جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونه۲۰ ټنه جلغوزي،‌ممیز او پسته له هرات څخه جرمني ته صادريږي

۲۰ ټنه جلغوزي،‌ممیز او پسته له هرات څخه جرمني ته صادريږي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس جرمني ته له هرات ولايت څخه د ۲۰ ټنه جلغوزیو، مميز او پستې د صادریدو خبر ورکړی.

دغه اژانس د هرات د سوداګرۍ خونې د مرستيال سيد مسعود سادات له قوله لیکلي،چې د دغو صادراتو لومړۍ جوپه به ژر جرمني ته واستول شي.

سرچېنې د دغو صادراتو ارزښت شاوخوا نېم میلیونه امریکايي ډالره ښودلې ده.

بل لور ته: د طالبانو د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د‌ جلغوزیو له سوداګرو سره لیدلي.

په دې لیدنه کې طالبانو د دغو سوداګرو له قوله چین ته د جلغوزیو د صادراتو د زیاتېدو خبر ورکړی.

ويل شوي،چې مولوي کبير په دې لیدنه کې سوداګرو ته د پوره ملاتړ ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره له پاکستان څخه د پاکستاني صادراتو په نوم نړيوال مارکيټ ته د افغان جلغوزیو او نورو تولیداتو د‌ صادریدو خبرونه ورکړل شوي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...