ځينې کسان چې تربیه یې سمه نه وي شوې او په وړکتوب کې پرې سختۍ وروستل شوې وي، هغوی هم روغ ټولنې ته نهشي راوتلای، خو که په ځان کې بدلون راوستلو ته ژمن وي بیا کېدای شي، يو خلاق، ځواکمن کس ترې جوړ شي.
منفيګريان هر څه ته د شک په سترګه ګوري، زړه نازړه وي چې کوم يو کار وکړي يا څه شی انتخاب کړي چې ګټه ورته ولري، يا هم له هر څه لاس اخلي.
داسې کسان هم شته چې د مبهم ماضي په فکر ژوند تېروي او هیڅ رنګ نوښت او په ځان کې غوره بدلون راوستلو ته تيار نه وي، په هر څه بدګومانه وي، اميدونه يې وچ وي، هيلې يې ده ته ښه راتلونکی نهشي لرلای، په ذهن کې يې تکه توره شپه وي او تر ډېره داسې کس سرزوری هم وي، مثلاً د کمونيسټي ايډیالوژي په څېر څوک په یوه کټو کې اچوي او هر څه د خپل سیاست او ايډيالوژي له مخې قربانوي. د دغه فکر لارويان په هر ځای کې خپله مفکوره وړاندې او تحميلوي.
همدارنګه منفيګريان په ماضي کې نښتي وي له نوې عصري نړۍ سره د سرطان د ناروغي په څېر کرکه او وېره لري، مثلاً ځان ته په هر څه کې ستونزه لټوي د دوی نظر دا وي چې: که ناروغ نه وای، سپورټ به مې کاوه، که د فلاني په څېر وزګار وای، ها کار به مې کړی او داسې به مې کړې وای، هرې حللارې ته يوه ستونزه لري او ورته لټوي.
له بلې خوا داسې کسانو ته ځان جامعالکمالات ښکارېږي، د نورو زحمت بېګټې او هسې ستړيا بولي، خو په خپله په هرڅه کې سرسري معلومات ګوري، نور وزګار يا په بېګټې کارونو سر کېږي، همداراز منفيګرايان تر مجلس وروسته د نورو ملګرو په خبرو، څېره او نورو څيزونو نيوکې کوي، خو حللاره نه غواړي، له ملګرو سره تر خپل مطلب پوري اوسي، خو ورو ورو د داسې کسانو د صميمي ملګرو شمېر راکمېږي.
عصري چارې له دینه وتل ورته ښکارېږي، هر څه ته د شک په سترګه ګوري، د دې تفکيک نهشي کولای چې اسانتیا په کوم لوري کې ده.
خو د دې ډېر سببونه د ناسمي ټولنې ښکارندې، خراب رواجونه، د پلار او مشرانو تر منت او افراطي ناز لاندې راوستل هم دي، مثلاً ځوانانو ته لږ امکانات په لاس ورکول، له مېلمه راوستلو منع کول، د ملګرو په مخ کې يې سپکول، له لويو مجلسونو يې را ايستل په دې مانا چې ته کوچنی يې او ستا لپاره مناسبه نه ده چې په دې خبرو کې کار ولرې، دغسې ډېر عوامل شته چې د ځوانانو شخصيت له کوره ورنړوي او تل يې په وړه ګناه ډېر رټي، خو په يوه لوی غوره کار باندې يې هيڅ افرين نه وايي.
همدارنګه د منفيګرايانو کارونه دودیزه او خرابه تقلیدي بڼه هم لري، د عصبي ناروغانو پېريان پر دوی ناست وي، که هر څومره لوی شي واړه کارونه به یې تر پام ډېر سخت او لوی ښکارېږي.
دغسې کسان په هر ځای کې چې وزګارتیا ډېره وي د هغوی فکرونه، له فرېب درواغو او ورانکاري ډک وي، ځکه دغه رنګ ناسمه روزنه او منفي فکر يې د ځان په باره کې له پخوا لا له کورني متشدد چلنده ورپېچکاري کړی وي.
تر ټولو لومړی د انسان فکري رغاونه ښه ده چې وشي، لکه، د دين او عقيدې په باب هراړخيزه پوهه چې تر عقيدې وروسته يې غوره عمل د ځان او ټولنې خير ته رابولي همدارنګه دويم لوری ذهني وړتيا او ذکاوت دی چې څومره کارونه خورا په مهارت سره زده کولای شي، ځکه د ده ذهن خلاق دی ډېر څه ذخیره کولای شي، باید د ډېرو کسبونو وړتیا پيدا کړي او کاري ژوند او ګټې ته يې چمتو کړي، له بلې خوا به په ټولنه کې د ځان په هکله مثبت غبرګون د کار او مهارت په وسيله معلوم کړي چې دا يې پر ځان باور زياتوي او ټولنې ته لا ورننباسي.
که چېرته دغه کار، يعنې خپل ځان او شخصيت پېژندنه په لومړیو کې و نه کړي، ځان سمبال نه کړي، په زړوالي کې يې ذهناً بیا ودان کارونه هم وران ورته ښکارېږي؛ نو زموږ پر ځوانانو که اوس کار و نهشي ورو ورو به د چینجني وهلې ونې په څېر وروست شي، ځکه اوسنی عصر نه، بلکې د انسان ژوند په تمامه مانا دا ايجابوي چې په اسانتياوو کې ژوند وکړي، ځواکمن او روغ وي، په ټولنه کې په ښه نوم مشهور شي، د نورو لاسنيوی وکړي يعنې د ځان او ټولنې په خير تمام شي.
نو که ځوانان په کور کې تر زیاتې بېباوري، جبر، منت، يا افراطي ناز لاندې را لوی شي، ممکن نيم فلج انسان ټولنې ته راوباسي چې نه ټولنې ته په درد وخوري او نه له ټولنې څه ښه اغېز واخلي.
«منفيګرا يعنې هغه کس چې تر ځان پوري په هر څه کې نيمګړتيا او ناجوړتيا ويني، هرې حللارې ته ستونزه لري»
د دې ناروغي د له منځه وړلو لپاره يو ګوښی، په ورانو فکرونو کې ډوب انسان، هغه څوک چې وخت نه ورباندې تېرېږي، په خرابو کارونو کې ښکېل انسان، ځان ته په سپک او بېګټې نظر لرونکي قايل انسان، هغه مهال له دغه کړاوه راوتلای شي چې لومړی ځان په يوه کار، مطالعه، سپورټ، باندې پيل کړي، ځکه دغه شيان ژر او هر چاته يې زمینه مساعده ده، خو په دې ټولو کې لومړی سپورټ دی چې ځان ته يې ورپام کوي او هغه خراب فکرونه چې د خپل بدن په هکله ورسره دي، فوراً ختمولای شي، که پرلهپسې سپورټ وکړي، څو ورځې وروسته به يې بدن وغوړېږي او ټولنې ته به راووځي چې نور يې هم دغه مهارت وويني.
کار او مطالعه يې نور بنسټيز تهدابونه دي چې اسانه ځان ورباندې روږدی کړي څو د ده فکر له منفياتو، نيوکو، ګيلو، ستونزو راووځي. په افغانانو کې د منفيګرايي ريښه يوازې له جنګ ـ جګړو او بېکاريو نه ده ورپېښه، بلکې دغه مفکوره له جنګ سره سره خرابو، وزګارو عادتونو هم غښتلې کړې چې بنیاد يې زموږ د نيکونو تر رواجونو پورې رسېږي، ځکه هغوی ځوانان د رواج په لومه راګيرول چې نه لوبي وکړي، نه د دوی په مخ کې يوه مشوره کې ګډون ورکړل شي، نه په خپله خوښه يو کسب انتخاب کړي چې دی پکې اسوده وي، بلکې تر هر څه وړاندې به يې فکر، کار او ژوند په ځنځيرونو تړلی وي او وروستۍ کړۍ ته به يې پلار يا مشر غټ قلف وراچولی وي چې د پلار له خوښې او رواجه يوه قدم هم نه د دنيا په کارونو کې واخلي، نه هم د اخيرت په چارو کې د ده له اجازې او تصرف پرته څه وکړي.
له اوسني عصر سره سم ځوانان، نه يوازې چې د پوهې په ګاڼه سمبال وي، بلکې خپله غښتلتيا يې باید د ټولنې مادي او معنوي ګټو ته هم يو څه ور زیاتوالی شي. دی په خپله له خپل ژوند او ځان څخه خوښ وي، پر ځان بېکاره ورځ تېرول بده ګڼي، لږ ترلږه هره ورځ يو ځانګړی کار لا انتخاب کړي چې د ورځې تر پايه يې ګټه ورته ورسېږي، خو که هغه هم نه وي، له خرابو فکرونو د ګوښه کېدو لپاره د ځان لپاره که ملګري هم نه وي، سپورټ او مطالعه دې راپيل کړي؛ نو دغه لومړني اساسي توکي دي چې ژر به يې د نورو ځواکمنو، مثبتګرايانو ډلې ته راوکاږي.