Homeخبرونههلمند کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

هلمند کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي

تاند (جمعه د حمل ۱۳) هلمند کې د ملکي وګړو په موټر نن غرمه مهال چاودنه شوې چې پنځو کسانو په کې خپل ژوند بایللی دی.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان ویلي، دغه ماین چاودنه د ۶۰۱ نمبر لویې لارې په چهارګل سیمه کې چې هلمند له کندهار سره وصل کوي، د ملکي وګړو پر موټر شوې ده چې پنځه ملکیان په کې وژل شوي دي.

دده په خبره دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په نښه کولو په هدف په دې لاره کې ځای پر ځای شوی و.

یوې امنیتي سرچینې بیا د وژل شویو کسانو شمېر اووه تنه یاد کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم ویلي چې په دې پېښه کې پنځه ملکیان وژل شوي دي.

بله خوا قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي، ویلي نن سهار یې د هلمند –کندهار په لویه لاره د افغان ځواکونو په موټر ماین ته چاودنه ورکړې او ویلي یې دي چې په دې چاودنه یې کې یې څلور حکومتي افسران او دوه سرتېري وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...