Homeخبرونهچین ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته واستوله

چین ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته واستوله

تاند(یکشنبه، د عقرب ۳۰ مه) چین وايي، افغانستان ته یې په یوه رېلګاډي کې تر زر ټنه ډېره بشري مرسته ته ولېږله.

د چینايي رسنیو د راپور له مخې، پرون (شنبه) د دغه هیواد د شین جین د نیمه خپلواکې سیمې د ارومچي د رېلګاډو له تمځي ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته په رېلګاډي کې د افغانستان په لور واستول شوه.

د راپور له مخې، دا مرسته به په ۱۲ ورځو کې د افغانستان مزارشریف ښار ته ورسېږي.

چینايي چارواکي وايي چې د روان کال د جولای له میاشتې دغه هیواد افغانستان ته تر ۲۶۰۰ ټنه زیاته بشري مرسته او تجارتي وسایل لېږلي دي.

د افغانستان او چین ترمنځ د رېلګاډي په وسیله سوداګري د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال پیل شوه.

چین د طالبانو د حکومت په لومړیو ورځو کې د ۲۱ ملیون ډالرو په ارزښت د بشري مرستو ژمنه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...