سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+څېړنې وايي موسیقي عملیات اسانه کوي

څېړنې وايي موسیقي عملیات اسانه کوي

تاند(چهارشنبه/اپریل۲۵) یوه نوې څیړنه وایي چې موسیقي د هغه ناروغ وېره او وارخطایي کمولای شي چې ډاکتران یې د عملیات کولو په حال کې وي.

 د انګلستان په اکسفورد کې د جان راډکلیف روغتون د ډاکترانو یوې ډلې ویلي دي چې دوی ته معلومه شوې ده چې کله د ناروغ د بدن یو غړی یا یوه برخه د جراحي لپاره بې هوشه وي ، خو پخپله دی په سد وي، نو دغه وخت که ده ته پوست موزیک غږېږي، دغه موزیک به ورباندې ښه اثر پریباسي. دغه ډاکتران د شپږ نوي ناروغانو له مطالعې وروسته دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د جراحي تر چاړې لاندې ناروغانو ته موسیقي ګټوره ده.

 تر عملیات لاندې ناروغانو باندې د موسیقي د اغیز د معلومولو لپاره ډاکترانو په اته څلوېښت ناروغانو باندې د جراحي په وخت موسیقي واوروله او په اته څلوېښت نورو یې موسیقي وانه وروله. هغوی چې موسیقي یې اورېدلې وه، د هغوی په نسبت چې موسیقي یې نه وه اورېدلې، یو په دریمه برخه لږ وېرېدلي او وارخطا شوي وو.

 په دې اړه په خپاره شوي راپور کې لولو چې کومو ناروغانو موسیقي اورېده ، د عملیات په وخت کې یې نسبت هغو نورو ته سا ارامه ایستله او ناکراري یې کمه وه. رپورټ وایي چې د موسیقي اورېدونکو ناروغانو د عملیات په وخت په متوسط ډول په دقیقه کې یولس ځله سا اخیسته خو هغو نورو چې موسیقي یې نه اورېده او په بې اوازه کوټه کې یې جراحي کېدله، په دقیقه کې په متوسط ډول دیارلس ځله سا اخیسته او د دې معنا دا ده چې دوی نسبتا وارخطا او پریشان وو.

 د جان راډکلیف روغتون د ډاکترانو په قول، د ناروغ ارام ذهن د هغه له ژر ښه کېدو سره مرسته کوي خو که د ناروغ ذهن ناکرار وي نو علاج یې ممکن یو څه ډېر وخت واخلي. ډاکتر عازم سعدالدین چې په ناروغانو باندې د موسیقي د اغیز په باره کې دغه تحقیقات د ده تر مشرۍ لاندې تر سره شوې، ویلي دي چې تر دې دمخه هم څیړنو ښودلې وه چې په ناروغانو باندې موسیقي مثبت اثر پریباسي. اوس چې د دوی نوې څېړنې هم پخوانی نظر تایید کړ، پکار ده په دې باره کې لا زیات تحقیق وشي او ډاکتران په دې  اړه وروستۍ پریکړه وکړي چې ایا د عملیاتو په خونه کې دې چوپتیا وي او که دې موزیک غږیږي؟

 ډاکتر سعدالدین وایي چې د عملیات په خونه کې چې موزیک غږېږي، په جراحانو باندې یې هم مثبت اثر پرېوزي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب