پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهجهاني عُمرا خان او شیرافضل | عبدالباري جهاني

 عُمرا خان او شیرافضل | عبدالباري جهاني

د نونسمي پېړۍ په پښتنو کي که د یوه چا کیسه د ژمي د شپو د افسانو لاړ ته لوېدلای سي هغه به د عُمرا خان د ژوند د لوړو ژورو نکل وي.  

اکثر منابع وايي چي عُمرا خان د ۱۸۶۰ په شاوخوا کي د باجوړ د خان، امان الله خان په کورکي زېږېدلی دی. امان الله خان د هغه فیض طلب خان زوی وو چي په ۱۸۶۳ کال کي د امبېلې په جنګونو کي، چي هم مجاهدینو او هم برټانویانو ته سخت تلفات پکښي ورسېدل، د سوات د اخوند صاحب سره تر پایه په مړانه ودرېدی او نوم یې د پښتنو اولسي سندرو ته ولوېدی. په دې حساب نو ګواکي عمراخان د هند له برټانوي حکومت سره دښمني له پلار او نیکه څخه په میراث وړې وه. 

ویل کیږي چي په ډېره تانده ځواني کي یې له خپل پلار سره زړه بد سوی او کورکلی یې پرې ایښی وو. دا هم ویل کیږي چي، په ۱۸۷۹ کال کي، د پلار له ناڅاپي مړیني څخه وروسته، چي هیچا ته یې علت څرګند نه سو او هر چاته مشکوک ښکارېدی، له خپل مشر ورور زمان خان سره چي، د پلار له مړیني وروسته، یې د جندول خاني قبضه کړې وه، ګوزاره نه کېدله او هغه یې ځکه د وژلو تکل کړی وو چي عُمرا خان په خپلو ټولو همزولو کي غښتلی او سرکښه وو. ورور یې له دې ویري چي هسي نه یو وخت د جندول خاني ورڅخه وانه خلي او یا لږترلږه لويي ستونزي ورته پیښي نه کړي د هغه د وژلو لپاره دسیسې کولې. عُمرا خان، چي په تش لاس او یوازي سر یې د خپل ورور سره مقاومت نه سوای کولای، له کلې کور څخه وتښتېدی. یو کال د هغې سیمي په غرونو کي دلته هلته ګرځېدی او لوږي تندي او سړې شپې یې تېرولې. تر څو چي په یوه وسیله حج ته ولاړ. څرنګه چي ورور ته یې  پوره دوه کاله په هیڅ ځای کي پته ونه لګېده نو د ورور زړه یې هم د هغه له طرفه بېغمه سو. ویل کیږي چي په مکه معظمه کي یې یوه شپه خوب ولیدی چي د خپلي سیمي یو لوی خان ورڅخه جوړ سوی وي. همدغه خوب یې وینو او زړه ته زور ورکړ او ډېر ژر یې له هغه ښاره څخه د خپل پلرني ملک پر لور حرکت وکړ. دی له مکې څخه روان سو او په دې عقیده وو چي په خوب کي الهام ورته سوی او باید چي دا خوب بالاخره ریشتیا کړي. څرنګه چي بله سرپناه یې نه درلوده نو بیا یې هم د جندول په څنډو کي د خپلوانو سره اوسېدل غوره کړل. خپلوانو یې ځکه سمه ګوزاره ورسره ونه کړه چي یا به یې هغه د اوږو بار باله او یا به یې د مشر ورور له دښمنی څخه، چي دا وخت د جندول لوی خان وو، بېرېدل. عُمرا خان له دې ځایه هم ولاړ او له ځان سره یې فیصله وکړه چي باید داسي کار وکړي چي د خلکو او سیالانو توجه ور واړوي او هغوی د یوه غیرعادي پښتون مېړه په سترګه ورته وګوري.

په پېښور کي عسکري خدمت ته شامل سو او ډېر ژر یې له یوه سپاهي څخه توپک او یو څو مرمۍ وتښتولې او له دې مرګانی وسلې سره بیرته جندول ته ولاړ. د شپې په تیاره کي خپلي قلا ته ننووت او لوړ یې په یوه کړکۍ کي ځای ونیوی. په دې کړکۍ کي یې ټوله شپه ویښه تېره کړه او سهار چي یې ورور، په بېغمه زړه، د قلا انګړ ته راووت. عُمراخان ډز ورباندي وکړ او له یوه ډزه سره یې ځای پر ځای مړ کړ. د قلا انګړ له ویرژلو او د ده د مشر ورور له سړیو او ساتونکو څخه ډک سو. عُمرا خان له کړکۍ څخه ږغ کړه چي زه عُمرا خان یم او نور نو د جندول خانې په ما اړه لري. خلکو د کړکۍ پر لور هجوم ور ووړ. عُمرا خان دوه درې تنه نور هم وویشتل او په دې ګړي کي د هغه مور، په سرو ساندو، د قلا انګړ ته راووتله او ویل یې زما مېړه مړ سو، یو زوی مي ووژل سو بل مي تاسي را وژنی، زه به څه کوم؟


خلک تلولي سوه او نه پوهېده چي څه وکړي. عُمرا خان، له خپل ذاتي او بې مثاله زړه ورتوب سره، له کړکۍ څخه لاندي راکښته سو. خلکو هیڅ ورته ونه ویل او ده خپله مور په غېږ کي ټینګه ونیوله. له دې پیښي سره ګواکي هر څه ختم سوه. خلکو یوه بل ته سره وکتل. خپلي وسلې یې کښېښودلې او خپل نوي خان ته سلامي سول.

عُمرا خان ته معلومه وه چي د جندول خاني یوازي په پیسو نه ساتله کیږي او د ده هغه لیدلی خوب له وسلو پرته نه ریشتیا کیږي. د خپل ورور څخه پاته سوي پیسې یې واخیستلې او په جندول کي یې اعلان وکړ چي ښو توپکو او مرمیو ته ضرورت لري او په ښه بیه یې اخلي. په لږه موده کي یې زیات وکم پنځوس غښتلي ځوانان پیدا کړل او ټولو ته یې عصري توپکونه ورکړل. نه په جندول کي له چا سره دونه پیسې وې چي دی یې ورڅخه واخلي او پوځ په جوړ کړي او نه یې له ورور څخه دونه پیسې پاته سوي وې چي د ده د وسلو، د پوځیانو د خرڅ خوراک او راتلونکو نقشو د عملي کولو لپاره دي کفایت وکړي. 

لومړی یې د خپلو پولو سره نیژدې یو کلی ونیوی. کله چي یې ولیدل چي له زیات عکس العمل سره مخامخ نه سو نو بل کلی یې هم ونیوی او پر خلکو یې مالیه حواله کړه. د دیر د خان، محمدشریف خان څو کلي یې لاندي کړل. هغه تر یوه وخته حوصله وکړه خو بالاخره له عُمراخان سره د جنګ اعلانولو ته مجبور سو.

عُمراخان، دا وخت، د دریو سوو په شاوخوا کي پوځیان او غښتلي ځوانان درلودل. هغه په دې لږه قوه د دیر د خان له پنځو زرو پوځیانو سره مقابله نه سوای کولای. له بلي خوا د دیر له خان سره که نن نه وي سبا جنګ ته مجبور وو؛ ځکه چي دی یوازي د دیر د کلیو په لاندي کولو او له اوسېدونکو څخه یې د مالیې په اخیستلو نه قانع کېدی بلکه غوښتل یې چي ټول دیر لاندي او تر خپل کنټرول لاندي راولي. د دیر له خان سره د جنګ کولو لپاره یې د سوات له واکمن ( د اخوند صاحب زوی ) میاګل عبدالحنان سره لاس یو کړ او د هغه په مرسته یې د محمدشریف خان عسکرو ته، چي زیاتره غیرمنظم قبیلوي جنګیالي ول، ماته ورکړه. 

عُمراخان، په دې توګه، د سوات د میاګل او د دیر د محمدشریف خان ترمنځ دښمني منځته راوړه. ډېر وخت لا تېر سوی نه وو چي محمدشریف خان ته یې د دوستی لاس اوږد کړ او له هغه سره د مخالفت او جنګ پړه یې د سوات پر واکمن باندي واچوله؛ او په دواړو یې پر سوات باندي حمله وکړه. میاګل د عُمرا خان د منظم او روزل سوي واړه پوځ او د دیر د خان د قبیلوي جنګیالیو د ناڅاپي حملې توان نه درلود او ډېره سخته ماته یې وخوړه. په جنګ کي د دې ماتي له امله یې نه یوازي ځیني سیمي له لاسه ورکړې بلکه د سوات په قبایلو کي یې د پیرۍ او واکداری ګډ اعتبار هم زیانمن سو.

د جندول واکمن عُمراخان، چي له لویه سره یې د دیر د ټولي سیمي د لاندي کولو او په خپل قلمرو کي د شاملولو خیال درلود، د دیر د خان د قتلولو نقشه جوړه کړه. د دیر خان په نقشه خبر سو؛ خو څرنګه چي له عُمراخان سره یې، چي اوس تر پخوا څو چنده غښتلی سوی وو، د مقاومت توان نه درلود نو افغانستان ته یې د مرستي لاس اوږد کړ.د دیر له خان سره دې پالیسی، چي ښايي د افغانستان امیر ته به یې څه امتیازات هم ورکړي وي، تر یوه وخته پوري مرسته وکړه. عُمراخان لا دونه غښتلی سوی نه وو چي ځان د افغانستان د پاچا په څېر یوه قوي دښمن سره مخامخ کړي نو د فرصت په انتظار کښېنستی او د خپل قلمرو په شاوخوا کي  د وړو کلیو په لاندي کولو بسیا سو. څه وخت وروسته، امیر عبدالرحمن خان ته، د هیواد په شمال کي، د خپل کاکا د زوی سردار محمداسحق خان د ښورښ ستونزه پېښه سوه او امیر عبدالرحمن خان هغي سیمي ته دونه قوت متوجه کړ چي د عُمراخان او د دیر د خان خواته یې توجه کول په وس پوره نه وه. عُمراخان موقع غنیمت وبلله او پر دیر باندي یې داسي حمله وکړه چي محمدشریف خان یې تېښتي ته مجبور کړ.  

عمراخان تر ۱۸۹۲ کال پوري د ټول باجوړ کنټرول واخیست او د شاوخوا ټول خانان یې له قدرت او حملو څخه په ډار کي ول. هغه د هر جنګ له میدان څخه بریالی را ووت او بالاخره یې خپله لومړۍ ماته هغه وخت وخوړه چي د افغانستان له پوځونو او سپه سالار غلام حیدرخان سره، چي د اسمار په فتح کولو لګیا وو، مخامخ سو. انګلیسیانو په ۱۸۹۳کال کي د ډیورنډ د تړون له لاسلیکولو څخه وروسته، د ۱۸۹۴ کال د ډسمبر په میاشت کي خپل یو هیات د کنړ سیمي ته، د پولي د ځینو برخو په نښه کولو لپاره لېږلی وو.عمراخان  په دغه وخت کي خپل ځان د اسمار څنډو ته رسولی وو او د هغي سیمي د فتح کولو خیال یې درلود. امیر عبدالرحمن خان اسمار د افغانستان خاوره بلله او لا یې په چترال هم دعوده درلوده ؛ ځکه نو سپه سالار غلام حیدرخان د عمراخان د پوځیانو مخه بنده کړه.عمراخان په دې جنګ کي، چي تر ځان له قوي سړي، منظمو او زیاتو پوځونو او عصري وسلو سره مخامخ سو داسي ماته وخوړه چي مخامخ یې د چترال خوا ونیوله. سپه سالار غوښتل چي عمراخان تعقیب کړي؛ خو انګلیسیانو، چي نه یې غوښتل د سپه سالار او امیر عبدالرحمن خان لښکري د چترال سیمي ته ننوزي، سپه سالار د نور پرمخ تللو څخه منع کړ او په دې توګه عمراخان د هغه له تعقیبه وژغورل سو.  

عمراخان په همدغه کال د ناوګی له خان، صفدرخان سره مخامخ سو او د هغه له لاسه یې یوه بله سخته ماته وخوړه او خپلي ډیري سیمي یې له لاسه ورکړې. په دې توګه، عمراخان ته یوازي باجوړ ورپاته سو. عمراخان د کرار کښېنستلو سړی نه وو او د خپل قلمرو د زیاتولو او صفدرخان ته د سزا ورکولو لپاره یې قواوي را غونډي کړي. ډېره عجیبه دا ده چي د دیر محمدشریف خان یې یو ځل بیا وغولاوه او د ناوګۍ د صفدرخان په مقابل کي یې له ځان سره ملګری کړ. صفدرخان ته یې، لکه څرنګه چي عمراخان فکر کړی وو، هغسي ماته ورکړه او هغه خپل ټول قلمرو عمراخان ته پرېښود. عمراخان ډېر ژر د دیر خان، چي تازه یې ورسره ملګری کړی وو، پسي واخیست او په دې ډول د باجوړ، دیر او ناوګۍ ټولي سیمي د هغه په لاس کښېوتلې، او حتی د سوات او بنیر قبایل یې هم واکمنی او سلطې ته تسلیم ول. نیومن ص ص ۱-۵

 د ډیورنډ موافقه په ۱۸۹۳ کال کي لاسلیک سوه او د کنړ په ځینو سیمو په تېره بیا اسمار کي د کرښي په نښه کولو لپاره د پېښور د کمیشنر ریچارډ اوډني تر مشری لاندي یو هیات وټاکل سو چي تامس هولډیچ د اوبو د یوه متخصص او انجنیر په حیث ورسره ملګری وو. د افغانستان له خوا د هیات مشري د سپه سالار غلام حیدرخان په لاس کي وه او هولډیچ هغه د یوه قوي شخصیت او ښه عسکر په حیث راپېژني او وايی چي هغه د ورځي په پیښو او حالاتو ډېر خبر وو؛ مجلس او ملګرتوب یې پر سړي ښه لګېدی او له دې ټولو صفتونو او ښېګڼو سره یې د برټانیې په مقابل کي د هغي سمي په ټولو ستونزو کي لاس درلود. هولډیچ وايی دا چي تر کومه ځایه به هغه د امیر په مستقیم هدایت کار کاوه سړی څه نه سي ویلای مګر سړی په یقین سره ویلای سي چي د چترال په محاصره کي د ده لاس وو. داسي مستقیم شواهد نسته چي په ۱۸۹۷ کال کي دي په سوات او بنیر کي د خلکو په ښورښونو کي د سپه سالار لاس درلودل ثابت کړای سي مګر دا ډېره مشهوره وه اوهر چا به ویل چي هغه ټول هغه ملایان تشویقول چي د مهمندو او اپرېدیو په ښورښونو کي یې فعالیت کاوه. ایلیټ ص ۱۴۳

  عُمرا خان په خپل ګاونډ کي، له لومړیو ورځو څخه د چترال لاندي کولو ته سترګي نیولي وې خو په هغه سیمه کي، چي له ډیرو پخوا زمانو راهیسي نسبي ثبات پکښي موجود وو، د ده لپاره سمدستي د نفوذ کولو او یا تر لاس لاندي کولو لپاره زمینه برابره نه وه. دا وخت چي عُمراخان د دیر او ناوګی سیمي لاندي کولې په چترال کي هم د واکمني کورنۍ د غړو ترمنځ داسي داخلي جنګونه او قتلونه پیل سوي وه چي د عمراخان د مداخلې لپاره ډېر ښه فرصت وو.

چترال، له ډیري پخوا زمانې راهیسي، د یوه مهتر له خوا، چي د نواب او لوی خان معادل مقام وو، اداره کېدی. د ۱۸۷۰ د لسیزي د وروستیو کلونو څخه د چترال مهتر امان الملک، چي د انګلیسیانو او د کشمیر د مهاراجه تر منځ د موافقې په اساس، د کشمیر د مهاراجه تر حفاظت لاندي وو او په ضمن کي یې د برټانوي هند له حکومت څخه مستمري تنخوا ترلاسه کوله، په هغه علاقه کي امنیت ټینګ کړی وو او د عمراخان په څېر یوه خان لپاره پر هغه باندي د حملې کولو چنداني احتمال موجود نه وو.

که څه هم چي د برټانوي هند حکومت د چترال ادارې ته ډېره لږ مستمري تنخوا ورکوله او ایله په ۱۸۹۱ کي یې فیصله وکړه چي د امان الملک مستمري په کال کي له شپږو زرو روپیو څخه دوولسو زرو روپیو ته لوړه کړي او د هغه زامنو افضل الملک او نظام الملک، هر یوه ته به، په کال کي یو زر پنځه سوه روپۍ ورکوي، خو همدغي لږي مستمری دا معنی درلوده چي د برټانوي هند حکومت په  چترال کي د امان الملک او د هغه د کورنۍ حکومت په رسمیت پېژني او د دوست په سترګه ورته ګوري. 

 د ۱۸۹۲ کال د اګست په میاشت کي، امان الملک په دربار کي سکته وکړه او وفات سو. د مړیني علت یې، لکه دغه ډول نور ناڅاپی مرګونه چاته معلوم نه سو. له امان الملک څخه اووه لس زامن پاته سول او له دوو قانوني زامنو څخه یې کشر زوی افضل الملک حاضر وو او قدرت یې ونیوی.د پلار خزانې یې قبضه کړې او سمدستي یې خپل یو شمېر میرني وروڼه قتل کړل. مشر ورور یې نظام الملک ګیلګیت ته وتښتېدی او خپل ځان یې انګلیسیانو ته تسلیم کړ. برټانوي هند  افضل الملک د چترال د مهتر په حیث په رسمیت وپېژندی. 

دا وخت د امان الملک ورور شېرافضل په کابل کي وو او چي په چترال کي له وضعیت څخه خبر سو نو خپل طرفداران یې پر ځان راټول کړل او چترال ته یې حرکت وکړ. د برټانوي هند د لینزډاون حکومت ته رپوټ ورسېدی چي له شیرافضل سره افغانان ملګري دي او ښايي له واخان څخه نور افغانان هم د چترال پر مرکز مستوج باندي ورشېوه سي. برټانیې داسي وانګېرله چي شېرافضل د افغانستان د امیر په لاس کي لوبیږي او د برټانیې د حکومت دښمن دی. برټانیې نه غوښتل چي د امیر قواوي، د چترال پر پوله باندي، په کونړ کي پرتې وي او د ده استازی په چترال کي واکمن وي. ټریپاتي ص ۷۴

 شیر افضل، چي له ډېره وخته د خپل ورور مرګ او دغه مساعد فرصت ته منتظر وو، د چترال پر لوری حرکت وکړ؛ ځان یې چترال ته ورساوه،خپل وراره یې په څه چل وغولاوه او هغه د ښار لويی دروازې ته ورته راووت. د ښار په دراوزه کي یې وویشت او ځای پر ځای یې وواژه. شېرافضل د چترال مهتر سو او خلکو هم ومانه. نظام الملک په ګیلګیت کي د برټانوي مقاماتو په موافقه او مرسته د چترال پرلور حرکت وکړ او خپل کاکا یې د هماغه کال د ډسمبر په میاشت کي بیرته افغانستان ته په تېښته مجبور کړ او اسمار ته ولاړ.  

له دې څخه مخکي نظام الملک په ګیلګیت کي د برټانیې استازي ته لیکلي وه چي که دی د چترال مهتر سي نو یرټانیې ته به په چترال کي د عسکري مرکز د جوړولو اجازه ورکړي او چي د برټانوي هند حکومت هر څه امر ورته کوي هغه به عملي کوي.برټانیې هم ۱۵۰ توپکونه، دوه توپونه او سل عسکر ورکړل. هغه کتاب ص ص ۷۴-۷۵

 داسي ښکارېدله چي د چترال خلکو د کراری سره یو څه عادت نیولی وو او فکر یې کاوه چي د پاچاګردشی شپې تیري سوې. نظام الملک هم، یو څه له خپلي بې احتیاطی، چي فکر یې نه کاوه په کورنۍ کي به یې داسي څوک وي چي د ده قدرت ته خطر متوجه کړي او یو څه د برټانیې حکومت ته د درناوي له امله، چي د قدرت لپاره یې قتلونه نه خوښول، خپل میرني ورور امیرالملک ته، چي چنداني یې د مشرتوب او مهتری لیاقت هم نه درلود، هیڅ توجه ونه کړه. 

د ۱۸۹۵ کال د جنوري پر لومړۍ نېټه، امیرالملک د چترال مهتر نظام الملک وواژه او په چترال کي یو ځل بیا ګډوډي پیل سوه. د چترال په جنوب کي د جندول واکمن عُمراخان له ډېره وخته د داسي فرصت په انتظار ناست وو او په هغه سره ژمي کي یې، له دریو زرو پوځیانو سره، د چترال پر لور حرکت وکړ. د چترال د مرکز په څلېروشت میلي کي یې دروش کلا اشغال کړه. په همدغه وخت کي شیرافضل یو ځل بیا له افغانستان څخه د چترال پر لور حرکت وکړ او د عُمراخان په مرسته یې امیرالملک له قدرته لیري کړ. د هغه پر ځای باندي یې د امان الملک لس کلن زوی شجاع الملک د چترال د مهتر په حیث د قدرت پر ګدی کښېناوه. تورن جنرال سررابرټ لو، چي له بشپړي فرقې سره د چترال څنډو ته رسېدلی وو، عُمراخان ته خبرداری ورکړ چي که د اپرېل تر لومړۍ نېټې پوري خپلي خاوري ته پر شا نه سي نو د حملې انتظار دي وباسي. نیویل ص ص ۱۶۵-۶۶

عُمرا خان میاشت یوه نیمه مقاومت وکړ او په دې ضمن کي یې څو تنه برټانوي بندیان هم لاسته ورغلي ول او د اپرېل پر دیارلسمه یې وروستي بندیان هم تورن جنرال رابرټ لو ته ولېږل او له هغه څخه یې هیله وکړه چي پر چترال باندي له یوې بلي لاري حمله وکړي. او په پای کي یې ورته ولیکل چي که د برټانیې قواوي د جندول له لاري تیریږي نو زه حاضر یم چي له جندول څخه ووزم او کله چي ستاسي قواوي له جندول څخه حرکت وکړي زه به بیرته خپلي خاوري ته راسم او ټول هغه شرایط به چي تاسي یې پېشنهادوی ومنم.

رابرټ لو په جواب کي ورته ولیکل چي زه خوشاله یم چي ضابط فاولر او نور بندیان دي خوشي کړي دي. مګر تا ته دي معلومه وي چي د هغو شرایطو، چي ما مخکي درته پېشنهاد کړي وه، وخت تېر سوی دی. د برټانوي هند حکومت وايی چي ته باید بېله قید اوشرطه ځان تسلیم کړې. او که دا کار وکړې نو حکومت حاضر دی چي تا او ستا کورنۍ او ستا ملګرو ته په عزت سره سیاسي پناه درکړي. خو مخکي له دې چي عُمراخان ته دا لیک ورسیږي هغه د خپلو مېرمنو او ملګرو سره د اسمار له لاري افغانستان ته تښتېدلی وو. ایکسپيډيشن ص ص ۵۴۲-۵۴۳

کله چي د برټانیې قواوو د چترال قلا د شېرافضل له محاصرې څخه خلاصه کړه نو هغه له خپلو دریو سوو ملګرو سره د پتراک په نوم سیمي ته وتښتېدی مګر د دیر د خان سړیو لاره ورته بنده کړې وه. شېرافضل نور مقاومت ونه کړ او ځان یې تسلیم کړ. د برټانیې قواووهغه له خپلو ټولو ملګرو سره  جنرال رابرټ لو ته تسلیم کړ. څرنګه چي د تسلیم سویو کسانو شمېر ډېر زیات وو نو جنرال لو اکثر کسان خوشي کړل او شېرافضل یې له شلو نورو کسانو سره راولپینډي او وروسته د درمساله ښارته واستاوه، څو د باقي ژوند ټولي شپې ورځي هلته تیري کړي. څه موده وروسته یې امیرالملک او د نظام الملک کوڼده، چي د شېرافضل لور وه، هم ور پسي ورولېږله. نیومن ص ۱۱۴

عُمرا خان د اسمار له لاري جلال آباد ته ورسېدی. سپه سالار غلام حیدرخان، چي دا وخت په جلال آباد کي وو، د هغه شاهانه استقبال وکړ او څو ورځي یې په هغه ښار کي شاهي مېلمستیاوي ورته وکړې. څو ورځي وروسته یې کابل ته واستاوه او د امیر حضور ته یې پېش کړ. ویل کیږي چي عُمراخان د امیر په مخ کي په ساندو وژړل. مګر امیر هغه له خپل څنګ سره کښېناوه او د هغه زړه یې کرار کړ او یو څه وخت یې ښه ونازاوه. هغه کتاب ص ۱۱۳

 البته د امیر عبدالرحمن خان په دوستي چنداني باور نه سوای کېدلای. او له بلي خوا امیر عبدالرحمن خان داسي سړی وو چي په ژوند کي یې د چا خطا او ګناه ډېره لږه معافوله. د هغه په زړه کي کیني او دښمنی تر بل هر احساس ډېر ځای درلود. عُمراخان، په تېرو څه باندي لسو کالو کي، څو څو ځله، په اسمار کي د امیر د پرمختګ مخه نیولې وه؛ او امیر د هغه دغه ګناه بخښلای نه سوای. څه موده یې عُمراخان، لکه څرنګه چي ژمنه یې ورسره کړې وه، هغسي ونازاوه. د امیر عبدالرحمن خان لپاره، خپلو مخالفینو او یا احتمالي خطرناکو کسانو ته، د پلمې جوړول اسانه وه او زیاتره وختونه خو یې لا پلمې ته چنداني ضرورت هم نه پیدا کاوه. عُمراخان یې بندي کړ او هغه په ۱۹۰۳ کال کي وفات سو. تاریخي اسناد د هغه د نورو ورسره ملګرو په باب چوپ دي.

میرزا فیض محمدکاتب د نورو انګلیسی منابعو سره سم وايی چي عُمرا خان له خپلو ګڼ شمېر ملګرو سره په جلا آباد کي سپه سالار غلام حیدرخان ته تسلیم سول. خو د هغه دا خبره د تاءمل وړ ده چي وايی عُمراخان او د هغه ورسره ملګرو خانانو له امیر عبدالرحمن څخه وغوښتل چي باجوړ ته د تللو اجازه ورکړي. پر امیر باندي، چي له هغوی سره یې ډېر احسانونه کړي وه، د هغوی دا غوښتنه ښه ونه لګېده او د عُمراخان سره ملګري اته مشران او له هغوی سره یوسل څوارلس تنې ښځي، نارینه، واړه او لویان یې ټول د پېښور خواته اخراج کړل او په لنډۍ خانه کوتل کي یې انګلیسیانو ته تسلیم کړل. کاتب ص ص ۴۷۵-۷۶

امیر حبیب الله خان به نه غوښتل چي د عُمراخان د مرګ په مسله کي ده ته ګوته ونیوله سي نو د هغه د مرګ خبره یې پټه او بې اهمیته غورځولې ده او په تاریخ کي یې غلط معلومات چاپ کړي دي. د انګلیسیانو ارشیف د هغه د باقي ژوند په باب هیڅ اطلاعات نه ورکوي او که چیري هغه، د کاتب د ادعا سره سم، برټانوي مقاماتو ته تسلیم سوی وای نو هغوی به یې حتما یادونه کړې وای. 

د عُمراخان ژوند د یوه افسانوي قهرمان ژوند وو. په یوازي سر یې د جندول د خانۍ د نیولو فیصله وکړه او د ژوند په پای کي یې قلمرو او د منظمو او روزل سویو عسکرو شمېر د یوه لوی خان نه بلکه د یوه کوچني پاچا په اندازه وو. د هغه په ژوند کي ښايی تر ټولو لویه اشتباه، چي له زیاترو انسانانو څخه د قدرت په وخت کي کیږي، دا وه چي په خپلو فتوحاتو او لښکرو ډېر بېځایه او تر اندازې زیات مغرور سو. هغه ته په کار وه چي د خپلو نقشو د عملي کولو لپاره یې په شاوخوا کي یو یا دوه غښتلي متحدین پیدا کړي وای. په داسي حال کي چي په خپله شاوخوا کي یې تقریبا ټول لوی او واړه خانان وځپل، د امیرعبدالرحمن خان او د برټانیې د حکومت دښمني یې لا هم واخیستله. ده ته باید دا معلومه وای چي د ګاونډیو خانانو قوت د پاچاهانو او امپراطوریو له قدرت سره ډېر توپیر لري. هغه د توري، عقل او دسیسو په زور لوی او واړه خانان اېل کړل. خو دونه حساب یې باید کړی وای چي د خان د توري او لښکرو قوت د پاچاهانو او امپراطوریو له قوت سره برابر نه دی.       

   ماخذونه

۱: کاتب، ملافیض محمد. سراج التواریخ جلد سوم قسمت دوم. ۱۳۷۰

2: Holdich, Thomas. T. The Indian Border Land. First reprint India. 1987.

3: Newman, Henry. Umra Khan and the Chitral Campaign of 1895. Lahore 1897.

4: Tripahi, Ganga Prasad. Indo-Afghan Relations. 1882-1907. Kumar Brothers. New Delhi. 1973.

5: Nevill, Captain H. L. Campaigns on the North-West Frontier. Lahore Pakistan. 1977.

6: Elliot, Major General J.G. The Frontier 1839-1947. Great Britain 1968.

7: Frontier and Overseas Expeditions from India. Volume 1. Pakistan Second Edition 1982.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب