تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه) د افغانستان بانک لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې سرپرست رئیس عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د پاکستان د سفارت له تجارتي اتشې ډاکتر کوثر علي سره د سوداګرۍ د پراختیا، اقتصادي ودې او مالي او بانکي اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه غونډه شوې.
د افغانستان بانک په اعلامیه کې راغلي ، چې په یاده غونډه کې د افغانستان او پاکستان هېوادونو د مرکزي بانکونو تر منځ د مالي او بانکي اړیکو د پراختیا، اسلامي بانکوالۍ، د ظرفیت لوړونې، د سوداګرۍ د ودې او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
سرچينه زياتوي:« د افغانستان بانک سرپرست یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د نړیوالو منل شوو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو مالي او بانکي بنسټونو سره غوره اړیکې ولري او لدې لارې په هېواد کې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.»
د بانک د اعلاميې له مخې، دوی نورو هېوادونو سره هم ورته همکارۍ بحث کوي.
څو ورځې مخکې د افغانستان بانک لپاره د طالبانو سرپرست د هندوستان يوه پلاوي سره هم د تخنيکي همکاريو په اړه لیدلي وو.
پاکستان د هند کړنی څاری او دهغوی تمثیل او سیالی کوی ، خو پاکستان د هند سره د سیالی ظرفیت نلری ، هند ۵۰۰۰۰۰ ټنه غنم او همدارنګه نوری واقعی مرستی وکړی ان د طالبانو د حکومت سره چه اړیکی یی هم ورسره ډیری ښی ندی ، ولی پاکستان صرف یو څو کارتن تاریخ تیره دوا او یو څو بوجی وراسته او خراب غنم ولیږل چه ټولی نړی پری وخندل . هند د سلما بند جوړ کړ ، د شاتوت بند ته تیار دی ، پاکستان څه کولای شی ؟۰