یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورعالم ګنج بڼ | علم گل سحر

عالم ګنج بڼ | علم گل سحر

د نولسمې پیړۍ ترپایه د کابل سیند په دواړو غاړو له اوسني ارتل پله تر پل خشتي جومات پورې دوه لوی بڼونه موجود ول چې د شهرارا او جهان آرا په نومونو یادیدل د جهان ارآ بڼ چې د کابل سیند په شمال کې پروت و، د عالم ګنج باغ په نامه هم یادیده چې ډیر مشهور و.

ویل کیږي کله چې مغولي پاچا جهانګیر کابل ته راغی دشهرارآ په بڼ کې یې چکر واهه دی دې ته متوجه شو چې د کابل سیند شمالي برخه ډیره ښه حاصلخیزه ځمکه لري او موقعیت یې هم ښه دی .

جهانګیر دغه ځمکې د ځمکو له اصلي خاوندانو څخه راونیولې او امر یې وکړ چې دلته یو لوی او ښکلی بڼ جوړ کړي په لږ وخت کې په دې سیمه کې یو بڼ جوړ شو او نوم یې جهان ارا پرې کیښود چې بیا وروسته خلکو داسې فکر کاوه چې دغه باغ د عالم ګنج باغ دی خو وتلي افغان تاریخپوه احمد علي کهزاد پخپل کتاب کې لیکلي چې د جهان ارا باغ یوه برخه وروسته وروسته له عالم ګنج باغ سره یوځای شوې ده.

دا چې دا باغ ولې عالم ګنج باغ بولي په تاریخي اسنادو کې په دې باب څه نه دي ویل شوي ، ځینې کسان په دې باور دي چې هغه وخت دود داسې و ، چې هرځای د یو چا په نوم جوړشو او یا به چا جوړ کړ د هغه په نوم به نومول کیده په کابل کې د داسې بڼونو بیلګې ډیرې دي لکه باغ بابر، باغ لطیف، باغ محمدشریف خان، باغ قاضي، باغ هندو او نور…

خو دعالم ګنج بڼ په باره کې د خلکو په منځ کې فولکلوریک روایت هم شته : وایي چې عالم خان یو کارګر و، په جهان ارا بڼ کې یې کار کاوه، عالم خان دا دولتي بڼ په اجاره واخیست ویل کیږي چې ده د بڼ په یوه برخه کې ګنج یا خزانه لیدلې وه کله یې چې بڼ اجاره کړ د خزانې لاس ته راوړلو ته یې ملا وتړله ، په خزانه یو لوی مار پروت و، عالم خان په یوازې ځان په ډیر کړاو مار وواژه او خزانه یې خپله کړه چې له هغه وروسته دغه بڼ په عالم ګنج مشهور شو.

دا د کابل ښارد ځینو سپین ږیرو له خولې یو روایت و، سپین ږیري وایي چې دا باغ د شاه دوشمشیره له پله تر ارتل پله پورې پروت و، دا ځایونه چې اوس انصاري لیسه، نجات یا اریانا لیسه، د پوهنې مطبعه او د سرې میاشتې ځینې څانګې پکې دي هم د دغه باغ ساحه وه .

دغه بڼ د خپل وخت یوښه تفریح ځای و، چې د وخت پاچاهان لکه امیرشیرعلي خان، امیردوست محمد خان او امیر محمد افضل خان به هم دلته د تفریح لپاره راتلل.

امیر عبدالرحمن خان د خپل سلطنت په دوره کې په عالم ګنج بڼ کې حربي فابریکه جوړه کړه چې هغه وخت په ماشین خانه مشهوره وه . ویل کیږي په دغه فابریکه کې پر جنګی وسایلو سربیره افغانۍ هم ضرب وهل کیدې کله چې حربي فابریکه جوړه شوه د بڼ ساحه کمه شوه او بڼ ته د تفریح کوونکو تګ راتګ هم لږ شو.

دغه فابریکه د بهرنیانو(انګریزانو) په مرسته جوړه شوه خلکو له انګریزانو څخه کرکه لرله د دې پر ځای چې د فابریکې په جوړیدوخوشحاله شي، مایوسه شول او دغه بڼ ته به هم ډیر خلک نه ورتلل ، ځکه خو د فابریکې په سوځیدلو هم یوشمیر خلک خوشحاله ول. د فابریکې د سوځیدو له پیښې وروسته عالم ګنج بڼ هم له کاره ولوید.

د کابل ښار یوسپین ږیری عبدالصمد چې د شیرشاه مینې د ګذر وکیل هم و د ازادي رادیو د ژوند په شیبو کې خپرونې لپاره د دې مطلب د برابرولو په وخت کې راته ویلي و:

( کله چې عالم ګنج بڼ ویجاړ شو په دې وخت کې مرحوم حسین خان افندي او محمود افندي له نقیب صاحب سره له بغداده کابل ته راغلل او نقیب صاحب دغه باغ خپلو دوستانو او خپل پرسونل ته ورکړ او خپله په هغه ځای کې چې اوس د جای نقیب صاحب په نامه یادیږي اوسیده.)  دی وایي چې په دغه باغ کې دامیر شیرعلي خان زوی چې یو وخت ولیعهد و،هم خاورو ته سپارل شوی دی.

کله چې فابریکې اور واخیست خلکو لیدل چې عالم ګنج باغ په اور کې سوځي ،یوه ترانه یې جوړه کړه چې ډیره مشهوره شوه:

عالم ګنج و عالم ګنج و عالم ګنج

                              اغا بیا بریم عالم ګنج

پرنګي ظالم است مولا کنند تنګ

                            اغا بیا بریم عالم ګنج

عالم ګنج در ګرفت دودش برامد

صدای توله درګوشم آمد

عالم ګنج و عالم ګنج و عالم ګنج

                              اغا بیا بریم عالم ګنج

اوس چې د دغه تاریخي او مهم باغ نښه هم پاتې نه ده موږ د هغه وخت د دې تاریخي باغ په اړه روښانه تصویر نه لرو چې بیا هم خبره د خپلو تاریخي او کلتوري اثارو په اړه زموږ بې غوري ته رسیږي. که هغه وخت مو د دغه بڼ او نورو ځایونو په اړه توجه کړې وای لومړی مو د تاریخي اثارو غوندې ساتلي وای او که نه نو د دغو ځایونو نقشې او تصویرونه او په اړه یې باید د معلوماتو کتابونه خپاره شوي وای دا چې نه دي شوی اوس هم په کار ده د کابل ښار د بیا رغونې په وخت کې د داسې ځایونو ساتنه وشي او د پخوانیو له منځه تللیو ځایونو په اړه څیړنې وشي په هماغو ځایونو کې یې نقشې او تصویرونه وځړول شي څو زموږ خلک د خپلو پخوانیو اثارو په اړه هم معلومات ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب