Homeخبرونهبدخشان کې د ښځینه محصلينو پر وړاندې تاوتريخوالي توند غبرګونونه پارولي

بدخشان کې د ښځینه محصلينو پر وړاندې تاوتريخوالي توند غبرګونونه پارولي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب نهمه)‏‌ د بدخشان پوهنتون له ښځینه محصلینو سره د طالبانو د ځواکونو پروني تاوتریخجن چلند د خلکو توند غبرګونونه پارولي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ياد شوي پوهنتون له مخې خپرې شوې ویډیو ګانې او عکسونه څرګندوي، چې د طالبانو امنيتي ځواکونو پرون د پوهنتون ښځينه محصلانې پوهنتون ته نه دي پريښي او وهلي ټکولي یې دي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم د یوې اړوندې ویډیو له شریکولو سره په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:« ‏د افغاني کلتور په پلمه د نجونو مکتبونه تړل کیږي خو د افغاني کلتور خلاف په نجونو لاس پورته کیږي، وهل کیږي او سپکاوی ورته کیږي.»

د کندهار يوه بهر مېشتي خبريال مامون دراني بيا د ټولنيزو رسنيو د نورو فعالانو په حواله لیکلي:«‏ځینو د ټولنیزو رسنیو کارونکو د طالبانو دا کړنه او هغه ترانه په ټکر کې بللې، چي ویلي یې دي :

څه عجب غرور لري دا وطن دا وطن

هر زلمي باتور لري دا وطن دا وطن»

د بدخشان پوهنتون يو شمېر ښځينه محصلينو ادعا کړې، چې طالبانو یې د حجاب مخالفت کړی او ورته ویلي چې پوهنتون ته باید له چادرۍ سره ورشي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ښځینه محصلینو او معترضینو پر وړاندې مخکې هم په مختلفو ولايتونو کې د طالبانو د ناوړه چلند ادعاوې شوي، خو طالب وياندويانو داسې ادعاوې بې بنسټه ګڼلي دي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان هر وګړی باید پدی وپوهیږی چی تالب د پښتونولۍ او غیرت ستر دښمن دی.
    پښتانه باید دا خبره درک کړی چی د تالب ټولی کړنی د افغانستلن نه د پښتونولۍ او ننګ او غیرت جنازه اوباسی.
    تالبی ملایایانو د حقانی مدرسو او نورو دا ډول د ای ایس ايی په استخباراتی مرکزونو کی هغه کارونه تر سره کړی چی ددې بی پتو او پستو نه د غیرت کار هیڅکله نشی کیدلی.
    ځنی لوده ګان پښتانه بیا هم ددې پستو او بی پښتو جاهلانو او وحشی ځناورو ملاتړ کوۍ چی ډیره د افسوس خبره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...