دوشنبه, مې 6, 2024
Homeکلتورله  ملغلرو ډک (کچکول) | محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار

له  ملغلرو ډک (کچکول) | محمدابراهیم سپېڅلی، کندهار

زما په کتابتون کي ترپنځه سوه ټوکو زیات کتابونه پراته دي، چي له تیرو ( ۲۵) کالو راهیسي مي په کوټه ، کندهار، کابل او ننګرهار کي راټول کړی دي.

زما ټول دغه کتابونه د یو مناسب ځای د نه لرلو له امله په تاخچو ، بکسونو او د رپ پر سرو پراته دي

یو کتاب چي مي په کار وي، بیا نو یوه یا دوې ورځي راڅخه غواړي، چي پيدا يې کړم

ځینی وخت داسی لاهم سوي دي، چي یو کتاب مي دوه واره رانیولی، خو د کتابونو اړولو را اړولو پر وخت پوهیدلی یم، چي داکتاب خو تا ترمخه درلودی، نو بیا دي څه کاوه ، چي خوشمړي دي پر ورکړې ؟

یو څو کلونه ترمخه لا ښه وو، په ارګ بازار کي به مي تکراري ټوکونه او ډېر لوستلي کتابونه د ښاغلي استاد سید احمد قانع دوکان ته وړل او هغوی به په عوض کي نور کتابونه راکول، مګر افسوس، چي اوس دغه کارهم راباندي درېدلی دی ، کتابونه په نقدو راکوي ، پور او د کتابونو الېشېدل يې له ډېره وخته بند کړي دي، خو زه کوښښ کوم، چي که په میاشت کي نه وي، نو په دوو میاشتو کي یو کتاب رانیسم او د مطالعې لپاره يې د خوب په خونه کي بالښت ته نژدې کښېږدم، ترڅو د مطالعې لپاره راڅخه په نورو کتابونو کي ګډ نه سي.

باور وکړئ ! ځیني کتابونه داسي وي، چي یو څو پاڼي يې وګورم ، ځینی نیمايي مطالعه کړم، د ځینو سرلیکونه وګورم اوځیني بیا داسي کتابونه هم په لاس راسي، چي یوازي يې پر رپ یا په کومه تاخچه کي يې له نورو کتابونو سره کښېږدم.

 له نېکمرغه  ځیني بیا داسي کتابونه هم په لاس راځي، چي له اهداء څخه تر ماخذو پوري يې څو واري مطالعه کړم او څو میاشتي زما له بالښت سره پراته او تاسي باور وکړی په هر واري لوستلو يې نه مړیږم او هر واري مطالعه يې ماته نوي معلومات په لاس راکوي.

کچکول هم یو له دغسي  کتابونو څخه دی، چي ما څو واري لوستی، ان ځیني مقالي می يې په راډیو کي د ادبي خپروني اوریدونکو ته لاهم اورولي دي.

دغه کتاب دوه ټوکه دی، چي  په ( ۲۰۱۰) میلادي کال کي د کندهار د اطلاعات اوکلتور ریاست لخوا دهغه وخت  سرپرست رييس مرحوم عبدالقدیم پتیال له یاداښت سره د زر ټوکو په تیراژ خپور سوی دی.

کتاب خپله لیکوال کمپوز کړی او اهتمام يې استاد پوهنیار مطیع الله روهیال کړی دی.

لومړی ټوک ۲۲۴ مخونه لري، چي د پښتو ژبي محتاط لیکوال استاد معصوم هوتک پکښي ( ۲۳) رنګارنګ ادبي، څیړنیزي، تاریخي، ژبنیزي او نوري موضوعګاني د کچکول د اول ټوک لوستونکو ته وړاندي کړي دي.

د کچکول په اړه خپله ښاغلي معصوم هوتک د ( زما کچکول) ترسرلیک لاندي یونیم مخ لیکنه کړې، چي په یوه برخه کي يې داسي راغلي دي:

« ماچي پردې مجموعې باندي د کچکول نوم ایښي دی، مراد مي دادی، چي ددې مجموعې مطالب د ملنګ د کچکول په شان رنګارنګ موضوعات په ځان کي لري.

ځینی تاریخي بحثونه دي، ځیني يې ادبي، ځیني يې ژبنۍ څیړني دي، ځینی يې نور تحقیقونه ، ځیني يې غمنامي دي، ځیني يې په درد خوري، ځیني يې تش توري دي، ځیني يې نوي خبري دي او ځیني يې د چاخبره زړې بابولالي …. »

که څه هم استاد په خپلو خبرو کي د( تش تورو او زړو بابولالو) په یادولو شکسته نفسي کړې ده، خو زه وایم،چي کاشکي دا ډول زړې بابولالي(!) او تشي خبري(!) موږ ته دایوشمیر یوازي په نامه غټو لیکوالانو لیکلای  او وړاندي کولای سوای !

که درانه لوستونکي پام وکړي په دې لومړي ټوک کي دغه مضامین راغلی، چي زه به يې یوازي په سرلیکونو یادولو بسنه وکړم او تاسو به که ټول ونه وایاست نو ستاسو له منځه به یو زیات شمیر کسان له ځان سره ووایی، چي :

« کاشکي همدا نن دملغلرو دغه ډک کچکول مطالعه کړو.»

۱: دوه شاعران ، پلار او زوی

۲: شمس الدین غلجی او اثار يې

۳: د احمدشاه بابا د دیوان لاسته راغلې یوه نوې قلمي نسخه

۴: د ملا امیر دېوان

۵: د پښتو منهاج العابدین قلمی نسخه

۶: عبدالرحمان زینداوری اود امالي قصدې پښتو منظومه ترجمه

۷: سید جمال الدین افغان د خپلو او پردیو له نظره

۸: پښتو غزل یتیم سو

۹: د میرزاخان انصاري د دېوان یوه زړه قلمی نسخه

۱۰: تحفه الاسلام

۱۱: د غزنین په نامه د هنري جورج راورټي نوی اثر

۱۲: د سراج الاخبار د لیکونکي تخلص کاتب دی، نه کاتب الحروف

۱۳: په افغانستان کي د ښووني او روزني لنډه تاریخچه

۱۴: مسلمانان په قبرو کي دي، مسلماني په کتابوو کي ده

۱۵: د ادبي کره کتني یو لنډ جاج

۱۶: پښتو لنډۍ ، نه جاپاني هایکو ده ، نه پارسي طرح

۱۷: ویاړونه میوندونه

۱۸: په روښاني غورځنګ کي د کندهار ونډه

۱۹: په اتلسمه پيړۍ کي په اصفهان کي د مسیحي سیاح یاداښتونه

۲۰: دوه ورک دفترونه

۲۱: په ( پښتو ) يې وکاږم که پر ( پښتو) ؟

۲۲: ټکی په ټکی ژباړي – تلفظي بیخوندي

۲۳: ښاغلی حشمت خلیل غبار حقایق تحریفوي

د کچکول دوهم ټوک هم د اول ټوک په ډول ( ۲۲۴) مخونه لري او  د زر ټوکو په تیراژ په همدغه ( ۲۰۱۰) میلادي کال د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست لخوا پر اخباري کاغذ خپورسوی دی.

ددغه ټوک کمپوز هم ښاغلي معصوم هوتک کړی او د اهتمام چارو ته يې بیاهم ښاغلي استاد روهیال اوږه ورکړې ده.

د کچکول دوهم ټوک هم د اول ټوک په څېر له خورا قیمتي ملغلرو ډک دی.

په دغه ټوک کي د درانه استاد ( شل) بیلا بیلي مقالې رایوځای سوی دی، چي غواړم دلته هم دشل واړو مقالو یوازي سرلیکونه له تاسو سره شریک کړم او تاسو خپله قضاوت وکړئ، چي استاد پر څونده مهمه موضوعګانو قلم چلولی دی.

۱: د ( خیرالبیان تنقیدي مطالعه ) د نقاد په نظر

۲: د ( ځ) توري تاریخي پسمنظر

۳: د میرزا حنان بارکزي په شعرکي تعميې

۴: شیرحاجه – شیرحاجي – شیرحاژه، شیرحاژي ( ددغه لغت څېړنه )

۵: په سراج الاخبار کي پښتو نشرات

۶: مخزن افغاني او په هند کي د پښتنو واکمنانو په باب تاریخي منابع

۷: کوچیان اود هغوی د تلو راتلو لرغوني لاري

۸: د احمدشاه بابا د دېوان نوی چاپ

۹: د خطي زېرمو لوټیده ملي اونه جبرانیدونکې ضایعه ده

۱۰: پوهنځی که پوهنزی؟

۱۱: د پښتو قاموسونو په باب لنډه څرګندونه

۱۲: بیاهم پښتو قاموسونه

۱۳: د نادراباد او دشت لکان په باب یوڅو توضیحي خبري

۱۴: ماته صاحب تر صیب غوره ایسي

۱۵: جګړه ماري ډلي خپل خیر د تعصبوبونو په ژوندي کولو کي ویني

۱۶: په اوسنیو شرایطو کي سوله اولویت دی

۱۷: د لویانو یاد

۱۸ : اماني عصر او لويي جرګې

۱۹: د ادب پر تاخت ناست ټولواک

۲۰: شهید مولوي عبدالغفار بریالی اود هغه ( جزييات)

د کچکول په دواړو ټوکونو کي هره چاپ سوې مقاله او مضمون ځان ته ژوره څېړنه او لوستنه غواړي

ددغسي مهمو مقالو لوستل د ټولنیزو څانګو پر محصلینو سربیره دزده کوونکو، ښوونکو او استادانو لپاره ځکه اړین دي، چي د مطالعې پرمهال يې لوستونکي له خورامهمو موضوعګانو او نویو خبرو سره مخامخ کیږي.

که څه هم د ( کچکول) مقالې پر مسلکي او ځانګړوموضوعګانو لیکل سوي، خو د وړاندي کولو ژبه يې عام فهمه او روانه ده، چي دغه سلاست يې زما غوندي د نویو لیکوالانو لپاره د خورا معتبرو ماخذونو ترڅنګ د معیاري مقالې لیکلو لاري چاري هم روښانوي.

د (کچکول) د اکثرو مقالو  وروسته تقریبا یو نیم مخ یا هم دوه مخونه لمنلیکونه راغلي دي، چي په دغو واضح لمنلیکونو کي د مقالې په اړه راغلی وضاحت لوستونکي نور هم د موضوع تل ته بیايي.

زه خو وایم، که چیري دغه ډول مغتمني لیکني ملنګي او علمي کتابونه کچکولونه وي، نو ما دي هم خدای د دغسي له ملغلرو ډکوکچکولونو لرونکو ملنګانو په شاګردانو کي حساب کړي، ځکه په اوسمهال کي زموږ اوږدو جګړو ځپلې ټولنه تربل هر وخت دغسي پر معنوي تخت ناستو ملنګانو او له ملغلرو ډکو کچکولو ته ډېره اړتیا لري.

استاد معصوم هوتک یوازي د شل یاڅلوېښتو مقالو لیکوال نه دی، بلکي خپل پوهیدلی ژوند يې ټول په لیکوالۍ کي تېرکړی دی.

هغه د افغان ولس پر روانو حالات سرمني اوښکي توی کړی دي

د ولس د ښېرازۍ لپاره يې د پيژندل سوي افغان لیکوال، شاعر او ژورنالیسټ مولوي صالح محمد هوتک پاشلي ویناوي راټولي کړي دي.

د پښتو ادب او تاریخ وهابیانو ته يې د پټي خزاني په باب قانع کوونکي دلایل د ( پوخ کاڼي) په بڼه وړاندي کړي دي.

پردي او خپلوان يې په احمدشاهي کندهارکي کوڅه په کوڅه لاسنیولي له ځان سره ګرځولي دي.

د پښتنو د اصل او نسب په اړه يې پښتنې قبیلې او شجرې راته ښوولي دي.

لوستونکي يې د کندهاریانو له ښکاري میني په بشپړه ډول خبر کړي او د اکثرو کورنیو او وحشي مرغانو د نومونو او نورو اړوندو په اړه يې  چي په کندهارکي يې خلک پيژني د( ښکار او کندهار) په نامه له ورکیدو خوندي کړي دي.

د پښتو ژبي دغه محتاط لیکوال او شاعر د شعر په نازکه ژبه د خپلو خلکو په غم کي خورا ډیري (شپې روڼی) کړي دي

د افغانستان په تاریخ کي د یو ډېرمهم باب ( هوتکو) د دورې په لسهاوو میړني او میړنۍ يې( په سل پګړۍ او یو پوړني) کي راپيژندلي دي.

استاد خپلي مورنۍ ژبي ( بودا پیسټ) ته بیولی ، د تاریخ له پاڼو څخه يې ( کندهاري وروڼه او کندهاري سرداران) رامعرفي کړي دي.

له ( ادیب شېخ) سره يې اشنا کړي یو، د علامه حبو اخوند زاده  د( درني کورنۍ ) حال يې راسره شریک کړی دی.

( شین سترګي) مستخدمین يې پټ نه دي پرې ایښي

لنډه داچي زموږ  دروند استاد پر (احمدشاهي شهنامه ) سربیره يې د میرزاحنان بارکزي، لوی احمدشاه بابا، د ملا میران، عبدالرحیم هوتک، د پیرمحمد کاکړ معرفت الافغاني ، د ادم خیشکي، شمس الدین کاکړ، د ارواښاد بېنوا ( میرویس نیکه)  د دوست محمد خټک بحرالعلوم  او ځیني نورو دېوانونو او اثارو يې سریزي، لغتنامې، متن سمونه ، لمنلیکونه ، پيژندنه او تعلیقات  اود ځینو خو يې ترتیب او مقابله هم په پوره دقت سرته رسولې ده.

( له کندهاره تراټکه، پښتو متون سمېدل غواړي، د مخلص کندهاري د کلام لغوي زېرمه

د علامه رشاد جغرافیايي یاداښتونه ، د ناوې دانشور، زر او یوه شپه ) او ځیني نور هغه مغتنم اثار دي، چي پښتو او پښتانه ژوندي وي، په دغو اثارو به خپله تنده ماتوي.

زه خپلي خبري د استاد د اوږد صحتمند ژوند په هیله پای ته رسوم ، چي دغسي نور علمي اثار هم د پښتو ژبي د لا بډایني په موخه وړاندي کړي.

امین

 ستاسو له توجه مننه

نوټ : دغه مقاله په کندهارپوهنتون کي د استاد معصوم ویاړ غونډي ته لیکل سوې او لوستل سوې ده.

۳۰ –  اپریل – ۲۰۱۹

کندهارښار اطلاعات او کلتور ریاست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب