Homeخبرونههرات کې وروستي باران او سېلابونو ۲۴ تنه مړه کړي او ۱۰...

هرات کې وروستي باران او سېلابونو ۲۴ تنه مړه کړي او ۱۰ نور ورک دي

تاند ( سې شنبه، د ثور ۱۴ ) د هرات ولایت چارواکي دې ولایت کې د وروستي باران او سېلابونو راوتلو له کبله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي د ډېر باران له کبله سیلابونه راوتلي چې ګڼو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو سیلابونو له کبله تر دا مهاله ۲۴ کسه وژل شوي دي چې په دې ډله کې ښځې او ماشومان هم شته دي.

د هرات د والي ویاند زیاتوي چې د دې ولایت په لس ولسوالیو کې د راوتو سېلابونو له کبله خلکو ته د ځاني زیان ترڅنګ سلګونه جریبه زراعتي ځمکې هم ویجاړې شوې دي.

همدا راز ویل کېږي چې شاوخوا لس ماشومان لا هم لادرکه دي او ددې احتمال شته چې د سیلابونو له امله وژل شوي وي.

د هرات ځایي چارواکي وایي چې په ټولو ولسوالیو کې یې د سیلابونو د زیانونو سروې پيل کړې ده او له زیانمنو سره به تر خپلې وسې مرستې وکړي.

د هرات د طبعې پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسولین وايي چې د دغو سېلابونو له کبله ۳۰۰ پسونه هم سیلابونو پرمهال اوبو وړي او تر ۸۰۰ ډېر ورک شوي دي.

هرات یو له هغو ولایتونو دی چې هر کال د پسرلي په موسم کې د درنو سیلابونو شاهد وي او سیلابونه وخت ناوخت د مالي زیانونو تر څنګ ځاني تلفات هم اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...