جمعه, مې 10, 2024
Homeټولنیزموږ او ستره چاودنه | وکيل احمد عزیزي

موږ او ستره چاودنه | وکيل احمد عزیزي

د کايناتو د پيدايښت په اړه د سترې چاودنې (Big Bang)  نظريه نه د دې نظريې پوهانو په چا سمه ومنله او نه ردوونکيو سمه رد کړه. د دې نظريې پلويان وايي چې کاينات تر پيدايښت له مخه يو داسې کوچنی جوړښت و چې بې‌حده متراکم و، حرکت نه و، وخت نه و، د بې‌انتها جاذبې له وجې ګرمي پکې راغله، چاودنه وشوه او کاينات پيدا شول.

همداراز د دې نظريې ردوونکي وايي چې کاينات، حرکت او وخت چې نه وي څنګه د يو شي موجوديت ومنو؟

مسلمانان بيا وايي چې د سترې چاودنې په وسيله د کايناتو د پيدايښت کيسه سمه نه ده، خو موږ مسلمانان دا باور هم لرو چې خدای جلجلاله کولای شي له نيستي څخه هستي او له هستي څخه نيستي جوړه کړي.

نامسلمان پوهان خطا دي چې د سترې چاودنې د نظريې د قوي کولو لپاره له اسلامي نظرياتو سره مخالف دي او مسلمانان بيا ځکه تېروتلي دي چې ستره چاودنه نه مني. ممکن دغه خبرې تاسې ته بل ډول ښکاره شي مګر راځئ لږ نور هم ور ته ځير شو.

د سترې چاودنې د نظريې پلويان چې د کايناتو تر پيدايښت له مخه د کوم حالت په اړه غږېږي هغه پرته له شکه يوه نيستي ده، ځکه چېرته چې حرکت نه وي هلته وخت نه وي او چېري چې وخت نه وي هلته نيستي حاکمه وي. 

اسلام يوه خبره کړې چې خدای جلجلاله له نيستي څخه هستي جوړوي. ستره چاودنه هم دغه خبر په نامستقيم ډول کوي چې کاينات له نيستي څخه پيدا شوي دي. د دې خبرو د تشريح لپاره به يو مثال ته وګورو، مثلا د اوسپنې يوه برخه به په نظر کې ونيسو چې ټوټه کوو يې. که دغه تجزيه شوې برخې ښې پسې ووېشو او د اوسپنې يو اتوم را پاتې شي، همدغه يو اتوم بيا هسته او قشرونه لري چې موږ معمولاً د اتوم په هسته کې پروتون و نيوترون پېژنو او په قشرونو کې له الکترونونو خبر يو، خو په همدې اتوم کې تر اوسه پورې تر ۷۰۰ زياتې ذرې کشف شوې دي او لا کشفېږي. د اوسپنې د دې اتوم تجزيه که همداسې روانه وساتو په پای کې داسې ذرې په لاس راځي چې نه د سکون د حالت کتله لري او نه ابعاد، د اندازې او ليدو وړ نه دي، مګر موجودې دي. اوس که موږ د خپلې هستي تعريف ته وګورو، هغه شی هستي بولو چې کتله و ابعاد ولري او اندازه شي؛ نو د اوسپنې د جوړښت بنسټي ذرې خو له دې تعريف سره سر نه خوري،  ايا دا نه‌شو ويلای چې اوسپنه په اصل کې له نيستي څخه جوړه شوې ده؟ 

ځکه د جوړښت اساسي ذرې يې زموږ په بُعدونو کې نيستي بلل کېږي. دغه هغه نيستي ذرې دي چې د سترې چاودنې په وخت اوسني کاينات ترې جوړ شول او دغه ذرې اوس هم د اجسامو په جوړښت کې رغنده ونډه لري. دغه مثال يوازې د اوسپنې نه، بلکې د ټولو شيانو لپاره سم دی. کاينات په رښتيا هم له نيستي څخه جوړ شوي دي.

د اسلام او ساينس تر منځ مستقيمه اړيکه نهشته، مګر نامستقيمه هغه شته، مانا دا چې د اسلام هدف د سترې چاودنې پېژندنه او د کايناتو د پيدايښت بيان نه دی، د اسلام هدف بېل دی او د سترې چاودنې د حالت تشريح يې په نامستقيم ډول فقط دومره کړې چې «خدای جلجلاله له نيستي څخه هستي او له هستي څخه نيستي جوړولای شي.» 

اوس نو نامسلمان عالمان ستره چاودنه مني، مګر له نيستي څخه د هستي پيدايښت يې زړه ته نه لوېږي او مسلمانان بيا دا مني چې خدای جلجلاله له نيستي څخه هستي جوړولای شي، مګر په دې کې شکمن دي چې خدای جلجلاله ممکن د سترې چاودنې په پايله کې دغه کاينات له نيستي څخه پيدا کړي وي.

خو يوه خبره بله هم ده چې انسانان يې ګنګس کړي دي، هغه دا چې موږ هستي و نيستي سم نه دي تعريف کړي، که هستي و نيستي سم و پېژنو ممکن د کايناتو په اړه لا زيات پوه شو. زموږ د هستي او نيستي اوسنۍ پېژندنه سمه نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب