دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهفیض الله جلال ته غبرګونونه؛ ط د پښتنو استازي نه دي

فیض الله جلال ته غبرګونونه؛ ط د پښتنو استازي نه دي

تاند:( يکشنبه، د عقرب دېرشمه)‏‏ د طلوع نیوز په یوه پروني ټلویزوني بحث کې د کابل پوهنتون د استاد فیض الله جلال هغه څرګندونې د یو شمېر پښتنو فعالانو له غبرګون سره مخ شوي، چې طالبان یې د پښتنو استازي ګڼلي دي.

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، چې د طالبانو د استبداد، اختناق او اشغال په چاپېریال کې د استاد جلال پرونۍ څرګندونې واقعاً له اتلولۍ ډکې وې، خو هغه باید دا هېر نه کړي، چې طالبان د پښتنو استازي نه ؛ بلکې یو نیابتي لښکر دی.

د افغانستان مشهور ژورنالیست ډاکټر داود جنبش په دې اړه لیکلي: ‏د ط د واکمنۍ پر بڼه او له نړیوالو سره په تعامل د ګڼو نیوکو ځای شته، خو د ښاغلي جلال وینا چې قومي تعصب راغلی، ځکه واکمن پښتانه دي او ولس یې په خبره نه پوهېږي، پخپله تعصب دی.

دا تېر ۲۰کاله، او ښایي اوږدې لسیزې داسې نکټایي والا یا پکول والا وزارتونه وو چې پښتو په کې حرامه بلل کېده.

یو شمېر نورو پښتنو فعالانو هم د فیض الله جلال پرونی جرئت، چې د طالبانو ویاند ته یې په ژوندۍ ټلویزوني خپرونه کې توندې خبرې کړي، ستایلي خو ویلي چې هغه نه باید طالبان د پښتنو استازي ګڼلي او دوی سره خپل مخالفت ته قومي رنګ ورکړی وای.

فیض الله جلال پرون د طلوع نیوز په فراخبر ژوندي بحث کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ته وویل، چې تاسې د یوه قوم استازیتوب کوئ، چارواکي مو د نورو ژبو ویونکو مراجعینو سره تفاهم نه شي کولای او دغه راز یې ورته وویل، چې هغه «ګوساله» یا د غویي بچی دی.

په دې اړه نورو خلکو هم مختلف غبرګونونه ښودلي دي.

د طالبانو منتقدینو په ټوله کې فیض الله جلال ستایلی، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې هغوی په توندو ټکیو نقد کړي.

خو د طالبانو پلویانو بیا د نوموړي غندنه کړې ده.

یو شمېر پښتنو فعالانو بیا ویلي، چې د جلال خبرې له قومي زاویې پرته نورې پرځای او د ستایلو وړ وې.

تاسې هم خپل نظر راته لیکلی شئ.

8 COMMENTS

  1. شل کاله دی نیکتایی ګروو. روانی مریضانو. ده جهل او ظلم  قومی، ژبنی، تعصبونه ټیکه دارانو. پښتانه یی ځپل،په یو بل نامه یی بندیانول شکنجه کول،وژل ،بمبارول او پښتنو ته یی  په واک رأس کی هم حق نه ورکاوو .  دوی ته یی ده مکتب، پوهنتون  په تګ کی خڼډونه جوړول. حتا ده خپلی مورنی ژبی پښتو ویلو نصاب اوحق یی هم تری اخیستی وو.پښتو ویل لیکل یی منعه کړ ووهرڅه دوی اشغال اوترواک لاندی نیولی وو. ه آخیره یی پسی لیکنی کړی دونیاوالو ته یی ښودل چی دا وحشیان ،بیتعلیمه، پسپاتی ،تروریستان پنجاپیان پردیسیان دی.آیا دا تبعیز، قوم پرستی، تعصب ده یو قوم، ملت نابودول په فرهنګی، سیاسی، فیزیکی لحاظ  نه ووه؟ اونن بیادوی علنی په جهروایی چی مونږ په پښتو نه پوهیږوو؟؟؟ پداسی حال کی چی ده افغانستان لمړی رسمی ژبه په اکسریت پښتوده.   طالبان په اسلامی ایډیالوژی مبارزه کړی   قومی،ژبنی، سمتی جنبه نلری .ده دوی نه ده ټولو افغانانوغوښتنه دا ده چی دوی دی ټولو قومونوته ده دوی ده نفوذ په پام کی نیولوسره  مساوی حق، حیثیت او سهم ورکړی.

  2. د جلا خبری د تعصب نه ډکی وی ، باید بخښنه و غواړی ، په پښتو پوهیدل او یا خبری کول جرم ندی ، لکه څنګه چه په پښتو نه پوهیدل او یا خبری نه کول جرم ندی. ږلی هغه یو د پوهنتون استاد دی باید ملی ژبی زده وی تر څو په پوهنتو ګی پښتانه ښاګردان هم ورزلی شی

  3. داستاد جلال څرګندونو څخه زما په اند دوى نتيجى اخيستلاى سو ،لمړى داچى نوموړى خپل ټوله عقده خالى
    اودخپل ملى خول څخه چى دعوى يى ده هروخت
    کوله راووتى اودتعصب کوټ يى واغوست
    دوهم داچى داخبرى يوچاورتلقين کړى اودده دخولى يى راپ
    ويستى دى چى بهر ته دتللودپاره به مرسته ورسره وکړى
    په ټول کى داسى خوله اچول دپوهنتون ديواستاد دشان سره نه وايى

  4. د جلا خبری د تعصب نه ډکی وی دا یو متعصب سړی دپخوا نه دی ، په پښتو پوهیدل او یا خبری کول جرم ندی ، لکه څنګه چه په پښتو نه پوهیدل او یا خبری نه کول جرم ندی.
    دا استاد جلال که دری میاشتی وروسته لاړ شی هغه وخت دا افهام او تفهیم دچارواکو چه اکثریت یی په دری خبری کولی د پشتنو سره څه ډول و؟
    هر دفتر ته چه یو کلیوالی سړی مراجعه کوله ویل به درست مسلمانی گف بزن چه میگی​
    هیڅ یو پښتون په تلویزیون کی دا انتقاد ونه کړ
    دا څرګنده شوی خبره ده چه دشل کلن استعمار داسی دتعصب زهر پاشلی چه ګیدړان یی زمریان کړل
    داسی دپوهنتون استاد ته په پوهنتون کی باید ځای نه وب ځکه چه ځوانان دتعصب او بیلتونوالی په روحیه روزی

  5. عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود xxx ګرچه به ادمي بزرګ شود !
    جلال له تعصب ډک ستمی دی ، ده چې طالبانو ته خطاب کړي چې په فاړسي نه پو هیږي دا واقعت نلري ! نو دی استاد ولې په پښتو باندې په دوه ټکې نه پوهیږي !! هغه دغني په وخت کې د طالبانو نسبي پلوي کوله او اوس بیا داسې بابولالې بولي چې نفرت ترې خیږي !! پښتانه اوس هم هو ښیار ندي طالبان هیڅ تعصب نلري ! جلال غني ، اتمر او محب له کرزي پورې د طالبانو پټ پلویان بللي دي او وئېوېلې چې دوی طالبان شمال ته انتقال کړي دي ! حقیقت دادی چې په شمال کې تاجک ، اوزبک او ترکمن طالبان وجود لري او ډيرې قرباني یې ورکړې دي . جلال باید محاکمه شي هغه له تعصبه ډکې د نفاق خبرې کړې چې د بیان له ازادي سره ربط نلري او په حقائقو ندي ولاړې !!

  6. تر ټولو لمړی باید همدغه متعصب جلال ته د استاد جملی کارولود تآسف وړ خبره ده لمړی باید نوموړی ته د تربیی او خبرو کولو کورس ونیول شی یو جاته سپکه ویل د سپکو خلکو کار دی دا اوس دهمدی لاری غواړی چی خپلو اکاکانو ته ځان ورسوی

  7. مونگ لر او بر پختانہ لہ سمرہ مارمانندہ دشمنانو سرہ مخ یو دی پنجابی لہ رذالت او شیطانی دی تاجکو لہ تعصب دی تمام دنیا د اجنسویو لہ دسیسو سرہ سری مو خپلی لمنی مو ھم اور اخستی ۔پہ مونگ کی دی دنیا اجنسیو دمرہ غلامان روزی چہ تری دی زان خلاصون تہ بہ ئی ڈیر وقت او کار تہ اڑتیا دہ طالب ھم دی سی ای ائی او ای اس ای یو پروژہ دہ چی پختانہ پری برباد کڑی بی تعلمہ کڑی وزوروی او دی اسلامی یا ڈیالوجی تر نامہ لاندی وزپی ۔
    دا منم چہ تقریبا زیاد طالبان پختانہ دی او ھغہ ھم غولیدلی دی دی خپلی صداقت لہ بی تعلمی او نادانی وجی چی ٹوٹل تعداد بہ ئی تر 1 لک پوری وی مگر لر او بر پختانہ 50 تر 60 میلیونہ پوری دی شاید تر دی ھم زیات وی تمامی دنیا راتہ یو لوری تہ شوی دہ دی طالب داعش القاعدہ غوند ڈلی ئی زمونگ دی بربادی لپارہ روزلی واک تہ رسوالی او دی زان لپارہ بھانہ پیدا کڑی چہ زمونگ د مرموز مرگ بھانہ زانتہ پیداکڑی مونگ بندیان کڑی لہ تعلم او ازدای نہ مو لری وساتی مونگ مھاجرت تہ مجبور کڑی
    زمونگ لہ خاوری نہ ئی دی بزکشی میدان جوڑکڑی عبر قدرتونہ دلتہ خپل زوری ازمائی دا صرف دی جلالی تعصب گر یا طالب غلام خبرہ نہ دہ دی تمامی دنیا او پختون خبرہ دہ
    ٹولہ دنیا زمونگ لہ پختنولی او افغانیت نہ ویرہ لری زموک لہ انسانیت غیرت او صداقت نہ ویرہ لری زکہ مو پہ قرارہ نہ پریگدی
    مونگ بہ ھیسوک مات نکڑی مونگ لہ خپلی لمنی اور اخستی مونک زیاد پختانہ دی یوی استعماری کرخی لاندی ژوندی تیرو چی دی ڈیورن پہ نامہ یو فرنگی زمونگ پہ سینہ را خکلی مونگ ئی لہ ھر خوشحالی او پرمختگ لری ساتلی یو پہ استعمار کی ژوند کوو او تر ٹولو نہ بد خبرہ دادہ چہ زمونگ دی سرنوشت اختیار ئی پنجابی دی 5 درجی غلام تہ سپارلی
    پہ بیرحمی مو پہ ڈلیزہ توگہ وژنی مونگ تہ چا انصاف ونہ غوختہ
    زمونگ دی بی وسی غگ چا پورتہ نکڑ چا زمونگ پہ بی وسی وہ نہ ژڑل ۔ مونگ تا چا انصاف وہ غوختہ ۔
    نور بس دی مونگ باید پہ خپلہ دی خپلی بی وسی غگ پورتہ کڑو دی ظالم پہ مخ کی ودریگو لہ ھری دسیسی دی زان دفاع وکڑو دی خپلی خاوری دی آزادی لہ پارہ پہ پورہ عزم او پوختہ ارادہ لاس پہ کار شوی دی قلم پہ زور خپلہ پختنولی وہ پالو
    لیکنی وکڑو خپل بی وسی غگ پہ ڈیر سرعت سرہ دی دونیا تر ھر کوج
    ورسوہ مونگ ھم دی دنیا دی نورو قومونو پہ شان دی ژوند کولو آزادی او تعلیم حق لرو لہ خپل حق باید دی سر پہ بدلہ دفاع وکڑو
    مونگ نور باید چپ پاتی نشو لہ چا وہ نہ ڈار شو ژوند دی مرگ امانت دی آخر بہ مرو مرگ حق دی خو دی سپی پہ مرگ باید مڑہ نشو
    باید دی ھر دشمن لہ دسیسو پخپلہ خپل زان وساتو اولادنو تہ بائد دی تعلم زیور ور پہ غاڑہ کڑو ازادی ورتہ راوڑو ۔
    مونگ نہ طالبان یو نہ دھشتگرد یو نہ داعش یو نہ ظالمان یو دا ٹولو خو ھغہ نومونہ دی چہ زمونگ دشمنانو زمونگ دی بربادی لپارہ پہ مونگ ایخی دی او مونگ پری وژنی مونگ پری بدناموی مونگ پری بندیانوی مونگ پری مھاجر کوی
    لہ دی ٹولو نمونہ باید مونگ پخپلہ پخپل زان خپل دین خپلہ خاورہ وساتو ۔ لیکنی وکڑی لیکنی وکڑی پختونو لیکنی وکڑی
    آزاد افغان آزاد افغانستان۔۔

  8. TWELVE YEARS
    IN THE PRESIDENCY OF HAMID KARZAI POWER WAS WITH NORTH ALIENS.
    FAHIM WAS PRESIDENT
    PASHTOONS WAS IN BAD SITUATION
    TALIBS ARE NOT REPRESENTS PASHTOONS.TALIBS ARE REPRESENTS OF ISI PAKISTAN INTELLIGENTS.
    FIFTY PERCENT POWER WAS WITH ABDULLAH WITH DOCTOR SAHIB GHANI
    IN JALAL ABAD EVERY DAY PASHTOON ELDERS KILLING UNDER PAKISTANI AGENDA.
    THANKS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب