Homeخبرونهتخار کې یوې مېرمنې ځان او درې اولادونه وژلي

تخار کې یوې مېرمنې ځان او درې اولادونه وژلي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۱۵) تخار کې یوې مور خپل ځان او درې اولادونه سیند ته غورځولي.

د یادې کورنۍ یو تن خپلوان وایي، چې پېښه د کورني تاوتریخوالي له کبله رامنځ ته شوې ده.

د نوموړي په خبره دغه پېښه د فرخار لُجده قریه کې له هغې وروسته رامنځ ته شوې، چې د یادې مېرمنې خاوند په کور کې د دویم واده خبره راپورته کړې وه.

د سرچینې د مالوماتو له مخې “د مړې شوې مېرمن خاوند عبدالله نومیږي او څو ورځې وړاندې یې په خپل کور کې د دویم واده خبره کړې وه، چې وروسته په کورني تاوتریخوالي بدله او په پایله کې یې مېرمن ځان له خپلو درې واړو اولادونو سره یو ځای د کور مخکې روانو اوبو ته غورځولی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی.”

سرچینې زیاته کړې، چې د دغې مېرمنې څلور اولادونه وه، چې درې یې سیند ته غورځولي؛ خو یو درې میاشتینی ماشوم یې په کور کې پریښی دی.

بلخوا تېره ورځ د دغې سیمې ځایي اوسېدونکو د پېښې لامل د یادې کورنۍ غربت او بې وزلي یادوي.

په ورته وخت کې د تخار پولیسو هم پېښه تایید کړې؛ خو د لامل په اړه یې د پلټنو خبره کوي.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې هر کال د کورني تاوتریخوالي له امله ډېری مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

له اوږدې مودې راهیسې افغان حکومت د مېرمنو پر وړاندې خشونت او کورني تاوتریخوالي ګراف د کمولو لپاره هڅې کوي؛ خو بیا هم په یو شمېر سیمو کې دې ته ورته پېښې رامنځته کېږي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د کورني تاوتریخوالي له امله د مېرمنو ستونزې مني؛ خو زیاتوي، چې دوی په دغه برخه ډېر فعالیتونه ترسره کړې ترڅو ښځې له خپلو حقونو برخمنې شي؛ خو لا هم د ورته پیښو د رامنځته کېدو یادونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...