جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد زابلون سیمینتوف په نوم د افغانستان يوازينی یهود خپل وطن...

د زابلون سیمینتوف په نوم د افغانستان يوازينی یهود خپل وطن پرېږدي

تاند (جمعه د حمل ۱۳) د افغانستان وروستی يهود افغان وايي، د طالبانو له راتلو يې هډونه رېږدي او پرېکړه يې کړې ده چې نور دا وطن پرېږدي.

نوموړي ویلي، له کومې ورځې چې يې اورېدلي طالبان بيا راځي، مخکینۍ بدې ورځې يې سترګو ته درېږي او اوس يې پرېکړه کړې چې خپل هېواد پرېږدي.

د زابلون سیمینتوف په خبره، شل کاله مخکې يې کورنۍ د ظلمونو له امله اسراييلو ته ولېږله، خو خپله يې له وطنه زړه نه ته؛ اما اوس يې له مجبورۍ پرېږدي.

دده په وینا یې چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې به همدلته وي، خپل جشن به تېروي او تر هغه وروسته به په خپله مخه لاړ شي.

سیمینتوف زیاته کړې، باوري دی چې که طالبان راغلل، په وهلو به يې له خپل وطنه وشړي، نو دا چې هغوی يې شړي، ښه ده چې خپله ولاړ شي.

زابلون سیمینتوف په هرات ولایت کې زېږېدلی او په ځوانۍ کې بیا کابل ته کډه شوی و چې یو څه موده یې په ترکمنستان کې تېره کړې او له هغه وروسته په ۱۹۹۸ زېږدیز کال کې بېرته کابل ته ستون شو چې په کابل کې یې د یواځینۍ کلیسا مدیریت کاوه.

دده په خبره چې د طالبانو په دوره کې څلور ځلې نیول شوی، وهل ټکول یې خوړلي او څېړنې ترې شوي دي، مالونه یې غلا شوي، خو بیا هم هغه مهال په افغانستان کې پاتې شو.

له دې وړاندې يو شمېر افغان سېکان او هندوان هم د ناامنيو او جګړو له امله له هېواد کډه شوي و.

له وطنه تلليو سيکانو ويلي چې له ځورولو، وهلو او د ځمکو له چور کولو وروسته يې، پر عبادت ځايونو بريدونه کېدل، نو له همدې امله يې وطن پرېښود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب