جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهکندهار کې د ۱۰ زره کسانو قاچاق کوونکي نیول شوي

کندهار کې د ۱۰ زره کسانو قاچاق کوونکي نیول شوي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ ‏د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ طالبانو ۲۵ تنه د انساني قاچاق په تور نیولي.

ځايي سرچينو ويلي، چي دغو کسانو په جعلي اسنادو د پیسو په مقابل کې افغانان د چمن پر دروازه پاکستان ته اړول.

له نیولو شویو کسانو څخه تر لاسه شويو اسنادو ښودلې، چي دوی تر ۱۰ زره ډېر کسان په پيسو پاکستان ته اړولي.

د يادو کسانو هويت نه دی په ډاګه شوی.

مخکې خلکو ادعا لرله، چې په دغه قاچاق کې د سیمې ځايي طالب او پاکستاني چارواکي دواړه لاس لري.

پاکستان د طالبانو له بيا واکمنيدو سره تر خپل کنټرول لاندې جغرافیې ته د افغانانو د را اوښتو قانوني پړاوونه سخت کړل، چې ورسره په تور بازار کې د دغه هېواد د ويزو بيه زرګونه ډالرو ته ورسیده.

د طالبانو پر ادارې خلک توندې نيوکې لري، چې د پاکستان د دغو ناروا کړنو پر وړاندې ېې کله هم غږ نه دی کړی او د دغه هېواد پر وړاندې ېې ملي دریځ نه دی غوره کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب