دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهچین افغانستان ته زر ټنه خوراکي توکي استوي

چین افغانستان ته زر ټنه خوراکي توکي استوي

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ چینایي چارواکي وایي، چې افغانستان ته یې د ژمنیو بشري مرستو په لړ کې زر ټنه خوراکي توکي استولي او تمه ده چې تر راتلونکو ۱۲ ورځو پورې به دغه هېواد ته ورسیږي.

د چینایي رسنیو په حواله، یادې مرستې د چین د ایغور سیمې څخه د اورپټلۍ له لارې افغانستان ته استول شوي دي.

سرچینو ویلي، چې په دې مرستو کې د خوراکي توکیو ترڅنګ ژمني لباسونه هم شامل دي.

د چین یوه اړوند چارواکي پانگ هونگتائو ویلي، چې د دې مرستو په هر څومره زر رسولو کار کوي.

 د چینایي چارواکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ له جولای راهیسې یې افغانستان ته ۲۶۰۰ ټنه بشردوستانه مرسته افغانستان ته لیږلې ده.

 د طالبانو منتقدین بیا وایي، د هغې استفادې په بدل کې چې چین او نور سیمه ییز قدرتونه یې له طالبانو څخه کوي، په دې کچه د مرستو استول افغانستان ته خورا کم دي.

افغانستان په دې ورځو کې له سخت بشري او اقتصادي ناورین سره لاس و پنجې نرموي.

د ملګرو ملتونو په حواله، دلته تر ۲۴ میلیونو پورې کسان لازم خوراکي توکي نه لري، له هرو څلورو حامله ښځو څخه یوه یې او له هرو دوو نویو زیږیدلو ماشومانو څخه یو تن یې په خوارځواکۍ اخته دي.

ویل شوي، چې د خوارځواکۍ د شدت له کبله د ۳ میلیونه افغان ماشومانو ژوند له بالقوه خطر سره مخ دی .

طالبان، چې د دغه وضعیت مسوول ګڼل کیږي، ټینګار لري چې بشري ناورین جدي نه دی او که وي هم ، دوی پکې مسوولیت ځکه نه لري چې دوی باید ملت ته ازادي ګټلې وای.

د دوی دا دریځ د خلکو له توندو غبرګونونو او مسخرو سره مخامخ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب