعيت له يو شمېر کسانو سره مشهد ته تښتېدلی وه.

د همدې منځګړيتوب په ترڅ کې د ايران دولت، اسماعيل خان ته ډېرې وسلې او پيسې ورکړې چې د دوستم په پوځي ملاتړ بادغېس ته راشي.

طالبانو چې وليدل د دوستم ځواکونه په پروان کې له طالبانو سره د احمد شاه مسعود د ځواکونو په ملتیا په جګړه بوخت دي ، نو ځکه يې بادغېس يو ځل بيا تر اور لاندې ونيو.

مسعود که څه هم جنرال دوستم ته ښه نيت نه درلود ولې د ګډ دښمن په وړاندې، دوی د يوې غونډې په ترڅ کې (۱۳۷۵کال د عقرب مياشت) چې د برهان الدين رباني، احمدشاه مسعود، جنرال دوستم، کريم خليلي او يو شمېر نورو په ګډون جوړه شوې وه، د رايو په اتفاق يې عبدالرشيد دوستم د افغانستان د دفاع شورا رییس په توګه غوره کړ.

طالبان د خپل پوځي تکتيک له مخې دې پايلې ته ورسېدل چې لومړی بايد د خپلو وسلوالو سيالانو يووالی وګواښي او بيا خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

طالبانو په خپل مرګوني او پرېکنده بريد له درې لارو نه پر دښمن بريد وکړ، لومړی يې تر «پولي متک» پورې د جنبش وسلوال په شا وتمبول او بيا يې د غوربند، تګاو، نجراب او کاپيسا له لوري د احمدشاه مسعود، بصير سالنګي، د وحدت ګوند ځواکونه تر اور لاندې ونيول… نو همدا لامل وه چې نظار شورا يو ځل بيا د پنجشې غروالوځوه ټول جنګيالي يې د پنجشېر کلا ته ننه اېستل.

د کريم خليلي وسلوال شبر ته وتښتېدل او د جنبش ځواکونه شمالي سالنګ ته وتمبول شول… طالبانو چې د کوه دامن په پراخه سيمه خپلې اوسپنيزې مورچلې جوړې کړې، نو بيا يې د ۱۳۷۶ کال په سر کې په مرغاب باندې يو خونړی بريد ترسره کړ او يو د بل پسې يې ډېرې سيمې لاندې کړې.

دوستم وليدل چې د وروستيو پېښو ډېر زيان ده ته رسېږي ځکه چې له يوې خوا طالبان کوښښ کوي چې له شمالي سالنګ نه را واوړي، له بلې خوا د شبر له لارې د باميانو له نيولو وروسته مخ په مزار وخوځېږي او دريم ستر ګواښ هماغه د بادغيس نيول دي چې د شمال دروازه ګڼل کېږي… نو په همدې بنسټ يې جنرال مالک ته سپارښتنه وکړه چې د مرغاب پوځي ليکې پياوړې کړي.

عبدالرشيد دوستم له احمدشاه مسعود او خليلي سره په سلا پرېکړه وکړه چې د وحدت ګوند د غوربند له لارې، د احمد شاه مسعود جنګيالي د پنجشېر له خوا او د جنبش ځواکونه د مرغاب له لوري په طالبانو بريدونه وکړي.

د روان کړکېچ په تړاو، نه يوازې پاکستان د طالبانو تر شا په سياسي او پوځي پېښو کې ښکېل وه بلکې دا رنګه ايران او روسان هم د شمالي ټلوالې ترشا خپلو مرستو ته ټټر واهه.

د «بروجردي » هڅې د ايران قنسلګرۍ اړيکې او د ايران د بېلابېلو استازو راتلل، له احمد شاه مسعود او عبدالرشيد دوستم سره د دوی ليدنه او کتنه . . . دا ټول هغه څه وه چې په افغانستان کې يې د جګړې لمبې بلې وساتلې.

همدا راز د روسيې يو استازی د يوه پلاوې سره چې د لوی درستيز مرستيال« نيکلای »او د روسيې د پارلمان يو غړی هم ورسره مل وه، په پلخمرې کې يې ژمنه وکړه چې له شمال ټلوالې سره به د پيسو او وسلو مرسته کوي او ان تر دې چې د «سو» پنځه، بم غورځوونکې الوتکې يې هم په واک کې ورکړې.

روسانو د دغې خبرې ټټر هم وواهه چې د تېر په څېر به د افغانيو چاپ ته دوام ورکړي .

 وروسته څرګنده شوه چې د رباني د واک په مهال روسانو اته زره (۸۰۰۰) ميليارده افغانۍ دويته چاپ کړې وې.

له کورنيو او بهرنيو مرستو سره سره، د افغانستان په شمال کې داسې يوه بېړنۍ پېښه مينځته راغله چې د پېښو لورۍ يې په بشپړه توګه د طالبانو په ګټه واړوه، چې د دې پېښو يو ستر لامل د جنرال عبدالمالک رول وه چې په ناڅاپي توګه طالبانو ته واوښت. ( نوربیا )

2 COMMENTS

  1. ګران استاد شهسوارسنګروال صیبه، د وکیل کودتا د سویس د حکومت له لارې سر ته ورسوله شوه، زه شاهد یم، ما سره وکیل ، فرید مزدک، یار محمد او د تاجکستان قونسل او د سویس بوخرر، جنرال شتاهل او د سویس د خارجې وزیر کابل ته استول شوی کس یو ځای کېنوئ او بیا به پوه شئ چه اصلي خبره چېرې ده! دا ټول اوس او پخوا له څو سوؤ کلوُنو رهیسې بې خبر نانځکې د غربیانو وې چه راوړل شوې او دې له پاره چه بدنام نشی د هر یو وطن خلک پخپله خلک یې له مینځه وړي! تحقیقاتي کتابوُنه زیاد لیکل شوي دي. کوندې دوه کاله مخ کې معلوم شو چه سویس د سی آی یې اد د آلمان د استخباراتو نوکر او۰۰څټونکی دی او پیسې یې له اویا یا اتیاؤ کلوُنو راهيسې دا کار د یېطرف حکومت نامه لاندې مخې ته وړل او غلامي یې کول! او په اصل کې د پښتنو له مینځه وړلو پلان دی! او ورپسې د هزارګانو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب