Homeخبرونهدفاع وزارت په هلمند کې د القاعدې د ۲۲ غړیو د وژل...

دفاع وزارت په هلمند کې د القاعدې د ۲۲ غړیو د وژل کېدو خبر ورکړ

تاند (سه شنبه د ثور ۱۴) د افغانستان د ملي دفاع وزارت په هلمند کې د القاعده شبکې د ۲۲ غړیو د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت نن سه شنبه/ د ثور ۱۴/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي دي چې په پایله کې د هند قارې لپاره د القاعده شبکې ۲۲ غړي وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې وژل شوي کسان اصلي د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکي و.

وسله والو طالبانو بیا تر دا مهاله په هلمند کې د القاعده شبکې د جنګیالیو د وژل کېدو په هکله څه نه دي ویلي، خو لښکرګاه ته نژدې د ځینو سیمو د نیولو ادعا یې کړې ده.

د یادونې ده چې په هلمند کې له تیرو څو ورځو راهیسې جګړې زیاتي شوي چې له امله زرګونه کورنۍ هم بېځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...