یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد کابل په یوه بل مارکیټ کې اورلګېدو د دې ډول پېښو...

د کابل په یوه بل مارکیټ کې اورلګېدو د دې ډول پېښو په اړه اندېښنې زیاتې کړي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۹ مه) د کابل په سوداګري مارکیټونو کې د پر له پسې اورلګېدنو له کبله دوکاندارانو ته د لسګونو میلیونو افغانیو تاوان اوښتی دی.

تر ټولو وروستۍ پېښه د شنبې په ورځ په درېیم مکروریان کې وه چې له کبله یې لږترلږه ۱۱ پلورنځي یو مخ وسوځېدل.

تر دې وړاندې په میرویس میدان کې په اباسین ځدراڼ او همداراز احمدي مارکیټونو کې ګڼ شمېر دوکانونه د اور په لمبو کې وسوځېدل.

په کابل کې هر څه موده وروسته دا ډول پېښې کېږي او دلیل بې احتیاطي ښوول کېږي.

په اباسین ځدراڼ مارکسټ کې په وروستیو کلونو کې لږترلږه ۳ ځلې اور لګېدلی او هر ځل یې د لسګونو میلیونو افغانیو تاوان پېښ کړی دی.

د شنبې په ورځ د درېیم مکروریان په لیلامي مارکیټ کې د اور لګېدو د شدت علت د یوه رستوران د ګازو د ډبې چاودنه وه. د دې پېښې له کبله د میلیونونو افغانیو تاوان واوښت. ځینې دوکانداران وايي چې په هر دوکان کې له ۱۵ زره تر یونیم لک ډالره پورې مال سوځېدلی دی.

د کابل د اطفایې اداره وايي چې دوی په وخت د پېښې ځای ته ورسیدل خو عموماً دوکانداران شکایت کوي چې اطفایه هغه وخت د پېښې ساحې ته رسیږي چې هر څه په ایرو بدل شوي وي.

د درېیم مکروریان د لیلامي مارکېټ دوکانداران وايي، په وخت د اطفایې د نه رسېدو له امله دا مارکېټ د اور خوراک شو او د اطفایې کارکوونکي هغه وخت ور ورسېدل چې نور د ژغورلو لپاره څه نه و پاتې.

دوکاندران اوس د طالبانو له حکومته غواړي چې د دې مارکېټ په بیا جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

کتونکي وايي چې باید په مارکیتونو اونورو ځایونو کې د خوندیتوب مقررات شدید شي څو دا ډول پېښې حداقل ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب