تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۰ مه) د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان انګلستان ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې واشنګټن هڅه کوي طالبان د دوحې د هوکړې ژمنې عملي کړي، څو افغانستان بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
هغه وویل: “هغه څه چې زه یې ویلای شم دا دي چې موږ به طالبان د دوحې په تړون کې خپلو ژمنو ته مکلفوو، یانې افغانستان به د هیڅ هیواد په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو، د هغه د متحدینو او شریکانو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پلانولو لپاره د خوندي ځالې په توګه ونه کارول شي. “
له امریکا سره د دوحې د ۲۰۲۰ کال د سولې تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د القاعدې په ګډون نورو ترهګرو ډلو ته به په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي، د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې نوی حکومت به جوړوي، د ښځو او بشري حقونو تامین ته به ژمن وي او له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو د خوندي وتلو زمینه مساعدوي.
د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” څه موده مخکې امریکا له دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورن او وویل، چې د دوی پر رژیم یې بندیزونه لګولي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د دوحې تړون یوه مهم مرکچي عباس ستانکزي بیا وویل، چې امریکا په دغه تړون کې د دوی د رژیم د په رسمیت پېژندلو او ورسره د مرستو ژمنه کړې وه، خو اوس سرغړونه ورڅخه کوي.
د دوحې تړون منتقدین بیا دغه تړون له پيله د افغانستان په تاوان او نیمګړی بولي.
د دوی په باور، له یاد شوي تړون څخه امریکا د خپلو ځواکونو د خوندي ویستو او طالبانو د واک ته رسیدو ګټې وکړي، خو افغانان او په ځانګړي ډول ښځې او د طالبانو مخالفان یې قربانیان شول.
د دغه تړون منتقدان باور لري، چې افغانستان د دوحې تړون له امله بې نظامه، بې بنسټه او وپاشل شو، خو امریکا، متحدانو او افغان ملګرو ته یې که طالبان یا د پرزول شوي جمهوري نظام مهم چارواکي وو، دا موضوعات ډېر ارزښتناک نه وو.