پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهایمل ولي خان: افغانستان کې د جګړې ملاتړ له افغانانو سره ښکاره...

ایمل ولي خان: افغانستان کې د جګړې ملاتړ له افغانانو سره ښکاره دښمني ده

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۱۶ مه)  د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان وایي د افغان دولت خلاف ترهګرو سره د مولانا فضل الرحمان مينه له ټولو افغانانو سره د هغه دښمني څرګندوي.

هغه په خپلو تازه څرګندونو کې د افغان جګړې په اړه د ملا فضل الرحمن وورستی دريځ غندلی دی.

نوموړي ویلي دا څنګه ولسواکي شوه چې یو څوک پر سټيج درېږي او په افغانستان کې د افغان وژنې له روانې جګړې ملاتړ کوي.

هغه ویلي چې د افغانستان پر ۷۰–۸۰ فيصده خاوره د طالبانو د قبضې دعوه کوونکي دې په ياد ولري چې يوه ورځ به ترهګر له خاورو سره خاورې شي.

د ښاغلي خان په وینا، فضل الرحمان د ترهګرو حملو ته ”فتوحات“ وايي.

نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې له روانې جګړې ملاتړ له افغانانو سره ښکاره دښمني ده او پاکستاني حکومت ته په کار ده چې د ورته مداخلاتو مخه ونیسي.

ایمل ولي خان همدا راز په افغانستان کې روانه جګړه ترهګري بللې ده او په وینا یې له دې جګړې ملاتړ کوونکي ترهګر دي او باید د ترهګرو په څېر چلند ورسره وشي.

ملا فضل الرحمن له هغو پاکستاني ملایانو دی چې تل یې په افغانستان کې د طالبانو له جګړو او فعالیتونو ملاتړ کړی دی.

افغانان بیا په ټولنیزو رسنیو کې هغه د پاکستاني استخباراتو ګومارل شوی ملا بولي.

2 COMMENTS

  1. ددی کورنی هندی ملاتړ په وینو کی دی او ددوی ډی ان ای تشکیلوی.
    پښتانه یی پیژنی چه دوی دهندوانو او نورو په خدمت کی دری نسله وفادار مزدوران دی.

  2. ملا ثابته، لکه ستا چې ای اس ای تشکیلوي. پښتانه تاسو سرکوزي پنجابیان او ملا فضلو هم ښه پېژني. ته ناست یې او د مرتد ملا فضلو طرفاداري کوي. هغه مرتد چې ټول عمر یې په فحاشۍ او نشې کې تېر کړی. هغه مرتد چې خپل په هېواد کې شراب چښل او خرځول روا ګني، خو په افغانستان کې واکسیناتوران وژل جهاد ګني. هغه مرتد چې د کورني او تنظیم مصرف یې د هیرا منډیي او کراچۍ له فاحشه خانو راځي. له خبرو دې دایې ښکاري چې ستا په لاس کې هم د ملا فضلو بیرغ دی. هرڅوک چې واقعیتونه وایې تاسو پرې ددې او د هغې ټاپې وهئ. خو دنیا بیا پر تاسو وحشیانو د ترور ټاپه وهې، ځکه په نړې کې داسې د ترور واقعه نشته چې د پاکستان لکۍ په کې نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب