یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله درې ملايان د بريښنا شرکت لوړ پوړي چارواکي کړل

ملا هبت الله درې ملايان د بريښنا شرکت لوړ پوړي چارواکي کړل

تاند:(يکشنبه ،د عقرب اتمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده د بريښنا شرکت لپاره درې لوړ پوړي چارواکي ټاکلي.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په نوو ګمارنو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې مخکینی معین ملا حبیب الله فضلي، د برېښنا شرکت اداري رئیس، د اوبو او انرژۍ وزارت د نظارت او ارزیابۍ مخکینی رئیس مولوي محمد رسول جواد، د برېښنا شرکت مالي رئیس او احسان الله، د دغه شرکت د دفتر د رئیس په توګه ټاکلي دي.

دا ګمارنې په داسې حال کې دي، چې له افغانستان څخه ورځ تر بلې د زياتو کادرونو د وتو خبرونه ورکول کېږي.

د نجونو د ښوونځيو تړل، اقتصادي او بشري ناورين، د خلکو په شخصي ژوند او حریم کې د طالبانو مداخله او د مسلکي کادرونو پر ځای د طالب جنګیالیو او ملایانو ګمارل د کادرونو د جلا وطنۍ اصلي دلايل ګڼل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي او نور چارواکي ډېر ځله په خپلو مرکو کې ادعا کوي چې د وزارتونو او ادارو له رهبرۍ وراخوا پر ټولو مسلکي څوکيو د جمهوريت د دورې مسلکي کادرونه پر ځای پاتې دي.

1 COMMENT

  1. ملا صاحب
    الله خپل کتاب قرانکریم کی چې دِ ټول اسلامی امت او بشریت لارښود او د ژوند قانون دی ،فرمایی؛
    ای ایماندارو ،امانات اهل ته یی وسپاری۰
    اوس ته ووایه ،او بیا د امت او بشریت له علماوو پوښتنه وکړه چې؛ اهل چا ته ویل کیږی؟ قرانکریم وا یی ؛فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون۰
    اهل د جنګ ملګری ته ویل کیږی که صاحب د تخصص او تجربی ته؟
    د ملا تقړر او د نجونو او ښځو رجعت بدویت ته ؛لکه د تاسی کورنی، ټول کار مو همدا دی؟
    همدی ته اسلامی نظام وایی که ستا د مدرسی بدوی نظام؟
    دا ډول جامع الکمالات ملا په اسلام او تاریخ بشریت کی ندی تعریف شوی ؛دی کی یواځی دِ یو لک
    ملایانو حاکمیت اصل مقصد ثابت شوی،نور څلویښت میلیونه مومن افغانانو د پاره د خدمت او عزت پلان او قصد څرک نه لګیږی او د تحقیر او ذلت زیری ورکول کیږی؛سمه خبره ،شفقت ،ترحم او
    خدمت هم انحصاری شوی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب