یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱ وسله وال طالبان...

دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۱ وسله وال طالبان وژل شوي

تاند (سه شنبه د ثور ۱۴) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې ۱۸۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت نن سه شنبه/ د ثور ۱۴/ په یوه خبرپانه کې ویلي چې دغه وسله وال د امنیتي او دفاعي ځواکونو په متقابلو بریدونو او نښتو کې په لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمند او بغلان ولایتونو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې په دې علمیاتو کې د دولت ضد وسله والو یوه اندازه وسلې او مهات هم له منځه وړل شوي.

دفاع وزارت دغه راز زیاتوي چې د ملي اردو ځواکونو هغه بېلابېل ډوله ۹۴ ماینونه هم کشف او شنډ کړي چې وسله والو طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای کړی و.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یوه بیان کې ویلي چې د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د دوی په بریدونو کې ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۱۶ نور ژوندي نیول شوي.

نوموړي د یوې غټې قرارګاه د سقوط خبره هم کړې او وايي چې په دې برید کې د افغان ځواکونو یو شمېر وسلې او مهمات د دوی لاسته ورغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب