یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاسپورټ«جعلي رييس» نيول شوی

د پاسپورټ«جعلي رييس» نيول شوی

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې يو تن یې ‏د پاسپورټونو په نوم له خلکو د پيسو اخيستلو په تور نیولی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت يوه مقام سمونوال ابو ذر ويلي، چې نیول شوی کس جميل نوميږي.

طالبانو په یوه خپره کړې ویډیو کې د نیول شوي کس اعتراف هم خپور کړی، چې هغه پکې د جعلي پاسپورټونو په برخه کې خپل دخالت تاییدوي.

معلومه نه ده، چې دغه اعتراف په رضايت که شکنجې ترلاسه شوی.

د طالبانو د پاسپورټ اداره د افغانستان له تر ټولو ډېرو په فساد ککړو ادارو څخه ګڼل کېږي.

طالبانو په دې اړه ادعاوې رد کړي.

د دوی ځینې منتقدین باور لري، چې طالبان په داسې خبرونو د خپلو چارواکو د فساد ملامتي پر جعل کارانو اچول غواړي.

مخکې د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو د يوه رييس مولوي علم ګل حقاني ورور د پاسپورټونو په وېش کې د مالي او اخلاقي فساد په تور نیول شوی او ويډيو ګانې ېې رسنیزې شوې وې، خو تر اوسه ېې برخليک نه دی معلوم، چې طالبانو ورسره څه وکړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب