تاند: ( سې شنبه، د سرطان ۲۰ مه) طالبانو په سویډن کې د قرآنکریم د سوزول کیدو د پېښې په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې یې د دغه هېواد پر اړوندو فعالیتونو بندیز لګولی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا بندیز به له مسلمانانو څخه د سویډن تر بښنې غوښتلو پورې دوام ولري.
طالب ویاند له نورو هېوادونو هم د ورته اقدام غوښتنه کړې ده.
معلومه نه ده، چې سویډن په افغانستان کې څومره موسسې او فعالیتونه لرل.
یاد شوی هېواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژني او په کابل کې دیپلوماتیک حضور نه لري، خو د خیریه موسسو له لارې یې مرستندویه فعالیتونه کول.
فرعون کافر ؤ خو ښځه یې مسلمانه او الله ستایلې ده.
طالبان متاسفانه دومره تفکیک نه شي کولی چې په چا بندیز ولګوي او چا ته بد ووايي.
سویډن کمېټې د افغانستان سلګونه زره ماشومانو ته د قرآن کریم په ګډون د نورو زده کړو فرصتونه برابر کړي وو
خو نن د طالب په یوه څپیړه سره ټول ووهل شول!!!!
د پورته موضوع د ځنځیر د کړَیو تحلیل:
۱ – د قرآن او بل هر کتاب سوځل د انسانی کرامت خلاف کړنه ده البته د غربیانو ریاکارانه د بشری حقوقو او د عقیدی او بیان د آزادی او درناوی ادعا یوه تلبیسی او پوچه ادعا ده.
۲ – په سویډن کی د قرآن سوځوونکی یو عراقی سُرانی فکری فعّال دی چی زموږ د وطن ځینو ملحدینو غوندی ځان روشنفکر ګڼی او دین خصوصاً اسلام د بشریت د نیکمرغی دښمن ګڼی خو پدی واقعیت اعتراف نکوی چی نن سبا د امریکائی – یهودی زورواکانو ټوله فکری – عقیدتی منظومه د مذهبی انګیزو څخه تشکیله سویده البته ددی عراقی خبیث کس اصلی هدف دا ؤ چی پدی ناوړه کړنه د سویډن د اقامت اجازه تر لاسه کړی.
۳ – د سویډن – افغان کمیټه یوه غیر حکومتی کمیټه ده چی مرستی ئی د عادی افرادو لخوا تمویلیږی.دا کمیټه څو دیرش کلونه مخکی د یو چینائی مارکسیسټ لخوا چی Jonas Landberg نومیدی را منځته سوه ( البته هغه وخت د چین او شوروی تر منځ سخت ایډیولوژیک رقابت جریان درلود او چینائی مارکسیسټان د شوروی د یرغل ضد جنګالیو په صفوفو کی ولاړ وه ). نوموړی کمیټه خپلی مرستی په افغانستان کی د سواد او تعلیم د تعمیم په لیاره کی لګوی البته د را غونډو سوو مرستو نیمه برخه ئی بیرته د کمیټی په تشکیلاتو مصرفیږی.
۴ – په سویډن کی د قرآن سوځل د غندنی وړ کړنه ده خو نوموړی کمیټه پکی هیڅ رول او برخه نلری بناً د طالب چارواکو دا فیصله فقط یوه ریاکارانه فیصله ده چی تاوان ئی عام وولس ته متوجه دی.
۵ – د درد د فریاد مرکزی ټکی؛
غربی خبیثو استعمارګرانو د وروستیو دوو درو سوو کلونو په اوږدو کی زموږ په سیمه کی ستر ستر جنایتونه تر سره کړی دی او همدا نن ئی هم تر سره کوی خو په غرب کی ناست د سرو نیکټایانو والا افغانی روشنفکرانو ادبیات د ” خود تحقیری ” پر محور را څرخی او ددی پر ځای چی د غربیانو خصوصاً انګلوساکسون تاریخی خیانتونه او توطئی او دسیسی وڅیړی ، خپل وولس ملامت او ګرم ګڼی او د وولس عمومی فرهنګ او ژور باورونه ټکَوی او د استعمارګرانو د استعماری کړنو د غندلو جرئت نلری ( اور دی واخلی داسی نیکټائی او داسی روشنفکری چی فقط ” معلول ” ته غاپی او پر ” علت ” ئی سترګی پټی کړی دی).
قهر غریب ، نقص غریب.
که مرور شوې ځان به خوار کړې
جنوکۍ کله مرور پخلا کوینه جانانه