جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ننګرهار له بڼونو به سږکال ۶ نیم زره ټنه تازه میوه...

د ننګرهار له بڼونو به سږکال ۶ نیم زره ټنه تازه میوه ترلاسه شي

تاند (سه شنبه، د ثور ۱۴مه) د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولانو نن د تازه میوو د یو ورځني نندارتون پرمهال وویل، چې په دې ولایت کې  به سږ کال د لوکاټو، شفتالو، الوچو او نورو سخت زړو مېوه جاتو څخه شاوخوا ۶ نیم زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.

د ننګرهار د کرنې رئیس انعام الله ساپي و ايي، سږکال یې د تېرو کلونو په پرتله د تازه مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ساپي په خبره په دې ولایت کې ۸ ډوله شفتالو، ۸ ډوله الوچې، ۲ ډوله زردالو او ۱۲ ډوله لوکاټ شته، چې سږ کال به ۵۵۰۰ ټنه د شفتالو، ۴ سوه ټنه د الوچو، ۳۵۰ ټنه د زردالو او ۲ سوه ټنه به د لوکاټو څخه حاصلات تر لاسه شي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه راز سږ کال په ننګرهار کې د ځمکني توت څخه ۱۵۰ ټنه حاصلات تر لاسه شوي دي.

د کرنې رئیس وایي، چې سږکال په پلان کې لري څو په دې ولایت کې ۲۲ سوه جریبه نور باغونه هم جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...