جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بغلان پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان د طالبانو په برید کې...

د بغلان پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان د طالبانو په برید کې ووژل شو

تاند (جمعه د حمل ۱۳) په بغلان کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان شریف الله خوستی له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت وايي، شریف الله خوستی تېره شپه شاوخوا لس بجې د بغلان مرکز پلخمري کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د ښاغلي بشارت په خبره په دې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې هکله یې جزیات نه دي ورکړي.

د ملی روغې جوړې عالي شورا د شریف الله خوستي د وژل کېدو په هکله خواشیني ښودلې ده.

ددې شورا په اعلامیه کې د عبدالله عبدالله له قوله ویل شوي، په داسې حال کې چې د سولې ټینګېدو په هکله جدي هڅې روانې دي ورته بریدونه وضعیت نور هم پیچلی کوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې هکله تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د غور مرکز فیروز کوه کې د غور والي پر موټریز کاروان برید کې ۷کسان ټپیان شول.

د غور والي له یوه وسله وال بریده روغ وتلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب