Home+په دې ورځ اندیرا ګاندي ووژل شوه

په دې ورځ اندیرا ګاندي ووژل شوه

له نن څخه ۳۸ کاله پخوا د ۱۹۸۴ م کال د اکتوبر په ۳۱ مه د هند صدراعظمه اندرا ګاندي ووژل شوه.

د سهار ۹ بجې او ۲۹ دقیقې وې چې د نوي ډیلي په صفدرجونګ واټ (د خپل کور په کوڅه) کې د خپل یوه سیک ساتونکي له لوري وویشتل شوه.

هماغه مهال د هند پوځ د سیک بېلتون غوښتونکو خلاف پراخ عملیات پیل کړي وو چې په نړۍ کې یې یو لړ انتقادونه پارولي وو.

د دغو عملیاتو په لړ کې، چې د اندیراګاندي په امر یې د ۱۹۸۴ د جون له لومړۍ تر ۸ دوام وکړ، د سیکانو د یوې مذهبي ډلې مشر جرنیل سینګ او د هغه وسله وال لارویان د امرتسر د دربار صاحب له ودانۍ یا طلایي ګومبتې څخه ووتل. جرنیل سینګ د عملیاتو په ترڅ کې ووژل شو. د هند حکومت د ۱۹۸۴ د جون په ۵ مه د سیکانو عبادتځای ته د پوځ د ننوتو امر وکړ خو د عبادتځای د ساتونکو له مقاومت سره مخامخ شو. د دوی مقاومت په دوو ورځو کې مات شو. په دې پېښه کې د امرتسر ۵۵۴ تنه اوسېدونکي او د عبادتځای دفاع کوونکي ووژل شول او ۱۲۱ نور ژوبل شول.

د هند د پوځ ۹۲ سرتېري هم ووژل شول او ۲۷۸ نور ژوبل شول.

دې پېښې د هند پر سیاسي چارو ژور اغېز درلود ځکه چې ډېر سیک ځوانان د خالستان له غورځنګ سره ملګري شول. پر اندیرا ګاندي د سیکانو انتقادونه د دې پېښې په خاطر زیات شول هماغه و چې د سیکانو پر عبادتځای د پوځ له یرغله ۵ میاشتې وروسته په همدې ورځ پر اندیرا ګاندي حمله وشوه او ووژل شوه.

اندیرا ګاندي د هند د خپلواکۍ د مشر او لومړني صدراعظم جواهر لال نهرو لور او د فیروز ګاندي ماندینه وه.

د دې لپاره چې اندیرا په ځان د ګاندی تخلص ایښی و، ځینې فکر کوي چې له ستر مهاتما ګاندي سره به خپلوي لري، خو دوی هیڅ ډول خپلوي په خپل منځ کې نه لري.

دا د ۱۹۶۶ کال د جنورۍ له ۱۹ د مارچ تر ۲۴ او بیا د ۱۹۸۰ د جنورۍ له ۱۴ د ۱۹۸۴ کال د اکتوبر تر همدې ورځې (۳۱) چې ووژل شوه، د هند صدراعظمه وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...