شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د عبدالباري جهاني یوولسم شعري اثر، محشر چاپ سو

د عبدالباري جهاني یوولسم شعري اثر، محشر چاپ سو

«محشر» چي له نامه څخه یې د پنځونکي د مېني حال انځورېږي د نامتو شاعر او لیکوال ښاغلي عبدالباري جهاني د وروستیو درو کلونو د شعرونو ټولګه ده چي په ۳۵۷ پاڼو او دوه زره ټوکه کي په ډېر ښه کیفیت چاپ سوې ده.
 نظمونه، غزلي، لنډۍ په غزل کي (نوی فورم)، آزاد شعرونه، ټوکي په شعرونو کي، شعري ترجمې او ګڼ کیسه ییز نظمونه د محشر منځپانګه جوړوي.
 د کتاب په پیلیزه کي ښاغلي جهاني د ځان او شعر د تړون په هکله نوي خبري کړیدي.  په دغه اوږده ملتیا کي یې هنریت او د شعر مقام ته د ژمنتیا موضوعات بیان کړیدي او ځوان نسل ته یې د پیغام او محتوا پر اهمیت خپلي تجربې شنلي دي؛ په یوه برخه کي کاږي: (په خپل ټول ژوند کي مي خپل شعر له یوې خوا د خپل شخصیت او غرور تابع کړ؛ او په خپل ټول ژوند کي مي یکي یو بیت او حرف د هیڅ واکمن په توصیف کي ونه لیکئ او په ژوند کي مي په یکي یو بیت کي د ګران افغانستان ملي ګټي او ملي وحدت له پامه نه دی غورځولی.)
په پام کي ده چي محشر به د صداقت خپرندويي ټولني او ورسره همکارو بنسټونو لخوا، په هیواد کي دننه او بهر تر درنو لوستونکو ورسېږي.
ما یې په راټولولو، او چاپ چارو کي د لوستلو څخه ډېر خوند واخیست.

1 COMMENT

  1. وروره
    د کتاب پر مخ د ” محشبر ” کلمه تر سترګو کیږی خ دد رپوټ په متن کی د ” محشر ” کلمه لیکلې سوېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب