جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+عقل څه ته وايي؟| دولت وزیري

عقل څه ته وايي؟| دولت وزیري

 عقل یوه عربي کلمه ده او له عقال څخه اخیستل شوې ده. په عربي ژبه کې عقال د اوښ مهار یا ترسیري ته وايي. مهار یا ترسیري هغه پړی دی، چې د مست او سرکښ اوښ په پوزه کې یې اچوي او یا يې له پښو څخه پرې تړي.

که چیرې مست اوښ مهار نه شي، ټینګول او نیول يې ډېر ستونزمن دي، انسان هم همداسې در واخله، کوم څوک چې عقل ونه لري، حتمي به لېونی وي او یا به يې د مست اوښ په څېر خوله تل ځګونه کوي. که چېرې د عقل خاوند وي او بیا هم پر خپلو کړنو کنټرول ونه لري، معنا دا چې بې لارې، د عقل نه منونکی او یا يې عقل کمزوری دی.

خدای تعالی انسان د عقل په واسطه له نورو مخلوقاتو سره په تفاوت پیدا کړی دی او همدغه عقل دی چې انسان يې د انساني ژوند او غوره اخلاقو وړ ګرځولی دی.

     په پښتو ژبه کې د عقل لپاره د پوهې کلمه استعمالوي او یا زه يې د کومې ځانګړې کلمې په هکله معلومات نه لرم، ځکه چې په نړۍ کې ډېر پوه او نامتو کسان تېر شوي دي، خو د وینې تویونو او ناروا کړنو له امله په تاریخ کې مختورن او ملامته ګڼل کېږي.

 ګوډ تیمور د لوی سلطنت تر څنګ په اسلامي علومو کې هم د معلوماتو خاوند و، خو په وینو تویولو کې يې نوم د چنګېز په څېر په لومړي سر کې راغلی دی.

       په هر صورت عقل یا پوهه هغه قوت دی چې انسان له بدو لارو راګرځوي او د بدو کړنو اراده يې هم ور بدلوي. عقل یا پوهه له انسان سره د حقیقت په موندلو، د ښو او بدو په پېژندلو یا تفکیک کې هم مرسته کوي.

       په ډېر شمېر څېړونکي عقل یا پوهه پر دوو برخو ویشي. یو ته يې نظرياتي عقل یا پوهه او بل ته يې عملي عقل یا پوهه وايي.

د دوی له نظره نظریاتي عقل یا پوهه د کړو وړو، شیانو او مسایلو د درک کولو، پوهولو او قضاوت کولو او عملي عقل یا پوهه د انسانانو د کنټرول دنده ترسره کوي او د انسانانو کړه وړه د هغوی تر ارادې لاندې راولي. معنا دا چې عملي عقل یا پوهه انسان د یوه کار کولو یا نه کولو ته اړ کوي.

 که په څرګنده توګه وویل شي، عقل یا پوهه د حق او باطل تر منځ د فرق کولو قوې ته هم وايي.

        که نور هم لږ په واضحه توګه وویل شي، لومړی عقل یا پوهه په حقيقت باندې د پوهېدلو دنده ترسره کوي او په دویمه مرحله کې د خپلو حواسو او د تر لاسه شوي حقیقت په ذريعه حقيقت ته د رسېدو کوښښ کوي.

عقل یا پوهه د زده کړو، تجربو او د عمر په تېرېدو سره پخېږي، همغه دی چې انسان له نورو مخلوقاتو څخه بېلوي او د اشرف المخلوقات لقب ګټي.

         که د عقل یا پوهي په دندو مرحله وار وغږېږو، کولای شو داسې يې خلاصه کړو:

          هر روغ انسان د طبيعي عقل یا پوهې له مخې ځان اور ته نه غورځوي.

          هر روغ انسان ذهناً په دې پوهېږي چې لس له پنځلسو کم دي.

هر جوړ انسان د تجربې له مخې په دې پوهېږي چې اور سره لوبې کول خطرناک دي.

کله چې یو چا د ظاهري خوندونو او د شیطان صفته انسانانو له تاثیر څخه د ځان د ژغورلو لاره وموندله، دلته دی چې موږ داسې انسان د یوه بشپړ عقل، یا پوخ عقل او یا د کامل تجربه شوي عقل خاوند ګڼلی شو.

         تل عقل یا پوهه د انسان په چوپړ کې ده. عقل یا پوهه ده چې انسانانو ته د ښه او سوکاله ژوند شرایط برابروي.

بریالی به هغه څوک وي، چې د عقل او پوهې له مخې خپل ژوند عیار کړي او پر هغه لار لاړ شي چې پوخ او تجربه شوی عقل ورته حکم کوي. ځکه چې عقل یا پوهه ده چې انسان ته د ښو او بدو، د لږ او ډېرو، د ګټې او زیان، د خدای ج د رضا د لارې او د شیطان د لارې تر منځ تفاوت په ګوته کوي. د عقل یا پوهې په ذریعه هغه کار کوي چې د ده د دنیا او اخرت په کې ګټه وي.

         ځینې خلک عقل او شعور سره ګډوي، خو اصلا شعور په یو شي پوهېدلو ته وايي او بیا عقل پوهېدلو او فرق کولو ته وايي.

د بېلګې په توګه یو حیوان د شعور له مخې په دې پوهېږي چې واښه وخوري، خو د عقل له مخې په دې بیا نه پوهېږي چې واښه د خپل پټي دي او که د بل د پټي.

           یو انسان د شعور په لرلو سره پوهېږي چې مېوه خوړل کېږي او د عقل له مخې بیا په دې هم پوهېږي چې د خپل باغ مڼې را وشکوي. د بل چا ملکیت ته زیان ونه رسوي.

که داسې وویل شي هم به سمه وي، چې شعور ته د عقل لومړنی پړاو ووایو. ځکه انساني شعور د وخت په تېرېدو سره په عقل اوړي، خو په حيواناتو کې شعور د شعور په بڼې پاتې کېږي او عقل ته نه رسېږي.

          د عقل، فکر او هوډ کلمې سره هم په تفاوت کې دي. ځکه له فکر کولو وروسته د عقل په واسطه د ښو او بدو تر منځ تفاوت او بیا يې د اجرا کولو او نه اجرا کولو لپاره هوډ نیول کېږي.

           که د اهمیت له مخې وویل شي، ایجاد د فکر په واسطه کېږي، فرق او کنټرول د عقل په واسطه را منځ ته کېږي او اجرا کول يې د هوډ یا ارادې کار دی.

           دلته زما په فکر تر ټولو اراده مهمه ده، ځکه چې کله فکر او عقل خپل کار ترسره کړ، اوس خبره په هوډ یا اراده کې ده چې د خدای ج په لاره ځي او که د شیطان خوا نیسي.

خوشال بابا به ویل:

چې عقل يې کم وي کله ادم وي

کله ادم وي چې عقل يې کم وي

چې عقل يې کم وي، تل باندې غم وي

تل باندې غم وي چې عقل يې کم وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب