شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهسنګراحمدشاه بابا او پاني پت/ استاد سنګروال

احمدشاه بابا او پاني پت/ استاد سنګروال

د کوه نور الماس په نادر افشار دومره ګران و چې تل به يېپر مټ تړلی و. داچې ابدالي احمد شاه څرنګه ترلاسه کړی دی mo انګېرنې داسې دي.

هغه مهال چې اويا (۷۰) تنه پارسيان د صالح خان، محمد قلي خان، محمد خان، موسی بيګ افشار، محمد خان قاجار، او نورو په لمسون او لارښونه د نادر افشار له خيمې نه را تاو شول نو بيا صالح خان او محمد خان خيمې ته ور ننوتل، لومړی بريد صالح خان وکړ او ښی لاس يې ترې غوڅ کړ او محمد خان بيا ترې سر له تنې پرې کړ.

د نادر افشار مېرمنې بي بي صاحبې د خپلې مينځې په لاس احمد خان ته پيام واستوو او هغه هم په ډېره بيړه ځان د پېښې ځای ته را ورسوه.

د احمد خان پوځ پداسې وخت کې سيمې ته ورسېد چې پارسيانو د پاچا د کمپ په لوټولو لاس پورې کړی وو.

لاکهارت پخپل اثر نادر شاه کې ليکلي:«د ابدالي احمدشاه ځواکونو هغه کسان و نيول چې د نادر له کمپ نه يې خزانه لوټ کړې وه نو ځکه د کوه نور الماس احمد خان ته پلاس ورغی.  ميرغلام محمد غبار پدې ټينګار کوي چې کله ابدالي احمدشاه د نادر افشار کورنۍ پت او عزت د قزلباشانو له بريدنه وژغوره نو د هغه مېرمنې د کوه نور الماس احمدشاه دراني ته ډالۍ کړ… وروسته پېښو وښوده چې دغه الماس د هر واکمن لپاره بد مرغۍ وزېږولې. ولې بهرني څېړونکي دا نه مني، ډېری په دې اند دي هغه مهال چې نادر افشار له هند نه بېرته را وګرځېد، هغه قافله هم د ده تر شا را روانه وه چې ډېر قيمتي توکي پکې ول. سایکس کښلي دي چې پدغو قيمتي توکو کې جواهرات او د کوه نور نامتو الماس هم وه.  البته دا هغه الماس وه چې د هند له لوديانو نه بابر ترلاسه کړي وه. دغه قافله پداسې مهال د لوی کندهار سيمې ته ورسېده چې نادر افشار وژل شوی وه او قافله د يوشمېر غلو لخوا چې مشران يې کدوخان او نور محمدخان ول لوټ او تالا شوه.

دغه کسان د ابدالي احمدشاه له خوا ونيول شول او ټول شته يې ترلاسه کړل چې ارزښت يې دوه کروړو ته رسېده. ولې ښايي چې د کوه نور الماس به په دغو توکو کې نه وه. نو که چېرې دا ريښتيا وي چې نادر به تل الماس له ځان سره ګرځوه، بيا خو هرومرو پدغه کاروان کې نه وه. د نادر افشار بې سره تنه لومړی په مشهد کې خاورو ته وسپارل شوه او وروسته بيا اغا محمد قاجار د هغه مړی له هديرې وويست او تهران ته يې ولېږدوه.

ددې لپاره چې دده دب دبه يې تر پښو لاندې کړې وي نو بيا يې د دويم ځل لپاره تر خپلې ماڼی لاندې ښخ کړ.

د نادر افشار له مړينې وروسته د افغانستان په تاريخ کې يوه نوې پاڼه واوښته، يو نوی څپرکی پيل شو او هغه دا چې ابدالي احمدشاه د افغانستان پادشاه شو.

احمدشاه درانی څرنګه واک ته ورسېد؟:

د خراسان پېښو په ځانګړي ډول د نادر افشار مرګ په سيمه کې يوه لوی کړکېچ ته لاره پرانسته.

هغه پوځ چې نوموړي له بېلابېلو سيمو او قومونو نه را غونډ کړی وه، ووېشل شو. پدې لړ کې افغانان هم د يو پياوړي ځواک څښتن ول چې لږ تر لږه شمېر يې د شپاړس(۱۶) زرو په شاوخوا کې اټکلېده.

د همدغه ځواک مشران نور محمد خان غلجي او ابدالي احمد خان د نادر افشار له وژل کېدو وروسته مخ په کندهار وخوځېدل.

نور محمد خان مير افغان غلجي د افغانستان له ټولو قومي (پښتنو، ازبکو، تاجکو، بلوڅو، هزاره ګانو…) مشرانو وغوښتل چې يوه جرګه د پاچا د ټاکلو لپاره جوړه کړي.

افغاني مشرانو د شېرسرخ هديرې ته څېرمه يوه ملي جرګه را وبلله. په سرکې د جرګې غړو نورمحمدخان غلجی او حاجي جمال بارکزی د دې کار لپاره وړ ګڼل. ولې د جرګې په نهمه غونډه کې د ټولو جرګه والو سترګې احمد خان سدوزي ته واوښتې، دا ځکه چې نوموړی ۲۵ کلن (ځنې ۲۶ کلن ګڼي) ځوان د نورو په پرتله د پوهې او زغم څښتن و.

د جرګې په نهمه ورځ يو روحاني شخص صابر شاه چې د کندهار خلکو ورته ډېر درناوی درلود د جرګې له مينځه را پاڅېد احمد خان ابدالي يې د پاچا په توګه اعلان کړ او د غنمو وږی يې هم په پګړۍ کې (۱۷۴۷ ز کال) ور وټومبه.

احمد شاه ابدالي په داسې مهال پاچا شو چې نه يوازې افغانستان د سييمه ييزو واکمنو او خانانو تر مينځ وېشل شوی وه بلکې د افغانستان ګاونډي هېوادونو هم يو باثباته مرکزي حکومت نه درلود.

ابدالي احمدشاه هم د يوه اوښيار او ځيرک مشر په توګه، د خپلې سياسي او نظامي پوهې او موخې په بنسټ غوره وګڼله چې د يوه پياوړي افغانستان د جوړېدو لپاره مټې را ونغاړي.

احمدشاه بابا د سياست ډګر ته په ناڅاپي توګه نه دي دانګلي بلکې دی په داسې کورنۍ کې زېږدېدلی وه چې له پلار او نيکونو ورته، سياست په ميراث پاتې وه.

د دې لپاره چې درانى احمدشاه وپېژنو چې نوموړي د کوم واک او ځواک له مخې داسې يوه لويه ټولواکمنۍ جوړه کړه چې څلور خواوې يې داسې وې:

لوېديز ته مشهد او نيشاپور، شمال ته امو سيند، ختيځ ته چين جنوب او جنوب ختيځ ته کشمير او ډيلي.

د ابدالي احمدشاه ژوند ليک:

احمد شاه ابدالي د زمان خان زوی (د هرات حکمران) د دولت خان لمسی (د لوی کندهار يو قومي مشر) په ۱۷۲۲ ز کال په هرات کې (ځنې حېړونکي ملتان ښيي) زېږېدلی دی.

مور يې زرغونه نومېده چې د عبد الغني خان الکوزي خور کېده او د نادر افشار د واک په مهال د کندهار حکمران ټاکل شوی وه.

احمد خان لا تنکی ځوان وه چې د نادر افشار په پوځ کې شامل شو او دا هغه مهال دی چې ورور يې ذوالفقار خان په مازندران کې (د تبعيد په حالت کې) ووژل شو.

ده په لږ وخت کې د خپلې پوهې له مخې دومره خپل ځان نادر افشار ته نژدې کړ، چې د هغه له ډېرو باوري کسانو څخه وګڼل شو.

کله چې نادرشاه پدې پوه شو چې د ده ډېر نږدې پوځ د ده د دښمنانو محمد قلي او صالح خان تر اغېزې لاندې دی نو بيايې هغه افغاني پوځي مشران چې د پوځ شمېر يې يواخې د ده په کمپ کې څلور زره وسلوالو ته رسېده. د جون په ۱۹ نېټه را و غوښتل، خپله بې باوري يې ورته په ډاګه کړه او دايې ورته وويل چې زه ستاسو ملاتړ ته اړ يم. د دغو افغاني مشرانو په لړ کې يو هم احمد خان وه چې د نادر افشار خبرې لا په غوږ کې وې چې د جون په شلمه (۲۰) نېټه (۱۷۴۷ز کال) نادر افشار و وژل شو.

لکه چې دمخه وويل شول احمد خان پداسې مهال واک ته ورسېد چې په ايران کې د واک په سر اخ او ډب پيل شو او نيمه پېړۍ يې دوام وکړ.

د نادر افشار کورنۍ په مشهد او ايراني خراسان کې واک در لود. کريم خان زند د ايران جنوبي سيمې تر خپل ګروت لاندې راوستې. اقا محمد قاجار هم د ايران يوشمېر سيمې پخپلې ولکې کې ونيولې. همدا راز د افغانستان په جنوب او ختيځ يانې د هند په نيمه وچه کې د اورنګ زېب له مړينې (۱۷۰۷ زکال) وروسته د مغولو ټولواکمنۍ هم مخ په ځوړه روانه وه.

د برېتانيا ختيځې کمپنۍ هم خپلې منګولې ښخې کړې وې، مرهټيانو د دکن شاوخوا سيمې تر خپل واک لاندې راوستې، د پنجاب سکان هم په ارامه نه وو ناست دوی هم خپله برخه ځانته بېله کړې وه او مغل چارواکي محمد شاه ګورګانی او احمد شاه ګورګانی نور د دې جوګه نه ول چې دا لويه مغلواله ټولواکمنۍ له سيمه ييزو ګواښونو نه وژغوري.

د اروپا ښکېلاکګرو نه يوازې (انګرېزانو او فرانسويانو) د هند د نيمې وچې شتمنيو ته بډې راوهلې وې بلکې ايران او مينځنۍ اسيا هېوادونو ته (په سرکې روسانو) هم ګوتې را تېرې کړې وې. روسانو د مينځنۍ اسيا له هغې ګډوډۍ استفاده وکړه چې د څلوېښتو کالو په موده کې لس تنه واکمن يې يو دبل پسې له مينځه لاړل.

روسانو غوښتل چې مديترانې، پارس خليج او د هند سمندر تودو اوبو ته ځان ورسوي نو ځکه يې يو د بل پسې د مينځنۍ اسيا هېوادونه لاندې کړل.

د ابدالي احمدشاه د پوهې او ځيرکتيا وړتيا او لوړتيا پدې کې وه چې د داسې لويو او سترو ښکېلاکګرو په مينځ کې يوه ستره ټولواکمنۍ جوړه کړه.

د روسيې دويم کاترين (د پتر کبير ځای ناستی)، د برېتانيا ويليم پيت، د فرانسې پنځلسم لويي د دراني احمدشاه هغه سيالان ول چې غوښتل يې د دغې سيمې هېوادونه ښکېل کړي.

په همدغسې سياسي چاپېريال کې ابدالي احمدشاه لومړی خپله ازادي او خپلواکي اعلان کړه او له پارس سره يې خپلې اړيکې پرې کړې، شاه ولي خان يې خپل صدراعظم وټاکه او سپه سالار سردار جان خان يې د دفاع د وزير په توګه وګماره.

احمدشاه ابدالي د ملي يووالي په لور

احمدشاه بابا د افغانستان د دوديزې او سنتي ټولنې په رڼا کې، که له يوې خوا غوښتل چې په دغه بڼه يو شمېر قومي مشران ځان پسې روان کړي. خو له بلې خوا يې د ملي يووالي له مخې کوښښ کاوه چې د يوه ملي، باثباته او مرکزي حکومت د ټينګښت لپاره هلې ځلې وکړي.

هغه وخت چې په ۱۷۴۷ ز کال د جولای په مياشت کې د يوشمېر ديني پوهانو، سيمه ييزو او قومي مشرانو په ګډون احمدشاه ابدالي د پاچاهۍ تاج په سر کړ، نو لکه څنګه چې صابرشاه مجذوب (کابلي) دغه پېر ته «دردران» نوم ورکړ «نوبيا په ټول ښار کې په همدې تړاو نغاره وغږول شوه چې افغان ټولواک ته به له دې وروسته احمدشاه درانی ويل کېږي.»

که څه هم احمد شاه بابا د نادر افشار له حکومت نه ډېرڅه زدکړي ول ولې کټ مټ د هغه د حکومت په ليکه تګ ستونزمن ځکه وه چې د ايران او افغانستان ټولنيز جوړښت يو شان نه وه.

د ايران په خاوره کې پرلپسې مستبدو حکومتونو د هغه ولس ملا ورته ماته کړې وه. ولې افغانانو خپله سيمه ييزه واکمنۍ د هر بريدګر او ښکېلاکګر په وړاندې ساتلې وه، نو ځکه احمدشاه دراني د همدې ټولنيز جوړښت په رڼا کې کوښښ کاوه چې د قومي او سيمه ييزو مشرانو تر مينځ يووالی ټينګ کړي. په همدې بنسټ يې يوه قومي شورا هم جوړه کړه.

احمدشاه دراني د هوتکيانو له حکومت نه ډېرڅه ياد کړي ول، چې هغه د يووالي ښېګڼې او د نايووالي بدګڼی او ناوړه پايلې وې.

هغه د هنري جورج راورټي خبره:«که چېرې يو شمېر هوتکي مشرانو د افغانستان دغه دوه لوی ټبرونه (ابدالي او غلجي) سره يو موټی کړي وی ښايې دهغه مهال ستونزې به بل ډول وې.»

کومې ستونزې چې پدې تړاو د هوتکيانو او يا د هوتکيانو له پېر نه دمخه موجودې وې احمدشاه ابدالي نه يوازې تر يوه بريده حل کړې بلکې د نورو بېلابېلو قومونو استازي يې هم (پښتانه، ازبک، تاجک، هزاره، بلوڅ، قزلباش، هندوان…) په يوه ټغر راټول کړل.

له بده مرغه دا يو تريخ حقيقت دی، افغانانو چې کله هم د نايووالي ترخه څپېړه پر مخ خوړلې ده نو افغانستان ډېرې ترخې ناخوالې ګاللې دي. خو کله چې يو شوي دي بيايې ډېرې ستونزې له مينځه وړې دي. د ساري په توګه که د احمدشاه دراني له واک نه لږ څه شا ته لاړ شو وبه ګورو چې لومړی د افغانانو نا يووالی وه چې د بهرنيو هېوادونو بريد ته يې لاره پرانسته. دويم د افغانانو يووالی وه چې نه يوازې خپل هېواد يې د پرديو له ګواښ نه وژغوره بلکې يوه لويه ټولواکمنۍ يې هم ټينګه کړه چې موږ همدغه احمدشاه درانی د بېلګې په توګه يادولی شو.

د الفسټون په اند افغانان «د خپلو مټو په زور نورو ته ټولواکمنۍ جوړولی شي… ولې ددې وس نلري چې پخپل هېواد کې دولت جوړ کړي… په ۱۷ پېړۍ کې د مغلو په وړاندې خپله سيمه ييزه واکمنۍ خوندي کړې ده.»

د نوموړي ختيځپوه انګېرنه تر يوه ځايه سمه ده چې هغه هم د افغانانو خپل مينځي ناخوالی دي. دويم دا چې افغانان په خپل وطن کې دولت نشي جوړولی دا د تامل وړدی…!؟ دا ځکه احمدشاه دراني په ثبوت ورسوله افغانان دا وړتيا لري چې ټولواکمنۍ جوړه کړي. ولې ريښتيا هم بايد دا هېره نکړو چې همدغه د احمدشاه ابدالي پلار محمد زمان خان سدوزی او د محمد زيانو مشر حاجي جمال خان ول چې په مشهد او د مشهد په شاوخوا سيمو يې حکمراني کوله او دا هغه مهال وه چې نادر افشار له غلجيو سردارانو سره د ايران په جنوبي سيمو کې په جګړه بوخت وه.

ولې کله چې نادر افشار، غلجي شاه اشرف هوتک ته ماته ورکړه بيايې نو مخ په ابداليانو را وګرځوه.

که چېرې په دغه وخت کې غلجي او ابدالي سردارانو د يوه ګډ ځواک او واک له مخې دهېواد د دښمنانو په وړاندې درېدلي وای، هغه څه چې پېښ شول، نشول پېښېدی. د بېلګې په توګه، کله چې خضر (خذر) خان (۱۶۲۶ ز کال) مړ شو زوی يې خداداد خان د غلجيانو له مشر سلطان ملخي سره د دوستۍ تړون وکړ.

د همدې يووالي پايله وه، چې ورور يې شير خان د ايران صفوي واکمنو ته داسې ماته ورکړه چې ټول يې پوپناه کړل ځکه خو د ډيلي مغولي دربار ده ته د «شهزاده» لقب ورکړ. له شېرخان نه وروسته زوی يې سرمست او لمسی يې دولت خان هم چې د خپل سيمه ييز واک او ځواک څښتن ول د کندهار په شاوخوا کې له صفويانو سره سختې جګړې وکړې.

دراني احمدشاه د وخت له پېښونه ډېر څه زده کړل نو ځکه خو يې لومړی ټينګار د خلکو يووالی وه چې له برکته يې خپل ځواک او واک ته پراخيا او پرمختيا ور وبښله.

احمدشاه ابدالي د لومړي ځل لپاره د افغانستان په معاصر تاريخ کې د افغانستان ملي، سياسي او اقتصادي يووالی را مينځته کړ.

هغه مهال د نړۍ په يوشمېر او په ځانګړي ډول ګاونډي او اسلامي هېوادونو کې شاهي مطلقه نظامونه حاکم ول ولې دراني احمدشاه بيا يو څه معتدل زړه خوږی او خوا خوږی انسان وه. ده د يوه داسې فيوډالي دولت بنسټ کېښود چې د مرکزي حکومت پايتخت ته يې زيان نه رساوه.

تل يې د هېواد په چارو کې له جوړې شوې نه (۹) کسيزې شورا سره سلا او مشوره کوله ولې بيا هم د دولت درې ګوني قواوې (اجرائيه، مقننه، قضايه) فعالې وې.

نوموړي د هېواد د اقتصادي يووالي له مخې پخپل نوم سکه ووهله او د ماليې د ټولولو سيستم يې له سره ورغاوه. خزانه يې له قيمتي توکو او جواهراتو ډکه وه، سره او سپين زر هم پکې پريمانه وه.

ده خپلو ملکي او نظامي کسانو ته په ټاکلي وخت تنخوا ګانې ورکولې د تاريخ سلطاني په حواله د نیشاپور په کلابندۍ کې د احمدشاه بابا پوځ له يوشمېر ستونزو سره مخ شو نو بيايې خزانې ته ګوتې ور تېرې کړې. خزانه دار خبره احمدشاه بابا ته ورسوله خو هغه پرې غوږونه کاڼه کړل خزانه دار چې بيا خبره ور غبرګه کړه… نو په پای کې پاچا ورته وويل:«ته پدې نه پوهېږې چې زه هم د دوی له ډلې څخه يم… زه د دوی په توره او مېړانه دغه مقام ته رسېدلی يم…»

د پوځي تشکيل او جوړښت له مخې پوځ په ټوله کې په دوه برخو وېشل کېده: ۱– منظم پوځ ۲– نامنظم پوځ.

منظم پوځ په درې برخو: سواره پلي او توپچي وېشل شوې وه چې د سپه سالار له خوا به ورته قومنده ورکول کېده چې ده د پاچانه وروسته دويم مقام درلود.

د دراني احمدشاه د واک په مهال د ده د ټولواکمنۍ يوشمېر واليان او چارواکي دغه کسان ول:

– د پتيالې والي امير سنګ.

– د هرات والي دروېش علي خان هزاره.

– د مشهد والي شاهرخ ميرزا (د نادر قلي لمسی).

– د نیشاپور والي عباس قلي خان.

– د بلوچستان والي نصيرخان بلوڅ.

– د سند والي نور محمدخان (چې پلازمېنه کې کراچۍ وه).

– د ملتان، شجاع خان ابدالي.

– د پنجاب (لاهور) شهزاده تيمورشاه.

– د کندهار شهزاده سليمان.

– د کشمير والي خواجه عبدالله خان.

– زين خان مومند د سرهند، موسی خان د ديره اسماعيل خان او اشرف خان غلجي د کلات او د نورو سيمو واليان او – حاکمان ټاکل شوي وه.

د احمدشاه ابدالي سفرونه

احمدشاه دراني لومړی په کندهار کې د هېوا د خپلواکي اعلان کړه. بيايې په ولس کې ملي يووالی ټينګ کړ. ورپسې يې له افغان جنګياليو يو لښکر را ټول کړ چې په لږ وخت کې د څلوېښت زرو په شاوخواکې د يوه منظم پوځ بنسټ کېښود، چې جنګي وړتيا او لوړتيا يې د پام وړ وه.

د همدې هلوځلو په ترڅ کې د «احمدشاهي ښار» پنوم يې د کندهار د اوسني ښار د جوړېدو ډبره هم کېښوده.

لکه څومره چې ده ته کندهارمهم وه دارنګه ورته په لومړي سر کې د کابل او هرات نيول هم د خپل واک او ځواک د پراختيا او پرمختيا لپاره ارزښتناک ول.

ولې لومړی يې د کابل د نيولو تکل وکړ. غزني، کابل او د هېواد ختيځې سيمې ان تر پېښوره پورې يو د بل پسې د خلکو او د سيمه ييزو مشرانو په مټ (پدغه لړکې عبدالصمدخان مومندزی يادوو) لاندې کړې. د کابل والي ناصر خان له وېرې له اټک نه واووښت او احمدشاه ابدالي بېرته کندهار ته راستون شو.

د الفسټن د څرګندونو له مخې، کله به چې دراني احمدشاه په برياليتوب راستون شو نو د خلکو په مينځ کې به يې باور لا زيات شو. نو ځکه د کابل د والي تېښتې ده ته دا باور ورکړ، چې له لومړي بريدنه وروسته (۱۷۴۷ ز) د دويم بريد هوډ وکړي.

داځل د زرګونو جنګياليو پرمټ (۱۷۴۸ ز کال) له اټک نه واووښت او تر جيلم پورې پرمختګ وکړ.

د لاهور حکمران شهنواز خان (حيات الله خان) لا د مخه له ابدالي احمدشاه سره اړيکې نيولې وې. داچې نوموړي له ناصر خان سره په پټه وليدل ښايي يو لامل به همدا وو.

حيات الله (پلار يې بهادر خان ذکريا د پنجاب والي) له دراني احمدشاه نه دمخه له نادر افشار (۱۷۳۹ ز کال) سره هم د هند په نيولو کې مرسته کړې وه.

دی له لاهور نه تر ډيلي پورې ورسره ملګری وه. د بېرته راګرځېدو په مهال د سيند په لړ کانه کې ده ته د شهنواز خان لقب ورکړاو بيا يې د ملتان والي کړ.

همدا راز چې د ابدالي احمدشاه له تورې او مېړانې خبر شو چې د علي مردان زوم ناصرخان يې تر اټکه پورې وځغلوه نو بيا يې د يوه ليک په ترڅ کې هغه ته د لاهور د نيولو ډاډ ورکړ.

دراني احمدشاه ته دغه ليک دومره ارزښتمن شو چې په اوښانو بار خزانه يې د واک په لومړيو ورځو کې ترلاسه کړه.

دراني احمدشاه چې د خپل استازي بغراخان پوپلزي پلاس هغه سند چې شهنواز خان به د وزير په توګه په دنده ګماري هم نوموړي ته استولی وه، ولې کله چې (ادينه بېګ د شهنواز خان تره قمرالزمان چې د محمد شاه ګورګاني يو منلی وزير وه د نوموړي له پرېکړې نه خبر کړ نو هغه خپل وراره شهنواز خان ته د مغلي دربار هغه ښېګڼې ور په ګوته کړې چې د ده پلار بهادر خان زکريا او د ده نيکه نوابي عبدالصمد خان (سيف الدوله) سره يې کړې وې.

وزير په پای کې لوړه او ژمنه وکړه چې که د احمدشاه ابدالي له مرستې لاس واخلي نو ده ته به د لاهور نه سربېره د ملتان، کشمير او ان تر کابله پورې، د دې پراخې او لويې سيمې واک او ځواک وسپاري.

که څه هم دراني احمدشاه له دې خبر شو چې شهنواز خان د ده له فرمان نه سرغړونه وکړه او د ډيلي د دربار فرمان ورته غوره ښکاره شو. ولې سره د هغې بيا هم نوموړی د ۱۸ زره پوځ سره مخ په لاهور روان شو. احمدشاه درانی لا د لاهور د زيارتونو او د مور د ليدلو په پلمه صابرشاه کابلی دمخه لاهور ته لېږلی وه او د احمدشاه دراني پوځ په ډېرې اسانۍ سره د «روهتاس» کلا ونيوله.

صابرشاه د ګڼو مريدانو په مينځ کې داسې وځلېد چې آن خبره تر شهنواز خان پورې ورسېده او په دې اند، په داسې مهم وخت کې چې صابرشاه کابلی لاهورته راغلی دی، هرومرو کومه نخشه ورسره ده؟

صابر هم پرته له وېرې په ډاګه داويلي چې هېڅوک د دراني احمدشاه مخه نشي نيولی… دغه بې ډاره خبرې ان شهنواز پورې ورسېدې. هغه هم ادينه بېګ ته سپارښتنه وکړه چې صابرشاه ملنګ او ورسره ملګری يې محمد يارخان تر کلکې څارنې لاندې ونيسي.

د ډاکتر ګنداسنګ د ليکنې له مخې د علي الدين له قوله کښلي دي: «شاه نوازخان له پير صابرشاه نه وپوښتل:

احمدشاه ورور څه حال لري؟

پير په ځواب کې وويل:

احمدشاه درانی د افغانستان او خراسان پاچا دی او نيت لري چې هندوستان ونيسي. تاسو يو صوبدار… په کوم جرائت داسې خبرې کوئ؟

… دا به تاسوته په ګټه وي چې له احمدشاه سره يوځای شئ.»

«پير چې د زوکړې ځای يې لاهور وه پخپلو سپکو سپورو يې شهنواز خان ډېر ورټه. هغه د دغو خبرو زغم نه درلود نو بيايې خواجه عصمت الله ته وسپاره هغه هم ويلې شوي سرپ د پير په ستوني کې ور توی کړل او هغه يې وواژه.»

که څه هم ځنې څېړونکي انګېري چې سر يې په چاړه ور پرې کړ او د ځنو نورو تاريخپوهانو په اند چې ګېډه يې ور څيرې کړه. هره خبره چې وي ويبه، خو مريدانو او پلويانو يې د هغه مړی د لاهور شاهي جومات ته څېرمه په ډېر درنښت خاورو ته وسپاره.

احمدشاه درانی د خپل پير او خواخوږي په وژلو ډېر خواشينی شو او مخ په لاهور (د جولای ۸ – ۱۷۴۸ ز کال) وخوځېد. خپل ځواکونه يې له ښار نه بېرون د جهانګير هديرې ته نږدې ځای په ځای کړل.

شهنواز خان هم د خپل پير (قلاب علي شاه) په سلا او سپارښتنه خپلو پوځيانو ته پيغام واستوو چې د دراني پوځ په وړاندې پخپلو مورچلو کې دفاعي بڼه خپله کړي.

ادينه بېګ او ورسره سرداران په داسې حال کې چې د ډوډۍ په خوړلو لګيا وه چې د افغانانو له خوا پرې يو ناڅاپي بريد وشو.

په سرکې د عصمت الله خان پوځونو مقاومت وکړ او افغانان جنګيالي هم د نظامي تکتيک له مخې پر شا شول خو له لږ ځنډ نه وروسته يې بيا يو بل مرګونی ګوزار پرې ور غبرګ کړ چې پدې سره د عصمت الله خان په پوځ کې يوه لويه ګډوډي مينځ ته راغله.

په دغه لړ کې يو تن نامتو قومندان چې «ضلع خان» نومېده چې دی د ټبر له مخې افغان وه د احمدشاه دراني پوځ ته ور واووښت.

له يوې خوا د ادينه بيګ، عصمت الله خان، حشمت الله بخشی او په ټوله کې د شهنواز خان وېره او ډار او له بلې خوا د «ضلع خان» اوښتنه. دا ټول هغه څه وه چې هندي او مغلي پوځ يې تېښتې ته اړ کړ.

کله چې دراني احمدشاه دغه افغان ټولواک د شهنواز خان له تېښتې خبر شو نو بيا په ډېره بيړه د خپل پوځ سره د لاهور کلا ته ور ننوت او ډېرې سپکې او درنې وسلې او ان هغه توپونه چې افغاني پوځ نه لرل تر لاسه کړل او شهنواز ډيلي ته وتښتېد.

لاهور چې د هند دروازه نومېږي، د دې ښار نيول د افغانانو لپاره يو ستر بری وه.

د دې لپاره چې ښار يې له لوټ نه ژغورلی وي افغان واکمن د لاهور د يوشمېر ښاريانو په مرسته خپلو ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې لاهور ښاريانو ته د سر او مال زيان ونه رسېږي.

محمد شاه ګورګاني او د هغه منلي وزير قمرالزمان د يو غاښ او يو عمر څښتن ول. دواړه د خرپ او ترپ نه وو خو بيا هم د قمرالزمان او صفدر جنګ نواب منصور علي خان د يو شمېر نورو نوابانو او راجه ګانو په ملتيا يو ستر پوځ لاهور ته ولېږه او شهزاده احمدشاه ګورګاني هم ورپسې وخوځېد.

وزير قمرالزمان په دې هيله چې افغان پوځ پرې نږدي چې له ستلج نه را تېر شي نو بيا يې خپل لوری بدل کړ.

ولې کله چې مغلي شهزاده احمدشاه د بهار ولي Bharoli شاوخوا سيموته را ورسېد خبرشو چې دراني احمدشاه لا پخوا له ستلج نه را اوښتی دی او د خپل وزير دا بېلارې توب يې يوه لويه تېروتنه وګڼله. افغان پوځونو په ډېرې چټکيا د علي محمد خان روهيله چې شل زره جنګيالي ورسره ول د هغې اړيکې له مخې چې له دراني احمدشاه سره يې ټينګه کړې وه سرهند و نيوه او علي محمد افغان له خپلو پوځونو سره روهليکنډ ياني خپل کلي ته چې «مراد آباد» ته نږدې پروت وو ستون شو.

افغان پوځ لکه څنګه چې د لاهور کلانه سپکه او درنه وسله ترلاسه کړه دارنګه يې له سرهند نه هم پرېمانه وسلې او پيسې او دومره شته چې د ډيلي نيول يې احمدشاه ابدالي ته اسانه کړل تر لاسه کړې.

شهزاده احمدشاه ګورګاني د «۶۰» او «۷۰» زرو په شاوخواکې پوځ د يوه ځانګړي تکتيک له مخې چې د «ترک ټبره» جنګياليو مشري يې د وزير قمرالزمان د زوی معين الدين خان ميرمنو په غاړه واچوله، د راجپوتانو جنګياليو مشري يې راجه اشري سنګ ته پرغاړه کړه. د نادر افشار د ځواکونو پاتې شوني جنګياليان يې صفدرجنګ ته ور وسپارل. د کابل پخوانی والي نصيرخان يې هم د يوشمېر ځواکونو مشر وټاکه او شهزاده احمدشاه ګورګاني بيا د سلطنتي ګارد مشري په غاړه درلوده.

دواړه سيال ځواکونه د «مانيپور» په سيمه کې سره مخ شول. په سرکې د ميرمنو پلار د محمد شاه ګورګاني وزير قمرالزمان د افغان ځواکونو له خوا ووژل شو.

د راج پوتانو ځواکونو هم سخته ماته وخوړه. ولې ميرمنو چې خپل پلار ښخ کړ جګړې ته يې دوام ورکړ او صفدر جنګ هم د هغه ملاتړ ته را ودانګل.

افغان ځواکونه چې له يوې خوا ډېر ستړي شوي ول او له بلې خوا دراني احمدشاه ته خبر ورسېد چې وراره يې د ذولفقار خان زوی لقمان خان چې ده خپل نايب السلطنه ټاکلی وه بغاوت کړی دی.

د همدې لاملونو له بابته د دراني احمدشاه ځواکونه بېرته لاهورته پر شا شول ولې ټول مهمات يې هم ځان سره ولېږدول.

احمدشاه ابدالي په ډېرې چټکۍ ځان کندهار ته ورساوه لومړی يې خپل وراره ونيو او بيا يې زندان ته ټېل واهه ولې هغه يوشمېر کسان يې په دار وځړول چې لقمان خان يې د خپل تره په وړاندې لمسولی وه.

لکه څنګه چې د لقمان خان اړدوړ افغان ځواکونو ته يوه ناوړه پېښه وه همدا راز د محمد شاه ګورګاني مړينه ګورګاني ځواکونو ته هم يو ګواښ وه چې ګني اوس به د هند په نيمه وچه او ټولواکمنۍ کې څه پېښېږي؟ احمدشاه ابدالي چې د لقمان خان اړدوړ غلی کړ نو بيايې په هند باندې د دويم بريد تکل وکړ.

مير معين الدين «ميرمنو» هم چې ځان يې د «مانيپور» اتل ګاڼه دغه وخت د پنجاب والي وه، د دراني احمدشاه د بل بريد لپاره يې ځان چمتو کاوه.

پوښتنه پيداکېږي چې ولې دراني احمدشاه په هرات بريد ونکړ؟ چې له يوې خوا د ابداليانو مرکز وه او له بلې خوا تر اوسه د پارسيانو په ولکه کې وو.

ښايي د دې لاملونه ډېر وي ولې کوم لامل چې ډېر مهم وو هغه داچې دراني احمدشاه پدې اند وه چې د خپلو بريو دبدبه وژغوري. بله داچې که چېرې په هند دويم بريد شوی نه وای، ښايي د ميرمنو په مرسته او ملاتړ د کابل پخوانی والي ناصرخان بيا واک ته رسېدلی وی او وروستی لامل دا چې د هند نيمه وچه د وسلو او پيسو وطن وو.

احمدشاه دراني لومړی خپل سپه سالار سردارد جانخان لاهور ته واستوو. که څه هم ميرمنو ورته د چناب سين غاړه نيولې وه ولې بياهم افغان ځواکونه له چناب رود نه تير شول.

د پنجاب والي ته چې کومه ژمنه د نوي امپراتور احمدشاه لخوا د ده د پياوړتيا لپاره شوې وه پرځای نه شوه. نو ځکه خو مير منو افغان واکمن ته د سولې وړانديز وکړ. او په دې ژمنه وشوه چې د کال به «۱۴» څوارلس لکه روپۍ ورکوي کومې چې په ۱۷۳۹ ز کال نادر افشار سره يې ژمنه شوې وه.

پداسې وخت کې دغه تړون دراني احمدشاه ته يو لوی بری ځکه وو چې له يوې خوا په هېواد کې دننه يو د بل پسې د کودتا ګانو هڅې وې چې له لقمان خان نه وروسته همدا ډول يوه ناکامه هڅه نورمحمد خان مير افغان وکړه. له بلې خوا په هرات کې د ايراني واکمنو شتون وه چې احمدشاه ابدالي خپل ځان نشو بښلی. نو ځکه يې له لاهور نه وروسته مخ هرات ته واړوه.

افغان واکمن د پنځه ويشت زرو ځواکونو په ملتيا په ۱۷۴۹ کال مخ پر هرات وخوځېد. د دې لپاره چې احمد شاه بابا د مرګ ژوبلې مخه نيولې وي لومړی يې سيد امير خان او بهبود خان ته چې د نادرافشار لمسی د شاه رخ ميرزا لخوا ټاکل شوي ول ليکونه واستول چې وه نه منل شول نو بيا يې د هرات ښار کلابند کړ.

دغه کلابندي نه (۹) مياشتې اوږده شوه چې په پای کې د يوې خونړی جګړې په ترڅ کې د هرات ښار ونيول شو.

«اميرخان او بهبود خان له خپلو کړو نه ډېر پښېمانه ول دواړه د زاريو او بښنې لپاره دراني احمدشاه ته ورغلل او افغان واکمن بيا هم دروېش علي خان هزاره د هرات د والي په توګه په دنده وګماره.»

احمدشاه ابدالي د مشهد او نيشاپور په لور:

 (۱۷۴۹ ز کال):

کله چې افغان واکمن د هرات له نيولو ډاډه شونو بيايې د مشهد مخه ونيوله. د لوېديځ خراسان حکمران شاهرخ ميرزا چې وليدل نور دده ځواکونه د دې وس نه لري چې مشهد له کلا بندۍ نه وژغوري نو په سترګو ړوند شاه رخ چې د خپل نيکه له وژل کېدو وروسته د خپلو سيالانو لخوا ړوند شوې وه له ښاره ووت او د دراني احمدشاه استوګنځي او دربار ته ورغی، افغان ټولواک دی وبښه او نور محمد خان افغان يې د هغه مرستيال وټاکه. نوموړی له مشهد نه وروسته نيشاپور ته وخوځېد. د نيشاپور والي جعفرخان بيات او وراره يې د حسن زوی عباس قلي خان بيات د دراني احمدشاه د د ځواکونو په وړاندې ودرېد. خو په دغه جګړه کې جعفر خان ټپي شواو د بيات کورنۍ يې غزني ته ولېږدوله. نو بيا افغان واکمن (د «سر جان ملکم» په حواله) د ايران مشران راغونډ کړل او ورته ګواښ يې ورکړ چې د خراسان لوېديځې سيمې مې د نادر افشار لمسي شاهرخ ته پرې ښودې هغه زما والي دی او عباس مې د نيشاپور حاکم وټاکه. احمدشاه ابدالي د هغه اړدوړ له بابته چې په کندهار کې مينځ ته راغلی وه مخ په کندهار وخوځېد او خپل صدر اعظم شاه ولي خان يې چې د هېواد شمالي سيموته لېږلی وه. له سيمه ييزو واکمنو يې له فيض آباد نه نيولې تر کندوز او ان تر مينځنۍ شېرغان پورې دا ټولې سيمې ونيولې نوي حاکمان يې وټاکل. او د افغانستان د مرکزي حکومت تر واک لاندې راوستې.

درانی احمدشاه چې کندهار ته ورسېد هغه کسان يې په دار وځړول چې د ده د واکمنۍ لپاره يې توطيه جوړه کړې وه او غوښتل يې چې دی له مينځه يوسي.

دراني احمدشاه بيا د هند په لور:

افغان ټولواک د دې لپاره چې د هېواد له لوېديځو سيمو په بشپړ ډول ډاده شوی وي خپل زوی تيمورشاه يې د هرات والي وټاکه او پخپله د ۱۷۵۰ کال په سر کې کندهار ته ورسېد.

احمدشاه دراني چې وليدل مير معين الدين مير منو ورته ټاکلې ماليه نده رالېږلې. لومړی يې «راجاسکجيون لاهور ته (Raja Sukh Jiwan) ولېږه. چې دهغو څلورو سيمو ماليه را ټوله کړي.»

دويم د دې خبرې لامل داوه چې پخوانی والي ناصر خان د څلورو سيمو ماليه د هند صدراعظم صفدرجنګ په سپارښتنه د پوځ په جوړولو لګولې وه.

د لاهور پخواني والي شهنواز خان ته يې هم د ملتان د ولايت فرمان ورکړی وه. دوی ټول د ميرمنو په وړاندې ځکه يو موټی ول چې نوموړي ولې له ددراني احمدشاه سره د سولې تړون لاسليک کړ؟!

کله چې درانی احمدشاه لاهور ته روان شو نو ميرمنو (معين الملک) ته ليک واستوو چې د څلورو سيمو درې کلنه ماليه ور ولېږي چې څلور ويشت (۲۴) لکو روپيو ته رسېږي.

ميرمنو که له يوې خوا د هرات، مشهد او نيشاپور له جګړو او پېښو خبر وه او ده داسې انګېرله چې اوس به افغان واکمن بې وسه او بې کسه شوي وي. خو له بلې خوا د ډيلي واکمنو هم دراني احمدشاه ته ښه نيت نه درلود او ميرمنو پدې هم خبر وه چې شهنوازخان د لاهور پخوانی والي د کابل له پخواني والي ناصرخان سره په ملتان، سيالکوټ، اورنګ آباد، پاسرورPasrur او ګوجرات کې په دې هڅو کې دي چې يو لښکر جوړ کړي او د افغان ټولواک مخه ونيسي.

د همدې لاملونو له مخې معين الملک ميرمنو د هغه د ليک په وړاندې وکښل: ناصرخان د دوه کالو باج له ځان سره وړی دی دا ځکه چې د هغو څلورو سيمو مسئوليت د ده په غاړه وه. پاتې شوه د يو کال ماليه… زه حاضر يم چې د يوه کال ماليه در واستوم. او که چېرې جنګ غواړې زه هم جنګ ته چمتو يم.

د دراني احمدشاه پوځ چې لومړی سردار جانخان، ورپسې د ده پوځ وه د ډسمبر په مياشت (۱۷۵۱ ز کال) کې د چناب او جهلم نه واوښتل او تر روهتاس او ګجرات پورې پرمختګ وکړ.

که څه هم ميرمنو خپله مور (شولاپوري بېګم) او خپله ميرمن (مراد بېګم=مغلاني بېګم) ور سره نور جمو ته لېږلې وې او ګڼ شمېر جنرالان لکه ادينه بېګ، مومن خان،خنجرخان کابلی، بيکاري خان، مهدي علي خان او په لسګونو نور ورسره مله وه خو بيا هم د پرلپسو جګړو له کبله په وروستۍ نښته کې کله چې ادينه بېګ خپل پوخي پلاز پرېښود او ښار ته وتښتېد د ميرمنو ملايې ور ماته کړه.

په پای کې ميرمنو (معين الدين) دې ته اړ شو چې د سولې لپاره د احمدشاه دراني حضور ته ورشي. هغه هم د ده درناوی وکړ او پرېکړه وشوه چې لاهور، ملتان او د پنجاب يو شمېر سيمې د افغانستان برخه وګڼل شي خو په دې شرط چې والي يې پخپله ميرمنو وي. افغان واکمن په دې سفر کې عبدالله خان د يوه پوځ سره کشميرته ولېږه او په ډېرې اسانۍ يې سری نګر و نيو.

احمدشاه ابدالي چې د لاندې شوو سيمو ماليه هم ترلاسه کړه او بری يې هم په برخه شو نو بيا د ملتان له لارې کندهار ته راستون شو.

د معين الملک ميرمنو مړينه:

ميرمنو د نوامبر په دويمه (۲) نېټه پر کال ۱۷۵۳ له سکانو سره د يوه جګړې په ترڅ کې له خپل آس نه ولوېد (۱۱۶۷ هـ د محرم په پنځمه) دوه ورځې وروسته يې ساه ورکړه.

د ده مېرمنې مغلاني بېګم هم د خپل مېړه پل وڅاره او د سيکانو په وړاندې ودرېده.

احمدشاه دراني نه يوازې د دې ملاتړ وکړ بلکې د دې ماشوم زوی يې د معين الملک ځای ناستی وټاکه.

مغلاني بېګم چې وليدل احمدشاه ابدالي هم د دې د واک پلوی دی نو بيا يې د هغه د فرمان په رڼاکې خپل ځان د ځپل زوی د نايب السطنة په توګه اعلان کړ.

مغولاني بېګم د اوه مياشتو په شاوخوا کې د لاهور واکمنه وه خو د زوی امين خان مړينې دومره غمګينه کړې وه چې نوره له واکه او ځواکه ولېدلې وه.

که څه هم احمدشاه دراني د مرستې لپاره د سردار جانخان ورور ملا امان خان لاهور ته واستوو. ولې بيا هم د لاهور ستونزې په بشپړه توګه له مينځه لاړې نه شوې.

سيمه ييزو واکمنو او د ډيلي چارواکو په لوی لاس دغه سيمه د خپلو لاسوهنو له بابته نا ارامه کړې وه نو ځکه په پای کې احمدشاه ابدالي يوځل بيا دېته اړ شو چې سيمې ته روان شي.

د روان کړکېچ ستونزه يوازې په لاهور کې نه وه بلکې د هند ټوله نيمه وچه په سياسي کړکېچ کې ښکېل وه. نو ځکه خو د هرې سيمې واکمن لکه مغولانی بېګم، نجيب الدوله، شاه ولي الله او پخپله مغلي واکمن د ليکنو په ترڅ کې په بېلابېلو وختو له احمدشاه دراني نه وغوښتل هند ته راشي چې سيمه ييزې واکمنۍ له مينځه يوسي.

نجيب الدوله خان هم خپل ورور سلطان خان، ابدالي واکمن احمدشاه بابا ته واستوه چې ډېر زر هندوستان ته راشي او پېښو غميزو ته د پای ټکی کېږدي.

احمدشاه درانی د سردار جانخان او شهزاده تيمور په مشرۍ چې ګڼ شمېر بر دراني (يوسفزي) هم پوځ کې ورسره وو له پېښور نه مخ د هند په لور ولېږه او سپارښتنه يې وکړه چې ادينه بېګ له مخې لرې کړي.

افغان ټولواک هم د نوامبر په ۱۵ نېټه (ځنې د ډسمبر ۲۰ ګڼي) ۱۷۵۶ ز کال مخ په لاهور وخوځېد.

لاهور يې پرته له کومې جګړې نه لاندې کړ او بيا ورپسې ډيلي ته روان شو.

نواب نجيب الله خان (نجيب الدوله) چې د څلوېښت زرو نه زيات افغان جنګيالي تيار کړي ول، کله چې دراني احمدشاه ډيلي ته نږدې شو وزير عماد الملک غازي الدين يې درناوي ته راغی او ورپسې جوخت عالمګير ثاني عزيزالدين د هندوستان امپراتور هم را ورسېد او درانی احمدشاه يې د هند د ټولواکمنۍ ريښتنې واکمن وګاڼه.

که څه هم دويم عالمګير د غازي الدين تر اغېز لاندې وه او نوموړی دومره چالاکه انسان وه چې د محمد شاه ګوګاني زوی احمدشاه ګورګاني يې له مينځه يووړ پر ځای يې دويم عالمګير عزيزالدين پاچا کړ چې د احمدشاه ګورګاني ورور کېده.

عماد الملک غازي الدين لا دمخه مغلاني بېګم بندي کړی وه او بيا يې خپل يو مامور «ادينه بېګ» د لاهور حکمران کړ او ورته وې ويل چې د کال به درې ميلونه روپۍ راکوې.

د کشمير مستو في سکجيون هم افغان والي عبدالله و واژه او د کشمير واک يې پخپل لاس کې ونيو. دا ډول نور ډېر لاملونه ول چې دراني احمدشاه اړ شو چې ډيلي ته لاړ شي.

افغان ټولواک سردار جانخان ته سپارښتنه وکړه هغه سيمه ييز واکمن چې غواړي هند بې ثباته کړي بايد وځپل شي او نوموړي هم د ډيلي له شاوخوا نه نيولې تر اګرې پورې سيمې له سيمه ييزو واکمنو پاکې کړې او له بلې خوا احمدشاه ابدالي غازي الدين ته دنده وسپارله چې پرته له ځنډه له ټولو سيمو نه ماليه را ټوله کړي.

په دغه سفر کې يوشمېر هند مېشتو افغانانو هم له افغان واکمن سره ځاني او مالي مرسته وکړه. يو شمېر ځوانان يې په واک کې ورکړل او هم يې يو څه مالي مرستې وکړې چې موږ د ساري په توګه نجيب الدوله، احمد خان بنګښ، سعد الله خان روهيله او شجاع الدوله او نور يادولی شو چې د پنځه لکو په شاوخواکې روپۍ يې خپل افغان مشر ته ډالۍ کړې.

له دې سربېره عمادالملک غازي الدين نه يې وغوښتل هغه څه چې تا د وزارت په مهال په زور، د هند له شتو نه تر لاسه کړي دي بايد د افغان ټولواکمنۍ خزانې ته وسپارئ. دا ځکه چې دا ستا شخصي او ځاني شتمني نده بلکې دغه بيت المال پورې اړه لري.

نوموړی دېته اړ شو چې د يو کروړ روپيو په اندازه جواهرات او درې لکه اشرفۍ چې د ده د کور په خونه کې ښخې شوې وې وباسي.

افغان ټولواک په دې پوه شو چې (يوشمېر هنديانو هم ورته ويلي ول) د هندوستان هر وزير او چارواکي د هند خزانې لوټلې دي نو بيا يې د يو بل هندي چارواکي وزير قمرالدين په انګړ کې هم ښخه شوې خزانه چې د دريو ورځو کيندنو په لړ کې وويستل شوه يو نيم کروړ ته رسېده چې په دې کې د سروزرو لوښي او شمعه دانو نه قيمتي توکي او جواهرات لکه الماس، ياقوت، زمرد، قيمتي مرغلرې او نور شامل ول.

دغه اويا (۷۰) کلنه ښخه شوې خزانه د محمد امين خان او قمرالدين خان له کاله نه ترلاسه شوه او احمدشاه دراني افغان خزانې ته ولېږدوله.

بيا دراني افغان واکمن د جنوري په ۲۰ مه (۱۷۵۷ز) نېټه د دارالسلطنه ډيلي په نوم سکه پخپل نوم ووهله او بيا يې د دويم عالمګير لور ګوهر افروز بانو بېګم (زهره بېګم) خپل زوی شهزاده تېمور (ځنې يې د دويم عالمګير ورېره ګڼي) او د عالمګير خور يې بيا ځانته په نکاح کړه.

له دې وروسته چې افغان واکمن احمدشاه ابدالي وپتېله چې کندهار ته ستون شي نو شهزاده تيمور د سردار جانخان پوپلزي په ملتيا د پنجاب او سند والي وټاکه.

عبدالصمد خان مومند زی د سرهند، سرفراز خان افغان داد د ستلج شاوخوا او د زاهد خان زوی شجاع خان ابدالي د خپل پلار په ځای د ملتان واليان وټاکل. نورالدين يې له ځان سره کندهار ته روان کړ او بلندخان سدوزی يې د کشمير والي کړ.

د پنجاب اړدوړ (۱۷۵۸):

کله چې احمدشاه بابا افغانستان ته ستون شو ډېرژر د پنجاب سکانو يو ستر پاڅون ته ملا وتړله.

د دې يو لامل دا وه چې افغان سردارانو او سيمه ييزو چارواکو له اوسېدونکو سره ښه چلند او سلوک نه کاوه. دا ډول چارواکو په ډيلي کې هم ناوړه چلند او ان لوټ ته ګوتې تېرې کړې وې. خو دراني احمدشاه ډېر زر د دې کړو مخه ونيوله او د ښار ساتنې لپاره يې يوه اعلاميه خپره کړه. ولې په پنجاب کې له يوې خوا د يوشمېر افغانانو بې باکي او له بلې خوا د سکانو مذهبي تعصب وه چې دېته يې لاره پرانسته چې پاڅون وکړي.

سکانو په امرتسر کې پخپلو هاندو هڅو يو لښکر راجوړ کړ او دې اړدوړ پر ټول هند دومره اغېزه وکړه چې ان لرې شوی وزیر غازي الدين يې دېته وهڅوه چې نارضا او خواشيني قومونه لکه مرهټيان، جټان او راجپوتان د افغان حکومت په وړاندې ولمسوي او د هندوستان ټولې سيمې په تېره پلازمېنه ډيلي تر ګواښ لاندې راولي.

ادينه بېګ له سکانو سره په ګډه ګڼ شمېر افغانان د جلندر په سيمه کې ووژل. د مرهټيانو مشر او روحاني شخصيت «بالاجي باجي» هم غوښتل چې افغانان له پنجاب نه وباسي. د ده ورور «راغونات» په ډيلي کې له يوه لښکر سره دېره وه.

نوموړي د همدې پېښو په رڼا کې نجيب الدوله دېته اړ کړ چې خپل ځواکونه له ډيلي او «سهرانپور»څخه وباسي.

د دوست په جامه کې دښمن ادينه بېګ خپل دوه تنه استازي «هرلال» او صديق بېګ «راغونات» ته ولېږل چې له خپل مرهټي لښکر سره پنجاب ته وخوځېږي.

د نجيب الدوله ماتې د سرهند والي عبدالصمد خان مومندزی و وېروه او ريښتيا هم چې «راغونات» د تېر بري په نېشه مست وه او ځان ورته اتل برېښېده. د ادينه بېګ په سپارښتنه چې سکان هم ور سره مله شول يوځای يې په سرهند بريد وکړ او ښار يې لوټ او تالان کړ. د سرهند والي او يوشمېر نور چارواکي د «راغونات» په ولکه کې پرېوتل (۱۷۵۸ – د مارچ ۲۱) د سرهند د لوټ اوتالان په سر د سکانو او مرهټيانو تر مينځ د شتمنيو د وېش په سر څو شتلې تيت و پرک جنګ او نښتې هم وشوې خو ادينه بېګ د دواړو ډلو تر مينځ روغه جوړه وکړه. ولې بيا هم سکانو د امرتسر د لوټولو کسات له سرهند نه واخست. ادينه بېګ چې د وزير غازي الدين پخوانی مامور او ټينګ ملګری وه. ده که له يوې خوا مرهټيان، سکان او راجپوتان يو موټی کړل له بلې خوايې د يوه ليک په ترڅ کې سردار جانخان ته خپل ځان د يوه خواخوږي دوست په توګه معرفي کړ او د پېښو لمسونکی جاج يې ورته په ګوته کړ.

شهزاده تېمور او سردار جانخان چې په ځان کې دومره ځواک او متره نه درلوده دېته اړ شو چې لاهور پرېږدي او اټک ته پر شا شي.

احمدشاه ابدالي له ګڼو ستونزو سره:

د ډيلي او پنجاب د پېښو خبر په داسې حال کې دراني احمدشاه ته ورسېد چې نصير خان بلوڅ هم خپلې پښې له بړستنې ايستلې وې.

افغان واکمن بيا هم د بولان د درې له لارې ځان پېښورته ورسوه دا هغه وخت دی چې نجيب الدوله او شجاع الدوله لا د روهيله مشرانو په ملتيا د غازي الدين له لښکر سره په جګړه بوخت وه. نجيب الدوله او دويم عالمګير ليکونه لا دمخه احمدشاه دراني تر لاسه کړي ول. خو کله چې افغان ټولواک پنجاب ته ننوت مرهټيان ټېښتېدلي ول او سکان ځکه يوازې پاتې ول چې پنجاب يې خپل هېواد وه نو ځکه يې ماته وخوړه او لاهور بيا د افغانانو له خوا ونيول شو.

عمادالملک غازي الدين چې وليدل درانی احمدشاه ور روان دی نو دويم عالمګير يې وواژه او په ځای يې دويم شاجهان (محی الملک) په تخت کېناوه او بيا يې نجيب الدوله او شجاع الدوله ته د سولې وړانديز وکړ.

احمدشاه بابا له خپلو ځواکونو سربېره د روهيله، افغاني مشرانو له لښکر سره چې د لس زرو په شاوخوا کې جنګيالي ورسره وو يوځای شو. بيايې له نجيب الدوله، حافظ رحمت خان، سعدالله خان، عنایت الله خان، د وندی خان، قطب خان او نورو مشرانو سره سلا وکړه چې ځان ډيلي ته ورسوي. له څو پرلپسې جګړو وروسته يې ځان ډيلي ته ورسوه. په دغه وخت کې چې سکانو ماته خوړلې وه او راجپوتانو له جګړې لاس اخستی وه، دلته يوازينی ګواښ د مرهټيانو وه نو ځکه خو افغان ټولواک د ډيلي ښار د ساتلو لپاره د يعقوب علي افغان او نواب محسن الملک په مشری دوه زره افغان جنګيالي پرېښودل او پخپله له جمنا نه واوښت او په «انوپ ښهر» کې د مرهټيانو لښکر ته تم شو.

په دغه وخت کې له کندهار نه هم د عطا محمد او کريم داد خان په مشرۍ د لس زرو (۱۰) په شاو خواکې افغان جنګيالي را ورسېدل.

شجاع الدوله او احمدخان بنګښ له «اودې» او فرخ آباد نه هم را ورسېده او د لس زرو افغان جنګياليو سره يوځای د دراني احمدشاه حضور ته راغلل چې په دې حساب د ټولو افغان ځواکونو شمېر شپېتو زرو ته ورسېد. د مرهټ مشرانو انګېرنه چې دا لوی جنګ په يوازې ځان نشي ګټلی نو له بېلابېلو قومونو په سرکې له راج پوتانو او جټانو نه وغوښتل چې د مرهټيانو نه ملاتړ وکړي.

«بالاجي» او ورسره مرهټه مشرانو هڅه وکړه چې جګړې ته ځان چمتو کړي نو بيا يې د څلورو مياشتو په شاوخوا کې د يوشمېر قومونو په ملتيا يو لوی لښکر را ټول کړ.

د پاني پت جنګ (۱۷۶۱ زکال):

مرهټيانو ډيلي او ګنج پورا يو د بل پسې ونيول. خو د ډيلي د نيولو په وخت کې درانی احمدشاه په انوپ ښهر کې وه. ده غوښتل چې د ده او مرهټيانو تر مينځ روغه جوړه وشي او د همدې کار لپاره يې شجاع الدوله ته سپارښتنه کړې وه چې مينځ ګړي توب وکړي.

ولې کله چې افغان ټولواک خبرشو چې ګنج پورا لوټ شو او د عبدالصمد خان مومندزي او ميان قطب شاه سرونه په ډېرې بې عزتۍ د مرهټيانو په پښو کې تو لوېږي، دی دومره خواشينی شو چې دستي يې پوځي مشران او چارواکي را وغوښتل او ګواښ يې وکړ، که هرڅوک د افغانانو د سپکولو هڅه وکړي هغه زما لپاره د ځغم وړ ندی.

هغه مهال چې دراني احمدشاه اړشو چې له سين نه تېر شي د جمنا سين په مستۍ کې وه. په څوارلس سوه (۱۴۰۰) پيلانو يې ټول جګړه ييز توکي را ولېږدول. ولې ډېر ځاني او مالي زيانونه يې هم وګالل، د دوه زرو په شاوخواکې جنګيالي په سين کې ډوب شول، ګڼ شمېر د مرهټيانو لخوا ووژل شول. دا ځکه چې د «هولکر»، «سنديا» او غازي الدين جنګياليو ورته مورچل نيولی وه په غېشو او تو پونو يې وويشتل. ولې بيا هم احمدشاه ابدالي په ډېرې زړورتيا ځان پاني پت ته ورسوه چېرته چې د مرهټيانو ګڼشمېر جنګيالي ځای په ځای شوي وه.

د درې مياشتو په شاوخوا کې دواړو غاړو کوښښ کاوه چې خپلې مورچلې ټينګې کړي ولې په دغه موده کې تيت او پرک، ځای ځای لويې او وړې جګړې هم پېښې شوې خو هغه خونړۍ جګړه چې په تاريخ کې د پاني پت په نوم يادېږي، کومه چې د پاني پت په ډګرکې پېښه شوه هغه د جولای په مياشت په ۱۷۶۱ ز کال وه.

په دغه جګړه کې د دواړو غاړو ښکېل ځواکونه، يو د بل په وړاندې داسې وو:

لومړی د افغان ټولواک احمدشاه دراني ځواکونه:

د جګړې کيڼ لوري ته:

– شاه پسند خان = ۵۰۰۰ پنځه زره سواره.

– نجيب الدوله خان = ۱۵۰۰۰ زره پلي او سواره.

– شجاع الدوله خان = ۳۰۰۰     //        //.

د جګړې ښي لوري ته:

– احمد خان بنګښ دوندي خان او حافظ رحمت خان = ۱۴۰۰۰ پلي او سواره.

– برخوردار او امير بېګ خان = ۳۰۰۰ پلي.

د دوی په مينځ کې د شاه ولي خان تر مشرۍ لاندې د ۱۹۰۰۰ زرو په شاوخوا کې پلي او توپچي ځواکونه هم ځای په ځای وه چې جګړه ييز لوری يې څاره.

دويم د سيال لوري مرهټه جنګيالي داسې ول چې:

کيڼ اړخ ته – ابراهيم خان ګردی چې مسلمان وو ۸۰۰۰ پلي.

– ګيکوار = ۲۵۰۰ پلي.

– شيوديو = ۱۵۰۰.

ښي اړخ ته:

– انتاجي منکشوار = ۱۰۰۰ سواره.

– ساتوجي جاداو = ۱۵۰۰ سواره.

– جسوانت راو پاور = ۱۵۰۰ پلي.

– شمشېر بهادر = ۱۵۰۰ پلي.

– جانکوجي شندی = ۷۰۰۰ پلي.

– ملهار راو هولکار = ۳۰۰۰  //

– يوشمېر واړه ټولګي = ۲۰۰۰   //

– د ښي او کيڼ لوري تر مينځ د مرهټيانو شمېر:

– ساداشيو بهاو او ويشواز راو = ۱۳۵۰۰ ګارد.

يو شمېر واړه ټولګي… = ۲۰۰۰ سواره.

لومړی بريد مرهټيانو پيل کړ او دې خونړۍ جګړې دواړو لورو ته درانه زيانونه واړول.

د مرهټيانو يوشمېر مشران په جګړه کې ووژل شول چې موږ «بهاوورا» د بېلګې په توګه يادولی شو. يوشمېر نور يې لکه هولکر شمشېر راو او ماجي سنديا وتښتېدل او نور ټول لښکر يې بې قومندې د جګړې په ډګر کې پاتې شو چې په پای کې ګڼ شمېر يې ووژل شول، يوشمېر يې وتښتېدل او نور يې اسيران شول. د پاني پت په جګړه کې ښايې د لس زرو په شاوخواکې افغانان له مينځه تللي وي.او د مرهټيانو د وژل شوو شمېر ۳۰ زرو په شاوخوا کې اټکل کېدلی شي او د ميرغلام محمد غبار په اند ۲۲ زره جنګيالي اسيران، ۵۰۰ پيلان، څو زره اوښان، ۵۰ زره اسونه، ۲۰۰ زره غوايي، افغان ځواکونو ته په لاس ورغلل.

د پاني پت جګړه پايته ورسېده خو هغه چا چې د مرهټيانو لخوا جګړه پيل کړې وه هغه يو مسلمان قومندان وه چې ابراهيم ګردی نومېده ډېر ژر په دار وځړول شو خو بېوځله مرهټيان، هندوان، راجپوتان، جټان او نور چې جګړې ته اړ کړ شوي وه د احمدشاه دراني لخوا ازاد کړی شول.

افغان ټولواک له هغې وروسته پلازمېنې ډيلي ته ستون شو او د پاني پت له بري وروسته يې دويم شاه عالم په پاچاهۍ ومانه دا ځکه چې پلار يې عالمګير ثاني د غازي الدين لخوا وژل شوی وه.

ولې دراني احمدشاه د خپلې ټولواکمنۍ د ټينګښت لپاره «د ۱۷۶۱ ز کال د جنوري په ۲۹ نېټه… شاه عالم ثاني د ډيلي پر تخت ومانه.

منيرالدوله او د شاه عالم ثاني مور ملکي زينت محل احمد شاه بابا دې ته را واړوه چې د هند ټولو سيمه ييزو واکمنو، شهزاده ګانو، په بنګال کې ډګروال کليو او نورو ته فرمانونه ولېږي چې شاه عالم د واکمن په توګه وپېژني… انګرېزان چې د ختيځې کمپنۍ په پلمه بنګال ته راغلي ول (۱۶۰۰ ز کال) د احمد شاه تر وخته يوه نيمه پېړۍ تېره کړې وه.

احمدشاه له شجاع الدوله او نجيب الدوله سره وغږېد (نواب شجاع الدوله د هند صوبه دار، اوده خان د هند وزير او نجيب الدوله د هند سپه سالار ټاکل شوي ول) او شهزاده جوان بخت د ډيلي په ارګ کې د خپل پلار (شاه عالم) د نايب په توګه وټاکي. (ښايې چې شاه عالم به بنګال کې وو.)

د پاني پت له بري نه وروسته درانی احمدشاه پنجاب ته ستون شو او زين خان مومند يې د هغه ځای والي وټاکه.

له هغه ځايه پېښورته راغی او د کابل له لارې کندهار ته ورسېد او تېمورشاه درانی يې د هرات (۱۷۶۱ زکال) د والي په توګه په دنده وګماره.

2 COMMENTS

  1. ستاد سلام
    له افراطه ډک باټو بالیود د پانی پت له تمثیلولو څه غواړی؟
    دې کې شک نشته چې د بالیود فلم دلوی او ستر احمد شاه بابا په شخصیت اوتاریخی ویاړو نو کوم اغېز نه لری اونه د هغه له تاریخی شخصیت نه څه کمولی شی دا د اتلسمې پېړۍ ځلاند تاریخ دی چې ستا لیکنه کې یې ډیرعالی ټکی څرګند دی او ستا وینا دانترنت ویکی بیدیا چ[ې به اتکل ولاړه نه ده ، بلکې په شواهدو اوواقعیتو نو ولاړ حقایق دی
    مهمه داده چې د بالیود فلم جوړونکی ولی دا کار کوی او ددی ترشا کوم ډول اهداف لری داد انترنت په هیاهو او غوغا کې بیا هم څومره چی فکر کیږی
    د بالیود دډارمو چیغو او نارو ،د دروغجنو له مبالغو ډکو فلمونو چې تقریبا تول یې سره ورته دی او یوازې دهلک او نجلۍ کیسه باندې پای ته رسیږی اوحتی له هندی کلتوه دتوبیر پر بنا وځی کاراو مسولیت ، ظرفیت او پوهه نه ده بلکې د یوې تولنې به نورو برخوکې دبالیود د بداخلاقیو د فرهنګی لاس وهنې دی چې په خا نګړې توګه د هند وچې له مسلما نا نو سره په ډاګه جفا ! هندی مسلمانان دهندی تولنې په ټولو نزا کتو نو بوهیږی، فساد دهنر په نوم بیا هم فساد دی. دبالیود په نڅا ګران، ډمان ګډا او فلمونه باید دخپلې بسترې په کچه پښې وغځوی او
    خپله برده وغواړی
    په دزناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب