Homeخبرونهتخار کې د سرو زرو د يوه کان ۵ کارکوونکي مړه شوي

تخار کې د سرو زرو د يوه کان ۵ کارکوونکي مړه شوي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ ‏د تخار په چاه آب ولسوالۍ کې د سرو زرو د يوه کان د نړیدو له امله ۵ کان کيندونکي مړه شوي.

د تخار د امنيه قوماندانۍ طالب ویاند عبدالمبین ساپي ويلي چې د مړو شوو کان کیندونکو جسدونه د ولسوالۍ کلينک ته لېږدول شوي.

ویل کیږي، چې مړو شوو کسانو په ناقانونه توګه دغه کان کينده، چې پرې نړیدلی او مړه کړي ېې دي.

په وروستيو کې د کانونو کيندلو ته د طالبانو پاملرنه هم زياته شوې، خو منتقدین ېې دا کار مناسب نه بولي او وايي چې د مسلکي کسانو په نه موجوديت کې به د کانونو اړوند تړونونه او اقدامات هېواد ته په تاوان تمام شي.

طالبان په وروستيو کې د کانونو د عوايدو د زياتېدو خبر ورکوي او دا خپله لویه لاسته راوړنه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...