پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهصوابۍ: د امن په نوم کس له جنسي تېري تښتیدونکې ماشومه حلاله...

صوابۍ: د امن په نوم کس له جنسي تېري تښتیدونکې ماشومه حلاله کړې

تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۰ مه)  د پښتونخوا په صوابۍ کې یوه ۶ کلنه نجلۍ تر هغې وروسته حلاله شوې، چې  ورباندې د کیدونکي جنسي تېري له هڅې د تېښتې په حال کې وه.

یوه ځایي پولیس مشر منظور ویلي، چې دا پېښه وړمه ورځ دصوابۍ دسلیم خان سیمې په کګیچ بانډه کې شوې ده.

هغه وایي د امن په نوم یوه ۱۶ کلن زلمي د سیمې پر یوې بېوزلې نجلۍ د جنسي تېري له ناکامې هڅې وروسته هغه په چاړه حلاله کړې او اوس یې پر خپل جرم اعتراف کړی.

د حلال شوې ماشومې پلار فدا محمد ویلي، چې لور یې د یکشنبې ورځې په ماښام کور نه د لوبو لپاره وتې وه، چې بیرته ستنه نه شوه او مړی یې له یوې حجرې ترلاسه شو.

د بشري حقونو فعالان د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې پر ماشومانو د جنسي تيري پېښې تر پخوا ۳۰ سلنه زیاتې شوې بولي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...