شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پاکستاني او افغان ملایانو ترمنځ یو څو توپیرونه 

د پاکستاني او افغان ملایانو ترمنځ یو څو توپیرونه 

دوکتور وریښمین سباوون

په دې لیکنه کې مې د پاکستاني او افغان ملایانو څو عمده توپیرونه په ګوته کړي دي. پټه دې پاتی نه شي چې په دواړه هیوادونو کې خیرخواه، دین دوسته، او ښه ملایان هم شته. د لیکنې هدف هغه سیاسي ملایان او د دوی ملاتړي دي چې په افغانستان او پاکستان کې ولسی خلک او ځوانان زموږ په ګران هیواد افغانستان کې جنګونو، افراطیت، او ورانکاریو ته هڅوي او یا پکې په یو نه یوه شکل دخیل دي لکه د پاکستان د ملا سمیع الحق، ملا فضل الرحمن او د جماعت اسلامی جنګي ډلې. له افغاني ملایانو څخه په افغانستان کې هغه جنګی ډلی مراد دی چې په جنګ کې دخیل دی لکه جنګی طالبان او مشران یی او هم د هغو جهادی ډلو مشران او اړونده ملایان یی چې جنګونو کې سهیم او د ملی ګټو پر ضد او هم ورانکاریو ته لمنی وهی. د دواړو هیوادونو د ملایانو که څه هم عمومی طرز تفکر یی ورته والی لری خو د هیواد او وطنپرستی په اړه ژور  او څرګند توپیرونه لری، چې غواړم یواځی یو څو مهمو ته یی اشاره وکړم. د لیکنی له لوستونکو او هیوادپاله دینی عالمانو او لیکوالانو څخه غوښتنه کوم چې په دی موضوع لیکنی وکړی، تر څو زمونږ د ملایانو او ځوانو طا لبانو سرونه خلاص شی، د پردیو ملایانو او د هغوی د بادارانو له دسیسو خبر شی او بالاخره یی له خپل وطن، وطنوالو، او وطنی او دینی ارزښتونو سره مینه پیدا شی، د ملی ګټو څخه ساتنه وکړی او د هیواد ورانی جګړی پر ضد فکر پیدا کړی او یا لږ تر لږه په خپلمنځیو جګړو کې برخه وانخلی. د افغانی او پاکستانی ملایانو مهم توپیرونه په لاندی ډول دی: 

۱- اسلام پالنه: پاکستانی ملایان اسلام د پاکستان او شخصی ګټو لپاره تعبیروی، پدی توګه د اسلام منحرفه بڼه رامنځته کوی، یا په بله وینا د اسلام د بدنامی لپاره کرایه شوی اشخاص دی. په داسی حال کې چې یوه برخه افغانی ملایان د پاکستانی تش په نامه مذهبی سیاسی کرایی ډلو مشرانو او ملایانو تر ژوری اغیزی لاندی په شعوری او غیر شعوری ډول د اسلام د سپیڅلی دین د بدنامی د پروژی د تطبیق کوونکو رول ترسره کوی.

۲- له جهاد څخه برداشت: پاکستانی ملایان په پاکستان کې د جهاد او ورانکاریو مخالف دی خو افغانستان د کبډۍ میدان ګڼی. په پاکستان کې چې د قران په ځای انګریزۍ قانون چلیږی، حکومتی مشران یی د کفارو له خوا تعینیږی، فوځ یی مستقیما د مسلمانانو د زپلو لپاره حمایه کېږی او استخبارات یی د بریطانیی او امریکې څخه تغذیه کېږی، پاکستانی ملایان بیا هم پاکستان د اسلام قلعه ګڼی، جهاد په کې  ناروا، فتنه او یا فساد ګڼی. خو برعکس په افغانستان کې چې اسلامی قانون لری، خلک یی مسلمان دی، خپلمنځی جګړه یی هم جهاد ګڼی، او هم یی معنوی، مالی او ځانی ملاتړکوی. دا په داسی حال کې چې د نړی د ټولو هیوادونو علما په افغانستان کې د دولت او طالبانو ترمنځ جګړه ناروا ګڼی خو یواځی پاکستانی ملایان یی روا ګڼی. خو له بده مرغه افغانی جنګی طالبان چې د پاکستانی ملایانو او ځنو افغانی ملایانو  په خوله افغان وژنه په انتحاری، بمی، او مقناطیسی او چریکې جګړو کې روا بولی. یو جنګی اسیر او یا بل دولت پلوی افغان چې په خوله به کلیمه طییبه وایی، طالبان او جنګی ملګری یی په تار، چاړه، او یا په نورو بی رحمانه طریقو وژنی او بیا وایی چې جاسوس او یا مرتد دی. ایا د دوی زړه یی څیرلی چې کافردی او یا دوی علم غیب لری چې کلیمه په دروغو وایی؟  خلاصه داچې دغه ډول کړنی غیر اسلامی دی، مسلمان دا کار نه کوی، یواځی د تاریخ بی رحمه قاتلین داسی کارونه کوی.

۳: له کفارو سره دوستی: پاکستانی ملایان چې په علنی او یا خفیه توګه د پاکستان او کفری هیوادو د جاسوسی شبکو له خوا روزل شوی دی او یا د هغوی له خوا تمویلیږی. د هغو تړونو او معاهدو په هکله چوپه خوله دی چې پاکستان له جوړیدو وروسته له امریکې، بریطانیی، روسی، چېن، او نورو کفری هیوادونو سره یی ترسره کړی دی. د پاکستان له تړونونو او معاهدو څخه ملاتړ کوی. ولی له بده مرغه افغانی ملایان او جنګی ډلی د افغانستان د اسلامی جمهوریت تړونونه له نورو غیر اسلامی هیوادونو سره ناروا او غیر قانونی ګڼی. له کفارو سره د اوربند تړون کوی او له مسلمانانو (افغان دولت) سره یی نه کوی او د روسانو، ایرانیانو، او پنجابیانو په وسلو او مهماتو کفار نه بلکه خپل مسلمان ورونه او خویندی ( افغانان) وژنی. او له افغان دولت سره خپله ناروا جګړه هم د اسلام له نظره توجیه کوی او وایی چې دغه اردو او امنیتی ځواکونه د اشغالګرو بهرنیانو له خوا روزل شوی دی. خو د اشغال اصلی لامل او هم یی د پاتی کېدو لامل همدوی په خپله دی، دوی پری چوپه خوله دی او ولس تری سم اګاه نه دی. افغانستان ته د امریکایانو او نورو کفارو د راتګ زمینه همدوی برابره کړی ده. کله چې امریکا له طالبانو اسامه بن لادن عرب جګړه مار له طالبانو وغوښت، نو طالبانو د علماو یوه لویه مشورتی غونډه چې په سلګونو علماو په کې ګډون کړی وه په کابل کې دایر کړه. دغو علماو د اسامه بن لادن په هکله فیصله وکړه چې  طالبان دی اسامه له افغانستان څخه وباسی او کوم بل اسلامی هیواد ته دی تسلیم کړی، او د یوه اسامه نه دی ټول نظام نه قربانی کوی، خو د طالبانو مشرتابه د علماو پریکړه وه نه منله او اسامه یی بل اسلامی هیواد ته تسلیم نه کړ. نو له همدی امله امریکایانو افغانستان اشفال کړ. اوس که له امریکا سره د تړون عمده برخه چې هغه سوله او اوربند دی وه نه منی، نو بیا هم طالبان د امریکایانو د اشغال دوام ته زمینه برابروی.

  ۴- هیواد پالنه: پاکستانی ملایان تر هرڅه لمړی پاکستان او ددغه هیواد ګټی غواړی. کله یی چې د هیواد ګټی مطرح وی، نه دین پیژنی، نه اسلام، او نه د سیاسی فکر ملګری. کله چې امریکې د طالبانو نظام ړنګاوه، پاکستان او ملایانو یی د امریکې ملاتړ وکړ، پر ضد یی هیڅ قیام وه نه کړ، او نه یی د پرویز مشرف د پاکستان د نجات د پلان مخالفت وکړ.خو له بده مرغه افغانی ملایان او ددین پتنګان تر هرڅه لومړی د افغانستان په ورانی  پاکستان ملایان، ایرانی اخونان، او د هغوی استخباراتی شبکې خوشحالوی. اوس خو د روس او نورو تمویلونکو ډول ته هم ګډیږی. 

۵- ملی ګټو ته ژمنتیا: پاکستانی ملایان د پاکستان د ملی ګټو ساتونکې دی. د پښتنو او بلوچو په قتل عام کې هم د ظالم پنجابی فوځ ملاتړ کوی، په وړاندی یی نه دریږی. هغوی (لکه ملا فضل الرحمن، د ملا سمیع الحق او جماعت اسلامی ډله) د شرابو کارخانی او حتی د هیرا منډیی فاحشه خانی چې اقتصادی ګټی یی پاکستان ته رسیږی علنی او یا مخفی ملاتړکوی د هغوی په ضد مسلح او یا سیاسی فیام نه کوی. خو په افغانستان یی د حلالو مشروباتو کارخانی هم نه لوریږی ځکه چې د پاکستان کارخانو تولیدات یی بیا کم پلورل کېږی. په افغانستان کې تولیدی کارخانو او کاروباریانو ته ستونزی جوړوی. خو له بده مرغه افغانی طالبان بیا پوهنتونه، ښونځی، پلونه، پلچکونه، بندونه، او نور نظامی او ملکې تاسیسات دار الحرب او کافرګڼی او هره ورځ په میلیونونو افغانیو تاوان خپل هیواد ته رسوی. د کمال خان د بند ساتونکې یی شهیدان، د لشګرګاه د بریښنا د تولید فابریکه یی چور، په کندهار او د هیواد په نورو برخو کې پلونو ویجاړ، ښوونځی او کلینکېونه وسوزول. د افغانی ملایانو هیوادنی دښمنی د پاکستانی ملایانو له هیوادنی مینی سره هیڅ پرتله کېدای نه شی. خدای به کله دوی ته سلیم عقل او شعور ور کوی؟ که نور نه پوهیږی لږ خو دی د ابادی او وطن سره مینه هم له خپلو پاکستانی معنوی پلارانو څخه زده کړی!

۶- له ښځو سره چلند: پاکستانی ملایان د هغو ښځو او انجونو چې لوڅ سر، لوڅی مټی، او حتی ځنی یی په نیګرونو کې ګرځی هیڅ هم نه وایی، نه یی غندی او نه یی په وړاندی کومه مبارزه کوی. اما برعکس په افغانستان کې د انجونو تعلیم هم ناروا ګڼی. مثلا ملا سمیع الحق د طالبانو معنوی پلار او د طاهر نڅاګری یار خپل اولادونه او لورګانی د عصری علومو زده کړو ته په اسلام اباد او نورو ځایونو له هلکانو سره یوځای اجازه ورکوی اما په ننګرهار کې یی د انجونو له هلکانو سره یو ځای د طبی زده کړو سره مخالفت هم کاوه. پاکستانی ملایان داسی مسلمانان دی چې د ځان لپاره یو څه او د افغانانو لپاره بل څه غواړی! خو له بده مرغه زمونږ ملایان د هغو خلکو په خوله چې یو ځل یی طالبانی نظام هم ور ړنک کړ خپلی ډاکترانی وژنی، واکسیناتورانی وژنی، مدنی فعالانی او خبریالانی وژنی. د انجونو ښوونځی سوزوی، په پوهنتونونو یی حملی کوی، او اخطارونه ورکوی، په حقیقت د ښځی سکتوری محرومتیا او له ټولنیزه چارو څخه یی یواځی په کورنیو چارو کې بوختیا غواړی.

خلاصه دا چې پاکستانی ملایان د اسلام او اسلامی احکامو غلط تعبیر کوی د پاکستان لباره ښیرازی او د افغانستان بربادی غواړی. خو له بده مرغه افغانی جنګی ملایان د پاکستانی استخباراتی ملایانو په لارښونه خپل هیواد ړنګوی، او په نهایت کې یی واک او کنترول په غیر شعوری توګه پاکستان ته سپاری،  کاشکې چې لږ ترلږه یی د خپلو معنوی پلارانو څخه ملی ګټو او هیواد ته ژمنتیا هم زده کړی وای!

و من الله تو فیق

5 COMMENTS

  1. There is one very important commonality between the 2 countries Mullahs :
    Almost all of them are non-productive members of society and for the needs of their livelihood, depend on others.

  2. ټولې په ځای خبرې دي.
    کور دې ودان .
    زما یوه هیله ده د ټولو افغانانو څخه چې د پورته مالوماتو په رڼا کې افغانان باید د دین او اسلام په هکله سم او بشپړ مالومات د هغو افغاني عالمانو څخه تر لاسه کړي، چې هغوی د افغانستان ملي پوځ، دولت، ملت او ملي ګټو څخه ساتنه کوي، او حق ته یې ژمن دي.
    د پاکستاني علماوو او ملایانو ته ووایي، چې خپل هیواد مو سمبال کړئ او مونږ پخپل حال پریږدئ.
    د افغانستان علماء باید د اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د منځني ختیځ او نورو براعظمونو علماوو سره یوه اجماع او ایتلاف رامنځته کړي، او د سم او روښانه اسلام تعبیر اسلامي امت ته وړاندې کړي، چې په هغه کې ترهګري، فساد او ورور وژنه نه وي او انسانیت ته په کې په ارزښت او درنښت قایل وي.

  3. له نن څخه پخوا ۴۰ کاله مخکی کله چی د شهید داود خان نظام وو همدی جهادی ډلو چی اوس ځینی په دولت کی لوړ پوړی څوکی لری یا سیاسیون د پاکستان ملایان په لمسون باندی اود امریکا او برتانیی په مالی او نظامی مرسته نظامی پاڅون وکړ ځکه همدغه مسعود، ګلبدین او نورو جهادی ډلو مشران د پآکستان استخباراتی ملایانو ته پناه ور وړه او هغوی څخه یی همکاری وغوښته نو له تاسی څخه پوښتنه کوم چی موږ پاکستان ورغلی یو که پاکستان دلته داسی جنګیالی ډلو ته راغلی یعنی یو اندازه موږ افغان هم ملامت یو، همغه وخت لکه د اوس په شان هیچا ګلبدین، ربانی او نورو جهادی ډلو ته څه نشو ویلی لکه اوس چی څوک په کلیوالی سیمو کی د طالب مشرانو په اړه څه نشی ویلی مګر وخت چی راشی همدی اوسنی مشرانو په شان به پارلمان او دولتی څوکیو باندی جنګ کوی چی لوبه سره اوسه روانه ده مګر موږ نه پوهیږو چی په هغه وخت کی به ځینی له امریکا، برتانیه او پاکستان ملاتړ کوی او ځینی به بیا هم له ایران او روسییی ملاتړ کوی مګر رنځ عام ولس ولیده

    همدا اوس په دولتی اداراتو کی د اشرف غنی دولت کی د غریب او بی واسطی شخص غږ هیڅ ارګان نه اوری او هغه کسان چی له ځینو کړیو یا جهادی ډلو سره اړیکه لری په لوړو معاشاتو سمبال او بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوی او کله چی له یوی چورلکی کوز شی بیرته بل هیواد ته له میدان هوایی روان شی

    آیا افغان دولت تر اوسه ولس هغه خدمت چی لازم ده وړاندی کړی کچیری یو عادی دولتی کارمند په جزی موضوع مجرم وپیژندل څارنوالی پیژندل کیږی مګر کچیری یو شخص زیات فساد کړی په سر پرده اچول کیږی او لوړی څوکی ته پیشنهاد کیږی بیا همدا اشرف غنی چی فساد په ضد خبری کوی د همدی مفسد په پیشنهاد باندی امر ورکوی ژوندی مثال یی د تدارکاتو ملی نوی ریس اجمل شهنه چی فیسبوکی دوستان په خبره د اوبو او انرژی وزارت کی زیاتی فساد یی کړی ده

  4. تاسې به هم وایاست چې دا ولې هره ورځ پاکستان، پاکستان، پاکستان؟ آیا له پاکستانه د کرکې لامل تعصب او که د تعصب لامل هیڅ بې هیڅه کرکه ده، که بل څه خبره هم شته؟

    نه ملګرو، خبره تر دې ډېره ژوره ده. خبره هم دیني ده، هم انساني ده، هم ملي ده او هم د سیمې د ملتونو د هویت او فرهنګ د مسخه کېدلو ده. په همدې دلیل د شیخ الهند، مولانا محمد شفیع، مولانا محمود الحسن او مولانا ابوالکلام آزاد په شمول د هغه وخت ټولو نخبه علماوو او مفکرینو د پاکستان منځته راتګ د اسلامي نړۍ لپاره ناسور ګڼلی و.

    دا چې د پاکستان جوړېدل ولې یوه انساني فاجعه وه، لاندې سرلیکونه یې را ته خلاصه کولای شي:

    پاکستان ولې رامنځته شو؟

    الف- په هندوستان کې د انګرېزي واکمنۍ پر مهال د کانګرس قوتونه او ټول آزادي غوښتونکي قوتونه د روسانو لور ته مایل و. انګرېزانو ته دا میلان خطرناک برېښېده. له همدې امله یې د خپلو استعماري ګټو د ساتلو او د خپلواکي غوښتونکیو اسلامي او غیراسلامي حرکتونو د ارمانونو د مسخره کولو او نیمه خوا ساتلو لپاره پاکستان رامنځته کړ چې د هند د نیمې وچې هیڅ ملت له انګرېز څخه د آزادۍ خوند و نه لیدلای شي.

    با- د هندوستان مسلمانان د نړۍ د لوستو، تعلیم یافته، صنعتګرو، په حکومتدارۍ پوهو او په دیني پوهه سمبالو مسلمانانو یوه عظیمه کتله وه. د دوی یو ځای او متحد پاتې کېدلو هر وخت استعمار ننګولای شوای. د دوی د زور اوبه کولو لپاره دوی د پاکستان او هندوستان په نامه تقسیم کړای شول.

    ج- په خپلو مستعمرو کې د انګرېزانو سرتاسري تګلاره همدا وه چې تر وتلو وروسته به یې د خپلو مداخلو د ضرورت ساتلو په منظور د هېوادونو ترمنځ سرحدي او نورې شخړې پرېښودلې چې کشمیر، ډېورنډ کرښه، د هند او چین، د بنګلادېش او هند، د عربو او اسرائیلو او چین او هانګ کانګ ستونزې یې یو څو مثالونه دي.

    د- د روس پر خلاف د خپلو او د متحده ایالتونو لپاره د هوایي او ځمکنيو هډو د ساتلو لپاره د اسلام په نامه د دې خاورې چې په حقیقت کې په سیمه کې د لوېدیز استعمار لومړۍ هډه هم وه، رامنځته کول. د یادونې وړ ده چې پاکستان د پیل له ورځې پر خپله خاوره د امریکایانو سترې اډې او هوایي ډګرونه درلودل، خو پاکستاني ملایان اوس زموږ د هېواد پر خلاف د هډو د شتون په دلیل جهادونه اعلانوي. پاکستان له جوړښت راهیسې تر اوسه پورې، له اسرائیلو را وروسته په دويمه درجه کې د امریکا زیاته مرسته ترلاسه کوله.

    هـ- له افغانستان سره د پښتني سیمو د یو ځای کېدلو وېره چې په سیمه کې د یوه غښتلي هېواد رامنځته کېدلو ته یې لاره هواروله.

    د پاکستان رول:

    د پاکستان اساسي دنده له لومړۍ ورځې په سیمه کې د استعمار د اهدافو پلې کول او ساتل و. د دې اهدافو ترلاسه کولو لپاره پاکستان لاندې دندې اجرا کړې:

    ۱- هماغه استعماري قوت ته چې د خپلواکي غوښتونکیو قوتونو په وینو او قربانیو یې ماتې خوړلې وه، پاکستان په سیمه کې اډې او د پښو ټینګولو مرکزونه ورکړل او په دې کار یې د سیمې له ټولو ولسونو سره غدر او جفا وکړه؛

    ۲- د استعمار په پروژو کې یې د اسلامي احساساتو د کارونې او په دې توګه، د دین په وسیله سیمې ته د غرب د پښو را کشولو لپاره یې زمینه سازي وکړه. جهادي حرکتونه یې جوړ او جلب یې د غرب استخباراتو ته ورکړ. عاطفي اسلامستان یې ښکار او د اصیلو بازانو په بیه په بازارونو کې وپلورل.

    ۳- له سیمې د باندې یې د استعمار په جنګي پروژو کې د کرایي هېواد او کرایي پوځ کار ورکړ. د مثال په توګه، په اردن کې د انګرېزانو له خوا د تور سپټامبر په پېښه کې د ضیاالحق تر قومانده لاندې د دېرش زره فلسطینیانو د شهیدولو پروژه پاکستان پلې کړه چې هغه فاجعه بیا وروسته په نړیوال قاموس کې د تور سمپټمبر یا بلک سپټامبر په نامه مشهوره شوه.

    ۴- د سیمې د غښتلیو ولسونو د فرهنګي هویت د مسخه کولو پروژه چې د دوی ژبې، رواجونه، څلي، ارزښتونه او دیني هویت یې مسخه او د یوه کاذب هویت څښتنان یې کړل.

    ۵- د جعلکارۍ او ګډولې یا پاکستاني اصطلاح د ملاوټ د کلتور د مخکښ په توګه د تاریخي جعلکاریو، لکه دیني او مذهبي جعلکارۍ، د سیاسي ډلو د جعلکارۍ، د جعلي اتلانو د تولید، حتی د اټومي وسلو د جعل او نورو سترو جعلکاریانو د مرکز په توګه کار ورکړه.

    ای ايس ای او پاکستان

    ای ايس ای په ۱۹۴۸ کې د رابرټ کاتهوم نومي یهودي له خوا جوړ شو. د دې سازمان لومړۍ رسمي دنده د مذهبي کړیو استخباراتي استعمار او د ملایانو د هغې لسګونه زره کسیزې شبکې سمبالول و چې انګرېزانو به د خپل حاکمیت پر مهال معاشونه ورکول. ای ايس ای وروسته څو نورې پروژې واخیستې، چې مهمې یې:

    1- په ساړه جنګ کې د افغانانو استحمار او استعمال؛

    2- د هند پر خلاف د پښتنو له جهالته استفاده او د هغوی استعمال؛

    3- سیمې ته د لوېدیزو قوتونو د را داخلېدلو لپاره د ټروریزم د ډارمې په جوړولو کې شراکت؛

    4- د سیمې د فرهنګي هویت د مسخ کولو او بیدارۍ د مخنیوي لپاره د پښتنو، بلوڅو او نورو د لسګونه زره سیمه‌ییزو مخورو ترور او وژل؛

    5- منځنۍ اسیا، د چین سینکیانګ او د جنوبي اسیا نورو هېوادونو ته د افراطیت، ناامنۍ او لویدیځ د مداخلو د غځولو لپاره زمینه سازي.

    د کابل وسوځوئ ماموریت

    په سیمه کې د انګرېزانو لومړی مختوروونکی هېواد افغانستان له هر لحاظه له پښو غورځول د پاکستان اساسي ماموریت و. د پاکستان جوړېدلو لومړی افغانستان په وچه کې حصار کړ، له اقتصادي لحاظه یې د هند او ګرم سمندر له لارې د نورې نړۍ له بازارونو را ایسار کړ. ورپسې یې د افغانستان لپاره د اخواني ډلو په روزلو او ګمارلو او له برهان الدین رباني، حکمتیار، او نورو جهادي جاسوسانو څخه کار اخیستل پیل کړل. دا کیسه تر دې ورسېده چې د پاکستان دیکتاتور ولسمشر په عامو محضرونو کې د یوه جنوني او عقده مند انسان په توګه ناره وکړ چې: “کابل وسوځوئ!” ضیاالحق د کابل د پل چرخي جومات د خپلو اخواني ځریو په وسیله په خپل نامه کړ او په دې ارمان ومړ چې د اختر لمونځ به هلته کوي.

    تر ده وروسته نوازشریف د افغانستان د څو زره کلن اردو د سبوتاژ ناره پورته او عملي کړه، بې نظیر بوټو د جهادیانو دويم نسل، یانې طالب را پیدا او افغانستان د نړۍ په کچه بدنام کړ او پروېز مشرف د افغانستان د بیا رغېدنې د تاریخي چانس د ضایع کولو لپاره ړانده، کاڼه او ګوډ ملایان استخدام او ژوندي کړل.

    پاکستان له یوې خوا افغانان د خپلې دفاع په جګړه کې وجنګول او له بلې خوا یې هغوی له شا په خنجر ووهل.
    په دې پروژه کې پاکستان سراسر ګټه وکړه. د افغان جهاد په نامه یې خپلې وسلې نوې، خپل زېرمتونونه ډک، تیار جوړ اټوم ترلاسه او ملیونونه ډالر ولوټل.

    د امارت پروژه او د امارت جفاکارانه پای

    د ګوډاګي امارت پر مهال پاکستان د پنځمې صوبې په توګه د افغانستان لپاره په خپله داخلي ملي بودیجه کې رقم بېل کړ. د افغانستان ټول میوزیمونه، مومیایي شوي مړي او تاریخي مجسمې لوټ، د کانونو او معادنو سروې پیل کړې. د امارت د ملایانو په څېره یې د افغانستان په ټولو حساسو سیمو کې خپل لوړپوړې مامورین وګمارل چې هغوی د افغانستان ټول اقتصادي او امنیتي رازونه، نقشې او مالومات پاکستان ته انتقال کړل. امارت یې د هندوستان پر خلاف، د هندو مذهب او بوداییزم د څلیو پر خلاف او حتی د هندي اتباعو او الوتکو د اختطاف لپاره وکاراوه او د امارت تر سیوري لاندې یې د کشميري ډلو د روزلو لپاره د افغانستان خاوره وکاروله.

    پاکستان امارت د تشناب د کاغذ په توګه استعمال او د تاریخ په اشغال دانۍ کې وغورځاوه. د امارت د سقوط پر مهال یې امریکایان له خپلې خاورې پر خپل جوړ امارات را مارش کړل. د امارت د ملاتړیو عربانو او اوزبکانو ناموسونه یې نیلام کړل. د القاعده شپږ سوه جنګیالي یې وپلورل او د امارت د سقوط په پروژه کې یې آن جامع جوماتونه د لمونځوالو په وینو ورنګول او د ګازلن اور خوراک کړل.

    تر دې راوروسته یې، خپله تر ملا محمد عمره پورې په زجر او وحشت ووژل. د ملا عبید الله یې سترګې ور ړندې کړې،د ملا برادار یې اعصاب ور خراب کړل او ویل کېږي چې یاسر یې په وینو لژنده ږیره پر څړک را کش کړ.

    د پاکستان موخې:

    پاکستان په دې جګړه کې دوه ډوله موخې تعقیبوي:
    ۱ د نورو لپاره موخې:
    لکه چې وړاندې مو تفصیلي اشاره وکړه، په سیمه کې استعمار د حضور ساتلو لپاره د لویو پروژو پلې کول، د نړیوالو اسلامستانو ښکارول، په نړیواله کچه د خپل کرایي او اجیر حیثیت ساتل، د استعمارګرانو د ګټو لپاره د جنوبي او منځنۍ اسیا د ګډوډۍ او سیاسي بې ثباتۍ دوام او د اقتصادي او کلتوري پرمختګ مخه ډب کول او په ځانګړې توګه له داخل څخه د اسلامي نړۍ سبوتاژ د پاکستان عمده موخې دي.

    ۲ د خپل ځان لپاره موخې:

    پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د سیاست ترڅنګ د ډېورنډ کرښې تحمیلول، افغانستان په اقتصادي او سیاسي لحاظ تر خپل اغېز او مطلق واک لاندې ساتل، افغانستان د یوه مصرفي اقتصاد په توګه د خپلو توکیو لپاره د یوه بازار په حیث ساتل، د افغانستان پر اوبو د پانګه‌ونې مخنیوی او له اوبو څخه د ناروا ګټې اخیستنې دوام، د افغانستان پر کاني او معدني منابعو سترګې خښول او له هندوستان سره د افغانستان د هر ډول اړیکو د پراختیا مخنیوی.

    کلتوري او اخلاقي فساد

    پاکستان پر انټرنیټ د سیکس سرچ، سیکس ویډیوګانو او جنسي پلټون لومړی مقام لري. لومړی هېواد دی چې د نارینه‌وو د لواطت رسمي ټکس ورکوونکي فاحشه خانې لري. لومړی هېواد دی چې د بدلمنۍ تاریخي کلي چې د کورنیو ټول غړي یې په فحاشۍ کې ښکېل دي پکې اباد دي. هلته چې مور ماسیتوب او دلالي کوي، پلار د دروازې پیره‌داري کوي، ورور د پیسو په دخل ناست دی او خور یې له مشتري سره پر کټ غځېدلې ده.

    پر فحاشۍ سربېره د رشوت ورکولو اخیستلو، جعلکارۍ، سوداګریزې غدارۍ او ډول ډول درغلیو کلتور له پاکستان څخه خپرېږي. نن پاکستانی پاسپورټ په نړۍ کې د قاچاقبرۍ، جعلکارۍ، ترهګرۍ او تور کاروبار نښه ده.
    د پاکستان د جوړېدلو او دوام بدې پایلې او اغېزې

    د پاکستان جوړېدلو تر ټولو لوی تاوان مسلمانانو ورکړ. د پاکستان قرارداد او د هغه قرارداد پر اساس په هندوستان کې له نهه سوه کلنو مفتوحه سیمو څخه لاهور او کراچۍ ته د مسلمانانو را په شا کېدل یوازې یوه دیني فاجعه نه، بلکې یو انساني ناورین هم و. په دې لحاظ د پاکستان رامنځته کېدل د مسلمانانو یو تاریخي شکست او ماتې وه چې په نتېجه کې یې هند له لاسه ووت او یوه غټه کتله هندي مسلمانان، چې تر پاکستانیانو یې نفوس زیات دی، بې لاسو او پښو د هندوانو رحم او کرم ته کښېناستل.

    د دې په شاتګ په نتېجه کې د یو این ایچ سي ار مطابق، په سیمه کې
    ۱۴ ملیونه وګړيو خپل کور، کلی، جومات، حجره او ژوند وسیلې له لاسه ورکړې. په دوی کې یې اکثره تر اوسه لا هم د کور او هویت څښتنان شوي نه دي. د مثال په توګه، هغو مسلمانانو ته چې د اسلام په نامه تېر ایستل شول او له انګرېزانو سره د پاکستان د ناروا قرارداد پر اساس له هندوستانه را ووتل، تر اوسه هم لا هغوی ته مهاجر ویل کېږي او تر اوسه هم لا د ښار فاحشه خانې د هغوی له لوڼو ډکې دي.

    په دوی کې تر اتیا سلنې زیات مسلمانان و. تر دې وروسته په فرقوي کوڅه په کوڅه، کور په کور شخړو، د بنګال په جنګ او بیا وروسته د هند او پاکستان په څلورو جګړو کې شاو خوا اووه ملیونه انسانان چې مطلق اکثریت یې مسلمانان جوړوي ووژل شول.

    یوازې په بنګال کې ۳ سوه زره مسلمانې ښځې د پاکستاني پوځیانو له خوا تر جنسي تېري لاندې ونیول شوې او درې ملیونه انسانان قتل عام شول.

    د پاکستان د جوړېدلو اغېز یوازې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او سیمه پورې منحصر پاتې نه شو. له افغانستان څخه د ای ايس ای روزلي افراطي وحشیان مصر، سوریې، لېبیا، سومالیا، عراق او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ولېږدېدل. د داعش مشر البغدادي د ای ايس ای روزلی شخص دی. د پاکستان له وجود څخه بل شوی د فساد، خونرېزۍ او وحشت اور اوس ټولې نړۍ ته خپور شوی او لا هم په خپرېدلو دی.

    د پاکستان د لاس جوړ فساد د دې لامل شو چې د روسیې له خېټې څخه را وتلي د اسلامي نړۍ ستر ستر هېوادونه بېرته د روسیې لمنې ته ولوېږي او د افغانستان د تاریخي معبر د ویجاړتیا له امله له اسلامي نړۍ سره وصل نه شي. د پاکستان د فساد له امله د جنوبي او منځنۍ اسیا د ولسونو، په تېره د مسلمانو ملتونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده. پانګه‌ونه نه کېږي او سیمه د فقر، ناروغیو، جنګونو او وحشت په لمبو کې سوځي.

    د مجید قرار لیکنه:

  5. سباون صاحب ټولې خبرې مو سل په سلو کې واقعیت دي. په لاس او قلم دې برکت. الله دې زمونږ ملایانو ته د سمې لارې هدایت وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب