Homeخبرونهازبکستان: ط-انو سره د مذاکراتو لپاره دې يوه نړيواله ډله جوړه شي

ازبکستان: ط-انو سره د مذاکراتو لپاره دې يوه نړيواله ډله جوړه شي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضايف له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له حاکمو طالبانو سره د خبرو لپاره دې يوه نړيواله ډله جوړه کړي.

 نوموړي د اروپايي شورا له رييس «شارل میشل» سره د ليدنې پر مهال دا غوښتنه کړې او ویلي، چې دغه ډله دې د طالبانو حاکمې ادارې سره د هغوی د کړو ژمنو د عملي کیدو په اړه خبرې ورسره وکړي

ازبکستانی ولسمشر او اروپايي مقام د دغې لیدنې پر مهال دغه راز په افغانستان کې د يوه پراخ سياسي بهير د رامنځته کیدو، د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو د حقونو د تامين په اړه ډاډمنیدل او په دې اړه خبرې د افغانستان د دايمي ثبات د تضمين لپاره مهم ګڼلي.

د ازبک ډيلي د راپور په اساس، دواړو لوريو پر دې هم ټينګار کړی، چې افغانستان بايد د سیمې او نړۍ د امنيت لپاره په ګواښ بدليدو ته پرې نه ښودل شي.

له دې مخکې د سیمې د نورو هېوادونو مشرانو هم د افغانستان له وضعیت څخه انديښنه ښودلې او د خبرو له لارې ېې د ټول شموله حکومت جوړيدو غوښتنه پکې کړې، خو طالبانو په پرله پسې ډول داسې خبرې رد کړي او خپله حاکمه اداره ېې ټول شموله ګڼلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...