جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهڅېړنې: رنګ د انسانانو پر ژوند مستقیم اغېز لري

څېړنې: رنګ د انسانانو پر ژوند مستقیم اغېز لري

تاند ( جمعه، د حمل ۱۳ ) د رنګونو په اړه یو شمېر څېړنې وایي، رنګ د انسانانو پر ژوند مستقیم اغېز درلودلای شي.

ایا ستاسو د خوښې رنګ منفي، مثبت که اغېزناک دی؟

ایا تاسو په ژېړ رنګه خونه کې د اندېښنې احساس کوئ؟ ایا نیلي رنګ تاسو ته د ارام احساس درکوي؟

هنرمندان او داخلي ډیزاینران له اوږدې مودې باور لري چې رنګ کولی شي مزاج، احساسات اغېزمن کړي.

هنرمند پابلو پکاسو وایي؛ رنګ د اړیکو پیاوړې وسیله ده او د عمل “سېګنال” کولو لپاره کارول کېدای شي چې مزاج تر اغېز لاندې راولي او حتی فزیکي اړیکې اغېزمنولی شي.

د څېړونکو په باور، ځینې ​​رنګونه د وینې لوړ فشار د زیات “میتابولیزم ” او “ایسترېس” سره مستقیمه اړیکه لري.

په ۱۶۶۶ کال کې انګلېسي ساینسپوه نیوټن وموندله، چې کله خالص سپین رنګ د “پریزم”له لارې تېرېږي، نو دا په ټولو رنګونو کې جلا کېږي.

نیوټن دا هم وموندله چې هر رنګ له یوه واحد څراغ څخه جوړ شوی او نورو رنګونو ته نه ځي.

د هنرمندانو په باور هم رنګ پر انسانانو د اغېز لپاره یو مهم توکی بلل شوی دی.

رنګ په مارکېټېنګ او جذب کې ډېر مهم رول لوبوي. د رنګ ارواپوهنه د بازارموندنې، هنر، ډیزاین او نورو برخو کې توده موضوع ګرځېدلې.

څېړونکو او کارپوهانو د رنګ د اروا پوهنې په اړه یو څه مهمې موندنې او مشاهدې کړې دي او اغېز یې په مزاج، احساساتو او چلندونو باندې ثابت کړی دی.

ولې رنګ زموږ په ژوند کې داسې یو قوي ځواک دئ؟ دا زموږ په بدنونو او ذهنونو څه اغېز کولی شي؟ په داسې حال کې چې د رنګ ليدل یو څه فرعي خبره هم ده.

د معلوماتو له مخې، دلته د رنګ ځینې اغېزې شتون لري چې رنګونو کې سور رنګ یو خطرناک هغه ثابت شوی.

کارپوهان وایي، سور رنګ او هم سور نارنجي رنګ د انسان له ذهن او احساس څخه د مینې اغېز پر کینه او نفرت بدلولی شي.

همدا شان ژېړ رنګ بیا د انسان عواطف پر احساساتو، حوصله په غوسه او اظطراب بدلوي.

نیلي رنګ چې د یخ په څېر ښکاري او هغه ته ورته دی، پکې نیلي ارغواني او شین پکې شامل دي.

دا رنګونه اکثرا د سکون په توګه ښودل شوي، مګر دا کولی شي ذهن ته د خپګان یا بې لارېتوب احساس هم ورسوي.

تور، سپین، سور، ابي، شین، ژېړ، ارغواني، نصواري، نارنجي، ګلابي.

دا رنګونه تر ډېره پورې د انسانانو پر ذهن اغېز کوي.

زیاتره انسانان دي چې له پورته رنګونو یې هرو مرو یو خوښېږي، خو کارپوهان دا هم وایي چې د د یادو رنګونو له منځه ډېر تېز رنګونه همدومره منفي اغېز هم لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب