جمعه, اپریل 26, 2024
Home+اسلام د ښځو تعلیم او کار کول منع کړي دي؟

اسلام د ښځو تعلیم او کار کول منع کړي دي؟

صدیقه مشال

اول به ووایو چې د عالم له دنیا څخه انسان هغه مخلوق دی چې خپل ربَ او خالق د قدر او عزت وړ ګڼلی دی لکه څرنګه چې قرآن هم د دې یادونه کړې ده؛

وَلَقَدْ کَرَّمَنا بَنِیْ آدَمَْ په تحقیق سره موږ انسان ته عزت ورکړی دی.

دا د انسانیت هغه فطرتی ستر نعمت او معنوي هستي ده چې د خپل ربّ له طرفه ورته عطاء شوې ده دا خو د ټول بشریت مقام او لوړه مرتبه شوه. اوس راځو دې خبري ته چې په اسلامي او مذهبي لحاظ نارینه پر ښځینه وو فوقیت او برتري لري که نه؟

د الله ج د قانون په وړاندي نر او ښځه یو شان دي لکه څرنګه چې قرآنکریم هم ویلي دي.

وَخَلَقْنَا کُمْ اَزْواجًا: ما تاسو جوړه پیدا کړي یاست.

کله چې انسانیت اول ځل د ځمکي پر مخ خپل ژوند پېلاوه نو الله ج آدم علیه السلام او د ده میرمن حضرت حوا رضی الله عنها هم ورسره یو ځای او جوړه پیدا کړه چې د دوې ګډ ژوند یو له بل سره لازم او تړلی وو، دا د انسان اول خلقت یا پیدایښت ؤ. د اسلام مبین دین نر او ښځي ته د حقوقو په اعتبار لږ شانته فرق ورکړی دی هغه دا چې الله ج د خپل حکمت پر بنیاد په فیزیکي ډول ښځه تر نارینه کمزوري پیدا کړې ده او نارینه يې ورته خادم ګرزولی چې د ښځینه طبقې د بنیادي چارو مسؤل يې ګرزولی او سره له دې يې د خپلي میرمنې په هکله بیا هم ورته حکم کړئ دی؛

وَعَا شِرُوْهُنَّ بِاالْمَعْرُوْفِ: یعني له دوی سره نیکي او ښه سلوک کوئ. او د مور حقوق يې هم د پلار د حقوقو په پرتله درې چنده زیات ټاکلي دي.

زه خپله دا وایم او نورو خویندو ته هم دا پیغام لرم اسلام چې ښځینه طبقې ته کوم حقوق ورکړي دي د ځمکي پر مخ هیڅ قانون ندي ورکړي او نه بې ورکړي. کله نا کله زموږ خویندي سوال کوي چې اسلام نارینه ته له یو څخه تر څلورو پوري د ودونو اجازه ورکړې ده خو دا د ښځو لپاره ستونزي پیدا کوي. د دوې دې سوال ته ځواب دا دی چې نارینه ته يې د دوی د خاص ضرورت پر بنیاد د څلورو ودونو مشروطه اجازه ورکړې ده چې عدل به کوې یعنی د میرمنو د حقوقو تر مینځ به برابري کوې خو که عدل نه شې کولای بیا ورته د یوې نکاح اجازه شته، لکه څرنګه چې قرآن حکم کړی دی

فَانْکِحُو مَا طَابَ لَکُمْ مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنا وَ ثُلاثَ وَرُبَاعَ فَاِنْ خِفْتُمْ اَلَّاتَعْدِلُوْ فَوَاحِدَةًْ یعنی په نکاح واخلۍ تاسو هغه ښځي چې ستاسو خوښي وي دوې، درې، څلور او که ویره لرۍ له دې خبري چې تاسو به عدل ونکړی نو بیا ستاسو لپاره یوه نکاح ده.

په اسلام کي هیڅ داسي حکم او عمل نشته چې د بشري ژوند لپاره ستونزي جوړي کړي. اسلام هر هغه څه مراعات کړي دي چې انساني ژوند ورباندي ښایسته او هوسا کیږي.

د اسلام دین چې نارینه د ښځینه طبقې لپاره خدمتګار وټاکو نو ښځینه به خپل وظایف په ډېراساني سره مخ ته وړه لای شي لکه د اولادو زیږیدنه او کورنۍ چاري خو ښځو ته هم اسلام د ضرورت پر اساس د کار کولو اجازه ورکړې په شرط ددې چې په حجاب کي به دباندي وزي خو آفسوس چې زموږ افغاني ټولني داسي دریځ غوره کړی دی چې انجونو ته د علم او زده کړې لپاره له اته یا لسو کاله عمر ورسته تعلیمي ادارو ته د تللو اجازه نه ورکوي نو کله چې دا انجوني لویاني شي او ودونه وکړي د افغاني بې سرپرسته ټولني په وجه ډېر ځوانان په نشه اخته چې د خپلي میرمني او ماشومانو ساتنه نشي کولای او یا خو د افغانستان د اوږدې جګړې په وجه هم ډېر ځوانان مري چې ډېری ښځي کونډیاني دي هیڅ سرپرست نلري نو موږ وینو چې دا خویندي په بازارونو کي د سړک پر سرناستي وي د ډیري مجبوري په خاطر يې کوچني بچیان هم مخته پراته د سړک ګرزونه او د موټرانو دوګی ورباندي لویږي دا خویندي پردو خلکو او ځوانانو ته د ډېر ذلت او خوارۍ په حالت کي د فقر او سوال لاس غزوي. اوس دي هغه پلار یا ورور قضاوت وکړي او دا پوښتنه هم ځیني کوو چې په اسلام کې کوم حالت غوره ګڼل شوی دی د ذلت، فقر،سوال کولو حالت او که په عزت سره کار او محنت کول؟ د پیغمبر علیه السلام د حدیث له رویه کسب او کارکونکي د الله ج دوست ګڼل شوی دی خو په حدیث کي د نر او ښځي تشخیص ندی کړی، خو په ډېر تاءسف سره چې زموږ بدبخته او بې انصافه ټولنه خپلو باشعوره او باغیرته ښځینه وو ته نه د علم زده کړې او نه د کار کسب لپاره اجازه ورکوي.

علم د بشریت هغه اساسي او بنیادي حق دی چې خپل خالق انسان ته د ده له پیدایښت سره سم ورکړی دی لکه چې يې قرآن هم ذکر کړی دی،

وَعَلَّمّ ادَمَ الْاَسْمَاءَ کُلَّهَا: الله ج آدم علیه السلام ته ټول نمونه وښودل.

ددې علم په اعتبار سره الله ج د عزت وړ وګرزاوه او ملائکوته يې حکم وکړ چې آدم ته د تعظیم په خاطر سرټیټ کړئ او سجده ورته وکړئ. دا سجده د تعظیم وه د عبادت نه وه ځکه چې عبادت کي امید او ویره وي نو د ملائکو په سجده کي نه امید او نه ویره وه په حواله د تفسیر عزیزي. اوس بیرته راځو موضوع ته، که زموږ خویندي دیني مطالعه ولري نو دوی به خپله دا وپېژني او نورو خویندو ته به هم ورښیې چې موږ ته اسلام کوم حق راکړی او ټولنه راته کوم حق رسوي؟

قرآن په بل ځای کي د پوهي او ناپوهي په اړه داسي وايې،

قُلْ هَلْ یَسْتَوِي الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْن وَلَّذِیْنَ لَایَعْلَمُوْنَ اِنَّمَا یَتَذَکَّرُاُولُوالْاَلْبَابِ (سوره الزمر)

ووایه! آیا هغه کسان چې پوهیږي او هغه کسان چې نه پوهیږي سره برابر دی؟ بېشکه یوازي د پوهي څښتنان پند اخلي.

زموږ ستر پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته هم اوله وحی د علم په اړه شوې ده چې د سورت علق لومړنی آیت دی؛

اِقْرآ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِیْ خَلَقَ: ووایه (ای پیغمبره) نوم د ربّ خپل هغه ربّ چې پیدا کول کوي.

او د دینی عالمانو په اړه يې دا هم فرمایلي دي؛

اِنَّمَا یَخْشَ اللهَ مِنْ عِبادِهِ الْعُلَمَاءَ: بېشکه له الله ج څخه چې ویره لري د ده په بندګانو کې هغه علماء دي.

د پېغمبرعلیه السلام په وینا سره د عالم مثال داسي ورکړی شوی دی، د ابی امامه الباهلی څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو سړو ذکر وشو چې یو عابد او بل عالم وو چا ورڅخه پوښتنه وکړه چې په دوی کي کوم یو افضل دی مبارک پېغمبر ورته وفرمایل چې عالم پر عابد داسي فضیلت لري لکه زه چې په تاسو کي پر یو ادنا صحابی فضیلت لرم. (مشکوه جلد اول  صفحه ۱۰۳)

د علم په اړه بل مشهوره حدیث چې د ډیرو مسلمانانو پر ژبه یاد او جاري دی؛

طلب العلم فرض علی کل مسلم و مسلمهٍ: د علم زده کړه فرض ده پر نر او ښځه دواړو باندی.

د اسلام دین چې علم د انسان بنیادي حق ګڼي نو بیا ولي زموږ چارواکي د بې وزلو او یتیمانو نجونو پر مخ د علم او معرفت دروازه وتړله آیا دا زموږ ښځینه وو اسلامي حق دی که افغاني حق؟

موږ ښځینه طبقه له اوسني چارواکو او مسؤلینو څخه په کلکه غوښتنه کوو چې زموږ پر مخ دي د مکاتیبو دروازې بېرته پرانېزي ولي چې دا زموږ شرعي، بنیادي او انساني حق دی، نه یوازي دا بلکې موږ ته دي دیني مدرسي هم جوړي کړي تر څو مو د هیواد وګړي د علم په وسیله اول خپل رب او بیا ځان وپېژني او دې دنیا ته د راتګ په اصلی هدف باندی پوهه سي.

محترمو مسؤلینو که زموږ دا عرض او غوښتنه ونه منل شي نو د محشر په ورځ به د الله ج په وړاندي زموږ لاس ستاسي ګریوان وي.

په پای کي دا دعا کوم چې رحیم او مهربانه ربّ دي پر ټول ملت اسلام او بیا په خاصه توګه پر ټولو افغانانو د رحمت، هوسايې او عزت دروازه خلاصه کړي.

آمین یا ربّ العالمین

ستاسو خور صدیقه مشال

6 COMMENTS

  1. ډيره ښايښته موضع دي انتخاب کړي ده. او دا خور(صديقه مشال) چي کمي ليکنه پر کړي زه ده وايم چي پر لاس دي برکت شه. يعني کم وضاحت او فصاحت چي په دا ليکنه کي ورکړي دي نو داسي معلوميږي لکه د وخت يو ډير غټ عالم چي ليکلي وي. او سونه ښه موضع ده کم چي د افغانستان انجوني ورسره مخ دي او پښتانه د کلونو راهيسي ور سره مخ دي لکه د انجونو تعليم او کار کول. هر څه يي د قران او حديثو د نګاه څخه په ډيره ښه ټوګه تشريح کړي ده. ډيره ښايسته ليکنه ده. او زه وياړ کوم چي په پښتني ټولنه کي داسي خويندي لرو

  2. ډيره ښايسته موضوع مو انتخاب کړي او موږ له مسؤلينو څخه په کلکه غوښتنه کوو سي دي موضوغ ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان انجونو پر مخ مکاتب خلاص کړي زموږ ټولنه له کلونه راهيسي ده ښځو ده کار او تعليم له ستونزې سره مخ ده او زه وياړ که وم سي اوس هم په افغانستان کې داسي پوهي خويندي او ميندي لرو او ډيره مننه که وم له دي مور څخه د يو زوي په حيث سي د افغان انجونو لپاره داسي ليکني که وي او الله دي هميشه لري

    • سلام
      ستا لیکنه کې بشپړه جهان بینی شتون لری او هغه دالهی په ارشاداتو او وینا مزینه دة . اسلام څه ملامت دی؟ چې موږ یی داسې ستونزو ،کرکه او اهانت سره مخامخ کوو. کله چې د دوه، درې اوڅلور ښځو دنکاح یادونه شوې دلته اسلام څو مثبت ټکی لری چې داهم له حکمت څخه خالی خبر نه دی. ۱ـښځې چې په جګړه بې سرپرسته کیږی (وخت وزمان) . ۲-ښځې چې مصونیت نه لری،(عرف وعرفان)۳- ښځې چې ځوانې دی او ماشومان غواږی.(مدنی اړخ)۴- ښځې چې اخلاقی عفت ساتی اومعین چاپیریا ل ته پناه وړی . (شخصیت او هویت) ۵-ښځې چې ټولنه له ناجایزفساد خوندی ساتی.(تهذیب او پاکی )په اقتصادی او مدنی او نکاحی لحاظ ډیر ابعاد لری داخبره اوږدیږی اولوی بحث دی.
      په سیاسی لحاظ یو ستر لارښود دمور په واسطه تولنې ته وړاندې کیږی.په معنوی لحاظ الله ج په هیڅ وخت کې پرښخې انحصار نه دی وضع کړ ی حتی په قرآنریم کې یې دښځو په نوم سوره نازله کړې ده. دموکراسی دې دا ادعا او نیوکه نه کوی . کورنی امتیاز یی له ټولو مذاهبو په اسلام کې لکه دصدیقې خور لیکنه ښایسته ګاڼه اوښکلاده .په ادبیاتو کې ښځه په« یوه لاس زانګو او په بل لاس جهان ښوروی!»
      راغلو زموږ دفرهنګ هغو کسانو ته چې واقعا ګونګ خلک دی ، بېخبره ، اوهسې دچم او نورو اغراضو په وجه دوه درې او څلور ښځې نکاح کوی او دعدالت حق ،انسانی کرامت،هویت یې ترپښو لاند ی کوی او یاکم عمر کې یې واده کوی الله چ دې پوښتنه ترې وکړی. هغه نمرود چې دښوونځیو په تړلو امر کړی انشاء الله مخ توری به جهنم ته لاړ شی.

  3. تر څو چې مو نر و ښځه د تعلیم په ګیڼه نه وي سمبال سوي تر هغو به د نورو د ګټو قربانیان یو او د ذلت ژوند به تېروو. افغانانو ته پکار ده چې همت وکړي او خپل شرعي، بنیادي، او انساني حق چې تعلیم دی تر لاسه کړي.

  4. مومنو وروڼو او خویندو د تاریخ دِ اوږدو په تیاروکی مشعلونه رڼا کړی او په رڼا کی ېی ملتونو لار موندلی او د انسانیت لوړو مدارجو ته رسیدلی؛د ټولو مومنو وروڼو او خویندو مومنانه تلاش دِ رب العالمین قبول او حلاوت ایمان دِ موږ ټولو مومنانو ته په برخه کړی۰
    د ښځو فتنه بلل، د حدیث په استناد چې راوی یی اسامه بن زید دی، محترم ورور زبیر افغان د روایت
    او درایت په لیکنه کی را نقل کړی او درایتاََ هغه یی څیړلی،طالب وزیران او کبار مدرسه حقانیه په همدی حدیث استناد کولو ،چې دا پایه ونړیده۰
    دِ شام یک،یک تلویزیون سره د سید ذکرالله هاشمی په نامه بحث کوونکی چې ځان استاد د پوهنتون او طالب معرفی کوی،او اداب دِ بحث په نه مراعات سره ،د همدی حدیث په استناد،په منتها بد اخلاقی او ملیشه یی روش ، ګرداڼنده ته وایی؛ خی تو مرد نیستی ، خود را علاج کن،یعنی موږ طالبان ځان نشو
    کنترولای۰
    اصلاََ نقص په همدی ځای کی دی چې دا حضرات له فهم سالم او اسلامی روح او مزاج نه لیری پاتی
    شوی،دا ډول سخیف فهم دوی له ملت ،امت و د امت له معتبرو مدارسو تجرید کړی او توان د بحث د ملت او امت د دینی مرکزونو او پوهنتونو سره نلری،خو حکیمانه دعوت اسلام یا سبیل رب ته ،موعظه حسنه او جدال په طریق احسن سره دِ هر با صلاحیته امتی وظیفه ده،نور دعوتونه غیر له
    سبیلِ رب ، ټول باطل دی که طالب ته وی ،که ملا ته وی که پیر او که شیخ ته وی۰

    خو علم فرض دی ،یو هغه علم چې پر هر مسلمان فرض دی اوبل د امت د کارونو لپاره په ټولو علومو کی
    متخصصین، محققین او مخترعین پکار دی، ملتونه او په مجموع کی امت دفاع،زراعت، انجنیری،
    طبابت،همداسی عقیده ،تفسیر،حدیث ،سیرت،تاریخ،ساینس او تکنالوجی او هر علم کی د ضرورت
    په اندازه متخصصین په کار دی ، تاریخ د اسلام او اوسنی ژوند شاهدی ورکوی او دا تخصص فرض کفایی دی ،اسلامی حکومت مسئولیت او وظیفه لری چی نارینه او ښځو ته د تعلیم او کار زمینه او
    محیط برابر کړی ، که دوی غلط فهمی لری یآ اختلاف ، نو باید د امت له اهل الذکر نه پوښتنه وشی ،
    خو د امنیت مدعیان دِ ښځو او نجونو ته هم امنیت تامین او هغه چې ځان نشی کنترولای ،عسکری
    قشلو ته یی ولیږی او ښارونو ته یی مه پریږدی چې حملی کوی۰
    دا ضرور نده چې ټول ملت یواځی شیخ التفسیر یا شیخ الحدیث وی ، باید ټولو علومو ته متناسب
    برخه ورکړ شی ۰
    علوم باید له معتبرو علمی مرکزونو حاصل شی ،له مشکوکو او فاقدالاعتبار مراجع او اشخاصو څخه باید ډډه وشی ځکه دغه مراکز شرانګیزی لری ،او هیڅ مفید او خوږ ثمر نلری،یو څو تنه معامله ګر صاحب د جایداد او ډالر ګرځول کیږی خو ملت او وطن دنابودی مسیر کی پړاوونه وهی۰

  5. خوشې وخت ضایع کوۍ د ښځې او نر فرق په اناتومي کې شته خو نور نه ! تنها د عربو جاهل زوړ کلچر او دا فغانانو دغه فکري تړلی ، منجمد و بې علمه او د وحشیانو پوهه د ښځو د بند اود انسانی حقوقو د تلفاتو علت دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب