شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجلال اباد کې د تېز باد له امله دوه تنه مړه شوي...

جلال اباد کې د تېز باد له امله دوه تنه مړه شوي او پنځه نور تپیان دي

تاند (جمعه د حمل ۱۳) د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په دوه جلا سیمو کې د تېز باد له امله پر خلکو دیوالونه نړیدلي، چې له امله یې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، لومړۍ پېښه د اتمې ناحیې اړوند ولایتو سیمه کې شوې چې له امله یې دوه ماشومان مړه شوي دي.

د خوګیاڼي په خبره، دويمه پېښه د جلال اباد ښار اړوند شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه ښځې او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

له تېرو څو ورځو راهسې د معمول خلاف د افغانستان په څو ولایتونو کې سړه سېلۍ را الوتې چې نرۍ دوړه او د يخ وچه څپه يې له ځان سره راوستې ده، دغه راز له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د تېر ۱۳۹۹ کال د حوت ۲۹مه په هرات کې د تېز باد له امله څلور کسانو خپل ژوند بایللی و او دوه نور ټپیان و.

په پسرلي کې عموما دغسې شمالونه له ځان سره باران لري، خو د سږ کال بادونه ساړه او سپېره دي.

داسې اټکلونه کېږي چې ښايي د سړو شمالونو دغه څپه به د جمعې تر غرمې همداسې تونده روانه وي او تر هغه وروسته به يې زور وخېژي.

په ځينو سيمو کې د دغو را الوتيو بادونو ځغاسته په ساعت کې اتيا کيلو متره ښوول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب