یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپه درې میاشتو کې د ننه به جلال اباد ښار له جي...

په درې میاشتو کې د ننه به جلال اباد ښار له جي پي اېس سره ونښلول شي

تاند (جمعه د حمل ۱۳) د ختیځ ولایت ننګرهار د مرکز جلال اباد ښاروال اباسین بهیر وايي چې د دې ښار اړوند کورونه، کوڅې او سړکونه به د درې میاشتو په ترڅ کې له ګوګل او جي پي اس سیسټم سره وصل شي.

ښاغلي بهیر نن وویل چې دا پروژه د ملګروملتونو د هبیتات ادارې په مالي مرسته تطبیقېږي.

د جلال اباد ښاروال زیاته کړه چې د جلال اباد پر ۲۸۰۰ کوڅو او شاوخوا څلوېښت زره کوڅو د لوحو د نصبولو لړۍ پیل شوې ده.

د ښاغلي بهیر په خبره، دا نومونه او شمېرې به له ګوګل سره د آنلاین ادرسونو په توګه هم وصل شي.

د جلال اباد ښاروال انجنیر اباسین بهیر وویل چې دا اقدام به د ټیلفوني مکالمو د لګښت او د جرمونو د کچې له ټیټولو سره مرسته وکړي او همداراز ادرسونو ته د پېښو پرمهال د پولیسو، اطفایې او امبولانسونو د رسېدو چاره به چټکه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب