یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنړیوال جام؛ جنوبي افریقا، بنګله دېش او پاکستان خپلو سیالانو ته ماتې...

نړیوال جام؛ جنوبي افریقا، بنګله دېش او پاکستان خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

تاند(یکشنبه، د عقرب ۸) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام د سیالیو په دوام کې نن جنوبي افریقا هند ته، بنګله دېش زیمبابوې او پاکستان هالنډ ته ماتې ورکړه.

په همدې حال کې د افغانستان ملي لوبډله د استرالیا بریزبن ښار ته ورسیده چې په دغه ښار کې له سریلانکا سره راتلونکې مسابقې ته تیاري ونیسي.

په دوهم ګروپ کې نن دوې سیالۍ وشوې. بنګله دېش د ۷ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې زیمیایوې ته ۱۵۰ منډې هدف وټاکه خو زیمبابوې چې ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو په شلو اورونو کې ټولټال ۱۴۷ منډې وکړای شوې او مسابقه یې یوازې په ۳ منډو وبایلله.

له بلې خوا هالنډ یا نیدرلنډ د پاکستان په وړاندې په لومړي بیټنګ کې ټولټال ۹۱ منډې وکړای شوې خو پاکستان دا اسانه هدف د څلورو لوبغاړو له سوځېدو وروسته پوره کړ او مسابقه یې په ۶ ویکټونو او ۳۷ توپونو وګټله.

بله مسابقه د هند او جنوبي افریقا ترمنځ روانه ده.

له بلې خوا هند پر جنوبي افریقا وبایلله.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ټیم د سې شنبې په ورځ په برزبن کې له سریلانکا سره مخامخ شي.

افغانستان تراوسه یوه لوبه کړې او هغه یې پر انګلیستان بایللې خو دوې نورې سیالۍ یې د باران له کبله لغوه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب