شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د دې عکس په اخیستلو ۱۲ کاله وخت لګول شوی

د دې عکس په اخیستلو ۱۲ کاله وخت لګول شوی

تاند- د اسمانلار (Milky Way) د دغه عکس د اخیستلو لپاره یوه فنلنډي عکاس دوولس کاله سترګې او ټیلسکوپ اسمان ته نیولی و.

جي پي مستاوانینیو وايي چې ۱۲ کاله پخوا یعني په ۲۰۰۹ م کال یې په کهکشان کې د اسمانلار (ستورو) د یوه ښه او دقیق عکس لپاره کار پیل کړ او ډېرې شپې یې په دې خاطر رڼې تېرې کړې.

دی وايي چې اسمان یې په خپل ذهن کې د شطرنج په شان په څلور کونجه ټوټو ووېشه او پر خپله کمره یې هر ځل د یوې برخې عکس واخیست او بیا یې دا عکسونه د فوټو شاپ په وسیله سره ونښلول چې د کهکشان داسې کمساری عکس ورڅخه جوړ شي.

دا عکس، چې په ۱۲۵۰ ساعتونو کې اخیستل شوی، د ۲۳۴ ټوټو له یوځای کولو جوړ شوی او د اسمان ۱۲۵ درجې پکې رانغښتل شوي دي.

په دې عکس کې۲۰ ملیونه ستوري ښکاري.

مستاوانینیو له لومړي سره هڅه کړې چې داسې منظم او یو شان عکسونه واخلي چې وروسته یې رڼا او کوږوالی تنظیمولو او پروسیس ته اړتیا ونه لري.

دا عکس ۱۱.۵ میګا پیکسله دی. دلته یې لیدلی شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب