سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي

افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې زیاتې شوي

تاند: ( سې شنبه شنبه، د سرطان ۲۰ مه) ‏‏‏‏د‌ طالبانو کورنیو چارو وزارت د انسان تښتونې د پېښو په تور د ۴ تنو د نيولو خبر ورکړی.

سرچينه وايي: ‏د جوزجان د امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه انسان تښتوونکي، چې تېره شپه یې د سرپل ولایت د تګزار ولسوالۍ له کلینیک یو نوی پيدا شوی کوچنی تښتولی و، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې نیولي دي.

د‌ طالبانو د اعلامیې له مخې، دوه هغه انسان تښتوونکي يې هم نيولي، چې څو ورځې وړاندې یې د هلمند له ګرشک ولسوالۍ دوه ماشومان تښتولي وو او د پيسو له نه تر لاسه کولو وروسته یې وژلي وو.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې څايي سرچينو پرون وویل، چې د دوو تښتول شویو ماشومانو جسدونه موندل شوي .

د دوی په وینا، تښتونکو د دغو ماشومانو له کورنيو څخه د هغوی د خوشې کولو په بدل کې د د درې میلیونه افغانیو غوښتنه کړې وه.

ځایي اوسیدونکو ويلي وو، چې تښتونکو ماشومان په بې رحمۍ سره وژلي او وروسته یې د اوبو په یوه څاه کې غورځولي وو.

اوړمه ورځ په کندهار ولایت کې د يوه سپين ږيري جسد موندل شوی و، چې نیمايي حیواناتو خوړلی و.

د فقر او اقتصادي ناورين شدت په وروستيو کې د داسې پېښو د زیاتېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي، خو طالب چارواکي پر دغه ناورين منکر دي او ادعا کوي، چې د اقتصادي ناورين په اړه بهرنيان بې ځايه تبلیغات کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب