دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې بیا ۵ ط وژل شوي

جلال اباد کې بیا ۵ ط وژل شوي

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ د روسیې خبري اژانس اسپوتنیک خبر ورکړی، چې پرون مازیګر ناوخته د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې ناڅرګندو وسله والو د طالبانو ۵ جنګیالي وژلي دي.

د سرچینې په حواله، یاده پېښه د ننګرهار د ملي امنیت ریاست ته څېرمه رامنځته شوې ده.

ویل شوي، چې وسله والو کسانو په یوه موټر کې پر ناستو طالبانو ډزې کړي او د دوی ۵ تنه یې وژلي دي.

اسپوتنیک د وژل شویو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

جلال اباد د طالبانو په ګډون د مختلفو قشرونو د مشهورو څېرو د هدفي وژنو په یوه مرکز بدل شوی دی.

له دې ولایت څخه نیږدې هره ورځ د یو شمېر دیني عالمانو، قومي مخورو، د مدني ټولنې فعالانو او د جمهوري نظام د منسوبینو او پلویانو د ورته وژنو خبرونه ورکول کیږي.

د دې ترڅنګ وخت په وخت پر طالب جنګیالیو هم ډېری داسې بریدونه کیږي.

د دغو بریدونو پړه تر ډېره پر طالبانو او داعش جنګیالیو اچول کیږي.

طالبانو د وروستۍ پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

3 COMMENTS

  1. اسپوتنیک نه دی، سپوتنیک دی. پاړسیوانان په ساکن توري کلیمه نشي تلفظ کولی هغوی سر ته الف ورکوي او اسپوتنیک یې بولي. Sputnik

  2. دا قتلونه به یو بلها فرعي او ضمني دلیلونه ولري خو ساختاري علت یې هماغه مذهبی جنون او خرتوب دی چې د پښتون په سر او ک و ن ه کې يې ځاله کړې ده. په همدې خرتوب له مخې به یو جهادی شي بل به شیادی شي بل ټالبګی شي بل داعشی شي، یو وهابی شي بل ورته سه له پی شی بل ورته سپی سپی شي او…. د یوڅو وحشي عربو په خوسا روایتونو سره یوبل وژني او عقل سرخوړلی دی…

    وحشت پال پښتون چې له نقل نه عقل ته راونه ګرځي همداسې به د (الله) د رضا لپاره به یوبل داړي وژني يو به مرداریږي ابل به غازي کیږي او هغه بل به شهید کیږي…
    ښه،
    ددې مذهبي وحشتپالنې ګټه څه ده د عامو ژوند ته؟ د کونړ سین یې راتم کړی؟ کور یې ور روښانه کړی؟ نس یې ورموړ کړی؟ … او خود به ګټه نه لري. د مذهبي وحشتپالنې د انساني ژوند سره څه؟

  3. دا ټول کارونه طالبان پخپله د پاکستان شیطانې سلاکارۍ په مشوره کوي. پخپله عام خلک او خپل ملګري وژني تر څو د نړیوالو توجه او همکاري تر لاسه کړي او دوی په رسمیت وپیژني. طالب او بادار ته یې ثابته شوې چې دوی نه دولت چلولی شي او نه نور کوم مالي امکانات لري او پدې اساس زور وهي چې ګواکې پدې چل به نړۍ دوی سره خواخګې شي مګر نړۍ دوی پیژندلي چې د سپي لکۍ نه سیده کیږي او دوی هماغه شان ترهګر دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب