جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد غور والي له یوه وسله وال بریده روغ وتلی

د غور والي له یوه وسله وال بریده روغ وتلی

تاند( جمعه، د حمل ۱۳) د غور والي عبدالظاهر فیض زاده له یوه وسله وال برید روغ وتلی.

د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي وایي د دې ولایت والي تېره شپه هغه مهال تر وسله وال برید لاندې راغی، کله چې د مرکز اړوند امنیتي پوستو څخه یې لیدنه کوله.

ناطقي وايي، برید کې والي ته زیان نه دی اوښتی، خو د ملي تلویزیون د یو تن خبریال په ګډون د والي پنځه ساتونکي ټپيان شوي دي.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

بل لورته د دې برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې وسله والو طالبانو بغلان کې د ځانګړو ځواکونو قومندان وژلی دی.

یوه امنیتي سرچینه وایي، دا پېښه تېره شپه د بغلان پلخمري ښار ته نږدې خلاځایي سیمه کې شوې ده.

د سرچینې په حواله په دې پېښه کې د پولیسو د ځانګړې قطعې قومندان “شریف الله خوستی” طالبانو سره نښته کې وژل شوی او د نوموړي پنځه ساتونکي ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې نښته کې ګڼ شمېر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو وایي کره شمېر یې نه دی معلوم.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب